په غزّه کې د ملګرو ملتونو لخوا د قحط رسمي اعلان واقعیت نه بدلوي!
خبر:
د کلابندۍ له امله په غزّه کې د لوږې له امله د قربانیانو شمېر مخ په زیاتېدو دی، په داسې حال کې چې په غزّه کې د قحط د پراخېدو په اړه خبرداری ورکول کېږي.
د انځورونو، پرله پسې خبرونو او ویډیوګانو سره سره چې د غمجنې پېښې اندازه ښیي، ملګرو ملتونو تر اوسه په غزّه کې د کره معلوماتو د نشتوالي له امله په رسمي توګه قحط نه دی اعلان کړی او یوازې یې په خبرداري ورکولو بسنه کړې ده!
تبصره:
د نن ورځې زموږ د نړۍ حالت د حیرانتیا وړ دی، سره له دې چې انځورونه، معلومات، ورځني خبرونه، ویډیوګانې، ټولنیزې شبکې او نور ډېر څه شتون لري چې واقعیت څرګندوي، خو بیا هم ملګري ملتونه په غزّه کې د احصایو د نشتوالي او د کلابندۍ له امله د کره معلوماتو د راټولولو د نه توان له امله په رسمي توګه د قحط اعلانولو توان نه لري!
د لمر سترګه هیڅکله په پټو نه پټیږي، د ملګرو ملتونو اعلان په دې اړه هیڅ اغیزه نلري، هغه خبرونه چې هره ورځ موږ ته د ماشومانو، کوچنیانو او لویانو د لوږې له امله د مړینې په اړه رسیږي، او د غزې د اوسیدونکو اوږده کتارونه چې د خوړو د پاتې شونو د ترلاسه کولو لپاره ولاړ دي، او د ماشومانو انځورونه چې د هغوی کمزوري بدنونه څرګند دي، دا د غزې د خلکو د ناورین او قحط څرګندونه کوي، دا ناورین له پټولو څخه ډېر ښکاره دی.
آیا سخت تخنیکي ملاحظات د بیړنیو بشري ملاحظاتو څخه غوره دي، په ځانګړې توګه د ښکاره واقعیتونو په شتون کې؟!
هغه څوک چې د نړیوالو سازمانونو حقیقت او د هغوی رول پیژني، هغه دا حقیقت نه شي پټولی چې سیاسي ملاحظات د دې ډول اعلان مخه نیسي. ملګري ملتونه هیڅکله هم د سیاسي انډولونو او نړیوالو فشارونو څخه خوندي نه وو. تیرو تجربو ښودلې ده چې د امنیت شورا پریکړې، یا د جرمونو نړیوالې محکمې ته راجع کول، یا حتی د ملګرو ملتونو ځینې راپورونه، تل د سیاسي معاملو یا د نفوذ لرونکو هیوادونو د فشار لاندې د جوړجاړي یا ګډوډۍ سره مخ شوي دي!
ایا د امریکا څخه تمه کیږي چې د خپلو ګټو خلاف عمل وکړي او موضوعي او بې طرفه وي او د غزې د خلکو ملاتړ وکړي، په داسې حال کې چې د امریکا لاسونه د شهیدانو په وینو سره سره دي او امریکا په هغه څه کې چې پیښیږي شریکه ده او د یهودو رژیم ته د بقا او مقاومت لپاره اړین توکي ورکوي؟!
د سازمان لخوا د قحط په اعلان کې ځنډ د غږ او انځور سره مستند شوي ناورین په وړاندې اخلاقي ناکامي څرګندوي، او حقیقت به د دوی د ادعا سره سره ښکاره پاتې شي، هغه انځورونه چې ماشومان د لوږې له امله مري، د هغو کورنیو انځورونه چې په کثافاتو کې اوړه لټوي، د مرستو د کتارونو انځورونه چې په قصدي توګه بمبار شوي، دا ټول به په ذهنونو کې پاتې شي او د نړۍ په پرده به مستند شي، او دوی به هیڅکله د واقعیت د تحریفولو توان ونلري.
دا د حزب التحریر د مرکزي مطبوعاتي دفتر د راډیو لپاره لیکل شوی
منة الله طاهر – د تونس ولایت