د دين عبا منافقت نه پټوي، بلکې هغه لا بدرنګه کوي
خبر:
د يهودو د دولت مشر اسحاق هرتزوګ د اروپا د څو هېوادونو څخه د "مسلمانو امامانو" یو پلاوی په بیت المقدس کې په خپل استوګنځي کې ومانه، او په فرانسه کې د امامانو د کنفرانس مشر حسن شلغومي وویل "تاسو د ورورولۍ، د انسانیت، د مینې، د ډیموکراسۍ، د آزادۍ نړۍ استازیتوب کوئ، موږ دلته د مینې پیغام رسولو لپاره یو، له خدایه غواړو چې بندیان بیرته راشي"، او زیاته یې کړه "هغه جګړه چې د اکتوبر له اوومې وروسته پیل شوه د دوو نړۍ ګانو ترمنځ جګړه ده. (المشهد ویب پاڼه، ۲۰۲۵/۷/۷)
تبصره:
د هغو خلکو دغه صحنه چې د دین پګړۍ یې پر سر ایښې ده، او د یهودو مشرانو سره د لیدو لپاره بیړه کوي، هغو یهودو ته چې د ځمکې او اسمان ملائکې لعنت وایي، موږ ته د رسول الله ﷺ دا خبره را یادوي: «إِنَّ مِمَّا أَدْرَكَ النَّاسُ مِنْ كَلَامِ النُّبُوَّةِ الْأُولَى: إِذَا لَمْ تَسْتَحْيِ فَاصْنَعْ مَا شِئْتَ»، نو دا ډله چې د هغه چا په رضا پسې ځي چې الله پرې غضب کړی او په خپل کتاب کې یې لعنت ویلی دی، دوی رښتیا هم حیا نه لري، او کله چې یو څوک حیا له لاسه ورکړي، نو له هغه څخه به یقیناً بدې خبرې او بد کارونه کیږي، سره له دې چې د یهودو وحشي دولت د فلسطین په مبارکه ځمکه کې زموږ د خلکو په حق کې وژنې، ورانۍ او پرله پسې نسل وژنه کوي، داسې صحنې چې حتی غیر مسلمانان یې هم د یهودو په وړاندې راوپارول، دا بد خلک دغه ناجایزه دولت ته سفر کوي، د هغه سره مینه څرګندوي او په داسې ډول یې ثناء کوي چې د هر هغه چا نفس ترې کرکه کوي چې په زړه کې یې د ایمان ذره وي.
د دغو بدکارانو په اړه عجبه دا ده چې د الله تر ټولو بد مخلوق او د مسلمانانو تر ټولو سخت دښمن ته د دوی منافقت او چاپلوسي به د دنیا له ګټو څخه هیڅ ورته راو نه ګرځوي، بلکې برعکس، د امت اکثریت به دوی د خرما د زړي په څېر وغورځوي او له دوی او د دوی له کړنو څخه به ځان بې برخې کړي او د نفاق او خیانت کندې ته به یې وغورځوي، او د دین عبا او د امامت څادر به د ابن سلول له دې نسل څخه د خلکو په سترګو کې یوازې کرکه او سپکاوی زیات کړي.
او دوی دې فکر نه کوي چې د غزې او د هغې د خلکو لپاره چې کومه بې غوري شوې ده، هغه د امت له خوا بې غوري ده، بلکې دا د هغو نظامونو له خوا بې غوري ده چې خپل ولسونه یې تړلي او محدود کړي دي او حتی له دعا کولو څخه یې هم منع کړي دي، خو امت په جوش کې دی او د آزادۍ ورځې ته تیاری کوي او د ذلت او سپکاوي د جامو د څیرلو ارمان لري چې د بدو واکمنانو او ګمراه امامانو له خوا ورته اغوستل شوي دي، او موږ له الله سبحانه وتعالی څخه غواړو چې دغه د آزادۍ ورځ نږدې شي، ځکه چې د شپې تیارې زیاتې شوې او د خلاصون انتظار اوږد شو.
دا د حزب التحریر د مرکزي مطبوعاتي دفتر د راډیو لپاره لیکل شوی
ولید بلیبل