آیا د امت لښکرو ته د سویز کانال او رفح لارې نشي خلاصول کیدای؟!
خبر:
د ۲۰۲۵ کال د جولای په ۳۱مه نېټه د پاکستان د وسله والو ځواکونو مطبوعاتي څانګې اعلان وکړ: (د پاکستان د ګډو ځواکونو د لوی درستیز تورن جنرال سهیر شمشاد مرزا د دفاع او امنیت په اړه د درېیم پړاو خبرو اترو لپاره مصر ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د ولسمشر عبدالفتاح السیسي سره وکتل،... خبرو اترو د دوه اړخیزو پوځي همکاریو، امنیت، د ترهګرۍ سره مبارزې او سیمه ایز وضعیت باندې تمرکز وکړ. دواړو خواوو د روزنې، ګډو پوځي تمرینونو او دفاعي همکاریو په برخو کې د موجوده پوځي اړیکو په پیاوړتیا او پراختیا کې په ګډه دلچسپي ټینګار وکړ.)
تبصره:
آیا د هغې ترهګرۍ څخه چې یهودي رژیم یې په غزه کې د مسلمانانو په وړاندې ترسره کوي، لویه ترهګري شته؟ ایا وخت نه دی رسیدلی چې د سویز کانال د پاکستان سمندري ځواکونو ته پرانیستل شي ترڅو د یهودي رژیم په برید کې د امت سمندري ځواکونو مشري وکړي؟ او وروسته له هغه چې د غزې خلکو د رفح له لارې مرسته وغوښته، ایا وخت نه دی رسیدلی چې د پاکستان ځانګړي خدماتي ځواکونه، زغره والې فرقې او پیاده ځواکونه د یهودي رژیم په وړاندې په ځمکني برید کې د امت د لښکرو مشري وکړي؟ او وروسته له هغه چې د غزې اسمان د یهودي رژیم د بمونو په لوګیو او اور ډک شو، ایا وخت نه دی رسیدلی چې د پاکستان هوایي ځواک جنګي الوتکې د یهودي رژیم په وړاندې په هوایي برید کې مشري وکړي؟
ای د اسلام امته: روا نه ده چې ستا بچیان په غزه کې له وژنې، محاصرې، لوږې او ورانۍ سره مخامخ شي، پرته له دې چې ته یې نصرت وکړې، په ځانګړې توګه لښکرې، الله تعالی فرمایي: ﴿وَإِنِ اسْتَنْصَرُوكُمْ فِي الدِّينِ فَعَلَيْكُمُ النَّصْرُ﴾ او رسول الله ﷺ فرمایلي: «فُكُّوا الْعَانِيَ وَأَطْعِمُوا الْجَائِعَ وَعُودُوا الْمَرِيضَ». او طبراني د عبدالله بن عمر رضي الله عنهما څخه روایت کړی چې هغه ﷺ فرمایلي: «الْمُسْلِمُ أَخُو الْمُسْلِمِ لَا يَظْلِمُهُ وَلَا يُسْلِمُهُ». او «لَا يُسْلِمُهُ» په دې مانا چې هغه دښمن ته نه پرېږدي، او نه د هغه څخه مرسته منع کوي، او نه د هغه بچیان مړه کېدل ګوري او حرکت نه کوي! له خپلو ټولو خپلوانو او ملګرو سره په لښکرو کې اړیکه ونیسئ، او هغوی ته امر وکړئ چې د غزې د نصرت لپاره حرکت وکړي او هر هغه څه لرې کړي چې د دوی خنډ ګرځي.
ای د اسلامي امت علماوو: فلسطین یوه اسلامي ځمکه ده... عمر رضي الله عنه فتح کړ، صلاح الدین ازاد کړ، عبدالحمید وساته، او دا د خرڅلاو لپاره نه ده، او نه د هغې د خلکو او د هغه چا ترمنځ ویشل کیږي چې هغه غصب کړی او له هغې څخه یې ایستلي دي. نو د دې حل دوه دولتونه نه دي، بلکې لکه څنګه چې عزیز جبار ویلي او د هغه قول حق دی: ﴿وَاقْتُلُوهُمْ حَيْثُ ثَقِفْتُمُوهُمْ وَأَخْرِجُوهُمْ مِنْ حَيْثُ أَخْرَجُوكُمْ﴾. شرعي وجیبه چې له هرې وجیبې څخه لوړه ده، د کمزورو نصرت او د هغه غصب شوې ځمکې ازادول دي، او دا د مسلمانانو د لښکرو وجیبه ده، ځکه چې دوی د وسلو او قوت خاوندان دي، او دوی د لوی فرض اهل دي، د الله په لاره کې د جهاد فرض.
نووي وایي: (که کفار د مسلمانانو په یوه ښار کې داخل شي، یا یو ښار محاصره کړي، نو جهاد په هغه چا باندې فرض عین کیږي چې هغه ته نږدې وي، بیا نږدې بیا نږدې). قرطبي وایي: (که جهاد فرض عین شي، نو د چا لپاره جایز نه دی چې له هغه څخه سرغړونه وکړي مګر د ښکاره عذر له امله، او څوک چې سرغړونه وکړي نو هغه ستر منکر کړی دی). ابن قدامه وایي: (او که دښمن د یوه ښار په انګړ کې ښکته شي، یا امام خلکو ته نفیر عام وکړي، نو په ټولو باندې وتل فرض عین کیږي، او د چا لپاره جایز نه دی چې سرغړونه وکړي).
ابن عابدین په خپل حاشیه کې (3/238) وایي: (فرض عین دی که دښمن د اسلام په یوه پوله برید وکړي نو دا په هغه چا باندې فرض عین کیږي چې هغه ته نږدې وي، مګر هغه څوک چې د دوی تر شا د دښمن څخه لرې وي هغه فرض کفایه ده که دوی ورته اړتیا ونه لري، مګر که دوی ورته اړتیا ولري په دې مانا چې هغه څوک چې د دښمن په څنګ کې دي د دښمن سره د مقاومت کولو توان نه لري یا دوی د دې توان لري مګر دوی سست دي او جهاد نه کوي نو دا په هغه چا باندې فرض عین کیږي چې دوی ته نږدې دي لکه لمونځ او روژه دوی ته د هغه پرېښودل جایز نه دي، او بیا بیا... تر دې چې دا د اسلام په ټولو خلکو باندې په تدریجي ډول په ختیځ او لویدیځ کې فرض شي).
کاساني په بدائع الصنائع کې وایي: (او که د یوه پولې خلک د کافرانو په وړاندې د مقاومت کولو څخه کمزوري شي، او دښمن څخه ویره وي، نو په هغو مسلمانانو باندې چې د دوی تر شا دي نږدې بیا نږدې دا ده چې دوی هغوی ته وخوځیږي، او هغوی ته وسلې، څاروي او پیسې ورکړي؛ د هغه څه له امله چې موږ یادونه وکړه چې دا په ټولو خلکو باندې فرض ده څوک چې د جهاد اهل دي، مګر فرض د ځینو په کفایت سره له دوی څخه ساقط کیږي، نو تر هغه وخته چې کفایت حاصل نشي نه ساقط کیږي).
ای د اسلامي امت د لښکرو افسرانو: د هغو امرونو انتظار مه کوئ چې نه راځي، بلکې د الله تعالی امر ته ځواب ووایئ: ﴿قَاتِلُوهُمْ يُعَذِّبْهُمُ اللهُ بِأَيْدِيكُمْ وَيُخْزِهِمْ وَيَنصُرْكُمْ عَلَيْهِمْ وَيَشْفِ صُدُورَ قَوْمٍ مُّؤْمِنِينَ﴾. او پوه شئ چې ستاسو وجیبه دا ده چې هر هغه څه لرې کړئ چې تاسو د هغه څه څخه منع کوي چې الله تاسو ته فرض کړي دي د دې قاعدې له مخې (مَا لَا يَتِمُّ الْوَاجِبُ إِلَّا بِهِ فَهُوَ وَاجِبٌ)، نو هغه نظامونه لرې کړئ چې تاسو ته شرم رسوي او د الله او ستاسو دښمن ساتي، او د الله لپاره یو داسې دولت قائم کړئ چې د حق او د هغه د خلکو د نصرت لپاره لښکرې راوباسي؛ د نبوت په منهج باندې خلافت راشده.
د تحریر ګوند د مرکزي مطبوعاتي دفتر د راډیو لپاره لیکل شوی
مصعب عمیر – د پاکستان ولایت