
2025-11-02
أبو وضاحة نیوز: د حزب التحریر/ د سوډان ولایت په دفتر کې د امت د قضیو فورم
د حزب التحریر د سوډان ولایت مطبوعاتي دفتر د امت د قضیو میاشتنی فورم د (الفاشر په سوډان باندې د نړیوالې جګړې تر ټولو سخته مرحله) تر عنوان لاندې د شنبې په ورځ د جمادی الاول په ۱۰مه، ۱۴۴۷ هـ، چې د ۲۰۲۵/۱۱/۰۱ م سره سمون لري، په پورټ سوډان کې په خپل دفتر کې جوړ کړ، په دې فورم کې هر یو استاد محمد جامع ابوایمن – د حزب التحریر د سوډان ولایت د رسمي ویاند مرستیال، او استاد ابراهیم مشرف – د حزب التحریر د سوډان ولایت د مطبوعاتي دفتر غړی، خبرې وکړې.
د ښه راغلاست وروسته، استاد داوود عبدالله؛ د فورم افسر، په لومړۍ پاڼه کې لومړی ویناوال، استاد ابوایمن معرفي کړ، چې په منځني ختیځ کې د نړیوالې جګړې تاریخ، او په ځانګړې توګه په سوډان کې، د امریکا او برتانیې ترمنځ، او دا چې څنګه په سوډان کې د امریکا متحده ایالاتو په ګټه له ۱۹۶۹ کال کې د نمیری له کودتا راهیسې نفوذ ټینګ شو، د بشیر د حکومت له لارې چې د سوډان جنوب یې جلا کړ، او انتقالي حکومت چې د انګریزانو سړي عبدالله حمدوک او قحت په کې شامل وو، وروسته له هغه سوداني حرکت چې بشیر یې راوپرځاوه، او دا چې څنګه امریکا د خپلو دوو سړیو برهان او حمیدتي ترمنځ په ۱۵/۰۴/۲۰۲۳ کې جګړه پیل کړه، ترڅو د انګریزانو هغه سړي له منځه یوسي چې په سوډان کې یې د امریکا نفوذ ته زیان رساوه. بیا دا جګړه د دوی ترمنځ دوام وکړ تر دې چې په فاشر کې سخته شوه، چې موخه یې د اروپا پورې تړلو وسله والو ډلو، د مناوي او جبريل غورځنګونو ملا ماتول وو.
بیا استاد ابراهیم مشرف په خپلې مقاله کې د هغو شرعي حل لارو په اړه خبرې وکړې چې زموږ له هېواد څخه د استعمار د ریښو ایستلو لپاره باید غوره شي، چې د سیاسي، نظامي، کلتوري او اقتصادي تسلط په معنی دی، په مغلوبو خلکو باندې د هغوی د استثمار لپاره. او دا چې مسلمانانو د استعمار له خطر څخه غفلت کړی دی، او د استعمارګرو د جرمي سازمانونو په مداخلې یې تکیه کړې ده، لکه برومیدیان، د امریکا د سولې انستیتوت، چټام هاوس او نور، د خپلو مسایلو په حل کې، او دا سیاسي ځان وژنه او د امت سره خیانت دی. او اسلام د استعماري تسلط ټولو ډولونو ته د شرعي احکامو په واسطه علاج کړی دی، چې حزب التحریر د کتاب او سنت څخه په استنباط شویو ۱۹۱ مادو کې د اساسي قانون په مسوده کې تفصیل ورکړی دی، او په خپله مقاله کې یې د خلافت د اساسي قانون د مسودې ځینې مادې ذکر کړې.
په تالار کې دننه او د ټولنیزو شبکو له لارې حاضرینو له فورم سره تعامل وکړ، او پلیټ فارم ټولو پوښتنو او نظرونو ته ځوابونه وویل.
د حزب التحریر د سوډان ولایت مطبوعاتي دفتر
منبع: أبو وضاحة نيوز
