خبرونه او تبصرې

د مالیزیا د لومړي وزیر لرې کول پرته له ټولټاکنو څخه حقیقي حل نه دی – یوازې اسلام د امت د ستونزو حل دی

د مالیزیا د لومړي وزیر لرې کول پرته له ټولټاکنو څخه حقیقي حل نه دی – یوازې اسلام د امت د ستونزو حل دی

د ۲۰۲۵ کال د جولای په ۲۶ مه، مالیزیا د لومړي وزیر ډاتوک سري انور ابراهیم د استعفا غوښتنې لپاره پراخه لاریونونه ولیدل. په دې لاریون کې د اپوزیسیون پلویانو، غیر دولتي سازمانونو او عادي خلکو برخه اخیستې وه، چې د مشرتابه د ناکامیو په اړه یې خپل خفګان څرګند کړ. ډېرو په دې باور وو چې انور ابراهیم د هغو ستونزو د زیاتوالي مسوول دی چې خلک ورسره مخ دي. په داسې حال کې چې ځینو استدلال کاوه چې لومړی وزیر یوازې د ټاکنو له لارې بدلېدای شي، پخواني لومړي وزیر ډاکټر مهاتیر محمد ټینګار وکړ چې هر لومړی وزیر له عمومي ټاکنو پرته له خپلې دندې څخه لرې کېدای شي. د هغه څرګندونو پراخې ناندرۍ راپورته کړې او د حکومت د پلویانو او اپوزیسیون ترمنځ یې سیاسي درزونه نور هم پراخ کړل.

الفاشر د دارفور د جلا کولو لپاره د امریکا د پلان قرباني کیږي

الفاشر د دارفور د جلا کولو لپاره د امریکا د پلان قرباني کیږي

په الفاشر کې د امنیتي او بشري حالاتو په چټکۍ سره خرابیدو سره، د تاسیس د حکومت د ولسمشرۍ شورا غړي الطاهر حجر او د دارفور د سیمې والي الهادي ادریس د ښار اوسیدونکو ته عاجله غوښتنه وکړه، چې له دوی څخه یې وغوښتل چې سمدستي ښار پریږدي او د الفاشر شمال لویدیځ ته د قرني سیمې ته لاړ شي چیرې چې د تاسیس ایتلاف ځواکونه ځای پر ځای شوي چې د ملکي وګړو او د هغوی لپاره د لومړنیو خدماتو په بشپړ ډول چمتو کولو اعلان یې کړی دی. (د سوډان خبرونه، 2025/8/1).

یهود خپل کیان خرابوي، خپل ځانونه شړي او د خپل ځان زوال ګړندی کوي

یهود خپل کیان خرابوي، خپل ځانونه شړي او د خپل ځان زوال ګړندی کوي

الجزیرې د برتانیا د لومړي وزیر له قوله ویلي: "مونږ باید هر هغه څه وکړو چې په وس مو پوره وي ترڅو په غزه کې بشري ناورین کم کړو"، او زیاته یې کړه: "مونږ ماشومان او کوچنیان وینو چې د لوږې له امله مري ځکه چې دوی ته د مرستې رسولو امکان نشته."

حاکمان مزدور چې د مسلمانانو په وژلو کې له یهودانو سره لاس یو کوي

حاکمان مزدور چې د مسلمانانو په وژلو کې له یهودانو سره لاس یو کوي

د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ په نیویارک کې د سعودي عربستان او فرانسې په ګډه مشرۍ "د سوله ایزو لارو څخه د فلسطین قضیې د حل او د دوو دولتونو د حل لارې پلي کولو په اړه د لوړې کچې نړیوال کنفرانس" جوړ کړ، او دغه کنفرانس، په نړیواله او ملګرو ملتونو په ګډون، د یوې داسې لارې د ترلاسه کولو په لټه کې دی چې د فلسطین د دولت په رسمیت پیژندل پیاوړي کړي، کوم چې د سیمه ایزې سولې فرصتونه برابروي.

د پاکستان مشرتابه د غزې د نصرت لپاره د چمتووالي پر ځای د امریکا د ګټو د ودې لپاره سیمه ییز دفاعي کنفرانس کوربه کوي

د پاکستان مشرتابه د غزې د نصرت لپاره د چمتووالي پر ځای د امریکا د ګټو د ودې لپاره سیمه ییز دفاعي کنفرانس کوربه کوي

د پاکستان د وسله والو ځواکونو د مطبوعاتي څانګې (ISPR) د ۲۰۲۵ کال د جولای په ۲۶مه اعلان وکړ چې پاکستان نن په اسلام اباد کې د سیمه ییزو دفاعي ځواکونو د لوی درستیزانو د کنفرانس کوربه توب کوي، چې د امریکا، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان او ازبکستان لوړ پوړو پوځي مشرانو هم پکې ګډون کړی وو. د ISPR په اعلامیه کې راغلي دي چې "دا څو اړخیزه غونډه د سیمه ییز امنیت د همکارۍ، پوځي ډیپلوماسۍ او د ګډون کوونکو هیوادونو ترمنځ د ستراتیژیکو خبرو اترو په برخه کې یو مهم ګام ګڼل کیږي." کنفرانس د "د اړیکو پیاوړتیا، د سولې خوندي کول" تر شعار لاندې جوړ شو، او موخه یې د امنیتي همکاریو پیاوړتیا، د روزنیزو پروګرامونو پراختیا، د ترهګرۍ ضد په برخه کې د غوره کړنو تبادله او نور دفاعي او امنیتي هڅې وې.

6 / 1315