په سوډان کې جګړه او د ورو تخریب پلان پلي کول
په سوډان کې جګړه او د ورو تخریب پلان پلي کول

خبر:

0:00 0:00
Speed:
June 22, 2025

په سوډان کې جګړه او د ورو تخریب پلان پلي کول

په سوډان کې جګړه او د ورو تخریب پلان پلي کول

خبر:

د سوډان تریبون د جون په ۱۸مه نېټه ۲۰۲۵م کال د چهارشنبې په ورځ د "د صحرا او سرحد جګړه سوډان ته اور اچوي او د بهرنۍ مداخلې وېره راپاروي" تر عنوان لاندې په خپل رپوټ کې راغلي دي: "د چټکو ملاتړو ځواکونو له خوا د جبل عوينات سیمې او د سوډان، مصر او لیبیا ترمنځ د ستراتیژیک سرحدي مثلث نیول، د مرکزیت او د اکمالاتو د خوندي کولو له پلوه یو متفاوت رجحان و."

تبصره:

په سوډان کې د پوځ او چټکو ملاتړو ځواکونو ترمنځ جګړه د خپل درېیم کال درېیمه میاشت پوره کوي، پرته له دې چې کوم لوري ته دې فیصله شي، بلکې ښکاره خبره ده چې دواړه خواوې په مشکوکه او د پام وړ توګه د نویو سیمو په نیولو او له نورو سیمو په شا تګ کې سره سیالي کوي، لکه څنګه چې د چټکو ملاتړو ځواکونو له خوا له خرطوم څخه شاتګ او بیا د النهود ښار او د لوېدیځ کردفان د یو شمېر ښارونو نیول، او له هغې جملې څخه د پوځ شاتګ له هغو ښارونو او ولایتونو څخه چې وروستی یې د سوډان، مصر او لیبیا ترمنځ ستراتیژیک سرحدي مثلث دی.

خو یوه پوښتنه د سوډان د خلکو په ذهنونو کې ځړېدلې ده: ولې د پوځ مشران دا جګړه نه فیصله کوي؟! او د دې څه تړاو د څلورم یا پنځم نسل جګړو سره دی؟!

هر هغه چا ته چې څارنه کوي دا روښانه شوې ده چې دا جګړه یوه ځانګړې اجنډا لري چې د مشکوکو شاتګونو او د هغو لجامونو د نه خلاصون څخه څرګندیږي چې د پوځ غړو څو څو ځله غوښتنه کړې ده، خو له بده مرغه هغو مشرانو چې په ځانګړې توګه له امریکا سره تړلي دي، هېڅ غوږ نه دی ورته نیولی.

ځکه دا جګړه د انګلستان د نفوذ د ځپلو لپاره د یوې امریکایي ناپاکې طرحې په نښه کوي، چې د پخواني لومړي وزیر عبدالله حمدوک په مشرۍ په مدني ځواکونو کې څرګندیږي، او له هغې وروسته د سوډان د وېشلو پروژه چې په دارفور کې په چټکۍ سره روانه ده، الله دې د دوی پلانونه شنډ او فالونه یې ناکام کړي. او دا هر څه چې پېښېږي، د جګړې د اوږدېدو توجیه کوي، سره له دې چې د هغې د پیل لپاره هیڅ قانع کوونکي دلیلونه شتون نه لري، یا په هر ډول لارو چارو یې د دوام توجیه کوي. خو پروفیسور ماکس مانوارینګ، د امریکې د جنګي کالج د مطالعاتو په انسټیټیوټ کې د پوځي ستراتیژۍ کارپوه، په یوټیوب کې په خپره شوې لیکچر کې چې په ۲۰۱۸م کال کې د ناټو او د یهودو د پوځ لوړ رتبه افسرانو ته بلنه ورکړل شوې وه، په دې اړه څرګندونې کړې دي.

چیرې چې دا لیکچر په سوډان کې د ملکي او نظامي خلکو ترمنځ د شخړې او د پوځ او چټکو ملاتړو ځواکونو ترمنځ جګړې څخه پرده پورته کوي.

پروفیسور ماکس خپل لیکچر په دې خبرې سره پیل کړ چې "د جګړو دودیزه طریقه زړه شوې ده، او نوی ډول یې د جګړې څلورم نسل دی"!!

او هغه په ​​لفظي توګه وویل: "هدف د یوه ملت د نظامي بنسټ ماتول یا د هغې د نظامي وړتیا له منځه وړل نه دي، بلکې هدف ستړی کول او ورو ورو تخریب کول دي، مګر په ثابت ډول. نو زموږ هدف دا دی چې دښمن دې ته اړ کړو چې زموږ ارادې ته غاړه کیږدي!" او زیاتوي: "هدف بې ثباتي ده"، "او دا بې ثباتي د دښمن هېواد اتباعو لخوا د ناکام دولت د رامینځته کولو لپاره ترسره کیږي ... او دلته موږ کنټرول کولی شو ... او دا پروسه په ګامونو سره پلي کیږي ... په ورو او ارام ډول او د دښمن دولت د اتباعو په کارولو سره، نو ستاسو دښمن به مړ له خوبه راویښ شي..."!

او په دې لیکچر کې تر ټولو د پام وړ خبره دا ده: "ستړی کول او ورو تخریب". او ورو تخریب پدې معنی دی چې په ښارونو کې وراني او ګډوډي خپرول، او خلک په بې هدفه رمې بدلول، او د دښمن هیواد د بنسټیزو اړتیاوو د پوره کولو توان له منځه وړل ... چیرته چې هغه وایي "په داسې ډول جګړو کې تاسو ممکن وژل شوي ماشومان یا زاړه وګورئ، نو مه خپه کیږئ"!

او هغه وایي: "د ستړې کولو ستراتیژي پدې معنی ده چې جګړه له یوې جبهې څخه بلې جبهې ته، او له یوې ځمکې څخه بلې ځمکې ته انتقالول، او د دښمن دولت ټول ظرفیتونه په جلا مرحلو کې ختمول، او "دښمن دولت" په څو جبهو کې د سیمه ییزو ګیدړو لخوا له ټولو خواوو څخه محاصره شوی جنګ ته اړ کول، او د یوې جبهې ګرمولو او د بلې جبهې ارامولو لپاره پلان کول، یعنې د بحران د حل پر ځای د هغې مدیریت ته دوام ورکول." اقتباس پای ته ورسید.

او دا هغه څه دي چې اوس مهال د سوډان په جګړه کې روان دي؛ دلته ګیدړې، لیوان او ماران شتون لري چې جګړه اداره کوي او نه غواړي چې دا جګړه پای ته ورسیږي ترڅو خپله امریکایي اجنډا ترلاسه کړي؛ ځکه چې دا د پوځ او چټکو ملاتړو ځواکونو په وسله والو ځواکونو کې د امریکایي اجنټانو لخوا پلي کیږي.

او د هیواد دا وینه بهیېدنه به هغه وخت ودرېږي، چې د سوډان خلک په دې ناوړه جرمي پلان پوه شي او د دې اجنټانو لاسونه ونیسي او د امریکا او نورو استعماري هیوادونو نفوذ قطع کړي، او دا به یوازې د نبوت په طريقه د راشده خلافت په قیام سره ممکن وي. او دا په سوډان کې د پوځ د مخلصو مشرانو دنده ده چې په اجنټانو باندې د اوسپنې ګوزارونه وکړي او د امت له مخلصو زامنو سره د نبوت په طريقه د راشده خلافت د قیام لپاره مرسته وکړي، ځکه چې په هغه کې نجات او خلاصون دی. د عرباض بن ساریه څخه روایت دی چې نبي ﷺ وفرمایل: «بېشکه څوک چې له تاسو څخه ژوندی پاتې شي، نو ډېر اختلافات به ويني، نو تاسو زما سنت او د هدایت شویو راشده خلفاوو سنت لازم وګرځوئ، او په ژامو سره يې ټينګ ونیسئ» دا حدیث ابوداود او احمد روایت کړی دی.

او دا باید معلومه شي چې د خلافت قیام واجب دی، او څوک چې د هغه په قیام کې وروسته پاتې شي، هغه ګناهګار دی. د عبدالله بن عمر رضي الله عنهما څخه روایت دی چې نبي ﷺ وفرمایل: «او څوک چې مړ شي او په غاړه کې یې بیعت نه وي، هغه د جاهلیت په مرګ مړ کیږي.» دا حدیث مسلم روایت کړی دی.

دا د تحریر ګوند د مرکزي مطبوعاتي دفتر د راډیو لپاره لیکل شوی دی

محمد جامع (ابو ایمن)

د سوډان په ولایت کې د تحریر ګوند د رسمي ویاند مرستیال

More from خبرونه او تبصرې

ترکیه او عربي رژیمونو له حماس څخه د وسلو ایښودلو غوښتنه وکړه

ترکیه او عربي رژیمونو له حماس څخه د وسلو ایښودلو غوښتنه وکړه

(ژباړل شوی)

خبر:

د جولای په 29 او 30 نیټو د فرانسې او سعودي عربستان په مشرۍ په نیویارک کې د ملګرو ملتونو یو لوړ پوړی نړیوال کنفرانس د "فلسطین قضیې ته د سوله ایزې حل لارې موندل او د دوو دولتونو د حل لارې پلي کول" تر عنوان لاندې جوړ شو. د غونډې په تعقیب، چې موخه یې د فلسطین د دولت په توګه په رسمیت پیژندل او په غزه کې د جګړې پای ته رسول وو، یو ګډه اعلامیه لاسلیک شوه. د اروپايي اتحادیې او د عرب دولتونو لیګ ترڅنګ، ترکیې هم د 17 نورو هیوادونو تر څنګ په اعلامیه لاسلیک وکړ. په دې اعلامیه کې، چې له 42 مادو او یو ضمیمې څخه جوړه شوې وه، د حماس لخوا د الاقصی طوفان عملیات وغندل شول. ګډونوالو هیوادونو له حماس څخه وغوښتل چې وسلې کیږدي او خپل مدیریت د محمود عباس رژیم ته وسپاري. (وکالات، د جولای 31، 2025).

تبصره:

هغو هیوادونو ته په کتو چې کنفرانس یې اداره کاوه، د امریکا شتون په ښکاره ډول څرګند دی، او که څه هم دوی د پریکړو کولو واک یا نفوذ نلري، د سعودي رژیم، د دوی خدمتګار، د فرانسې سره ملتیا تر ټولو ښکاره ثبوت دی.

په دې اړه، د فرانسې ولسمشر ایمانویل ماکرون د جولای په 24 مه وویل چې فرانسه به په سپتمبر کې په رسمي توګه د فلسطین دولت په رسمیت وپیژني، او دا به د G7 هیوادونو څخه لومړنی هیواد وي چې دا کار کوي. د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان آل سعود او د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر جان نويل بارو په کنفرانس کې یو مطبوعاتي کنفرانس جوړ کړ او د نیویارک د اعلامیې موخې یې اعلان کړې. په حقیقت کې، د کنفرانس وروسته په خپره شوې اعلامیه کې، د یهودو د رژیم قتل عامونه وغندل شول پرته له دې چې د دوی په وړاندې کوم مجازات ونیول شي، او له حماس څخه وغوښتل شول چې وسلې کیږدي او د غزې اداره محمود عباس ته وسپاري.

د منځني ختیځ په نوې ستراتیژۍ کې چې امریکا د ابراهیم تړونونو په اساس د پلي کولو هڅه کوي، د سلمان رژیم د برید مشري کوي. له جګړې وروسته به له سعودي عربستان سره د یهودو له رژیم سره عادي اړیکې پیل شي. بیا به نور هیوادونه هم تعقیب کړي، او دا څپه به له شمالي افریقا څخه تر پاکستان پورې په یو ستراتیژیک ایتلاف بدله شي. همدا ډول د یهودو رژیم ته به د دې ایتلاف د یوې مهمې برخې په توګه امنیتي تضمین ورکړل شي. بیا به امریکا دا ایتلاف د چین او روسیې په وړاندې خپله جګړه کې د سونګ په توګه وکاروي، او ټوله اروپا به تر خپلو وزرونو لاندې راولي، او البته، د خلافت دولت د جوړیدو احتمالاتو په وړاندې به یې وکاروي.

د دې پلان په وړاندې اوسنی خنډ د غزې جګړه او بیا د امت غوسه ده، چې مخ په زیاتیدو ده او د چاودنې په حال کې ده. له همدې امله، متحده ایالاتو غوره وګڼله چې اروپايي اتحادیه، عربي رژیمونه او ترکیه د نیویارک په اعلامیه کې د نوښت مشري وکړي. داسې انګیرل کیږي چې په اعلامیه کې د پریکړو منل به اسانه وي.

خو د عربي رژیمونو او ترکیې دنده دا ده چې امریکا راضي کړي او د یهودو رژیم وساتي، او د دې اطاعت په بدل کې، خپل ځانونه د خپلو خلکو له غوسې څخه وساتي او د واک د ارزانه پات شونو سره ذلیل ژوند وکړي تر څو چې وغورځول شي او یا د اخرت په عذاب اخته شي. د اعلامیې په اړه د ترکیې تحفظ، د دوو دولتونو د حل په نوم د پلان د پلي کولو په شرط، یوازې د اعلامیې د اصلي هدف پټولو او د مسلمانانو د ګمراه کولو هڅه ده، او هیڅ ریښتینی ارزښت نلري.

په پای کې، د غزې او ټول فلسطین د آزادولو لاره د یوه خیالي دولت له لارې نه ده چې یهودان پکې ژوند کوي. د فلسطین لپاره اسلامي حل په غصب شوې ځمکه کې د اسلام حکومت دی، او دا د غاصب سره جګړه ده، او د مسلمانانو لښکرې د دې لپاره بسیج کول دي چې یهودان له دې مبارکې ځمکې څخه وباسي. او دایمي او بنسټیز حل د خلافت د راشد دولت جوړول او د خلافت په سپر سره د اسراء او معراج د مبارکې ځمکې ساتنه ده. ان شاء الله، هغه ورځې لرې نه دي.

رسول الله ﷺ وفرمايل: «قيامت به تر هغه وخته نه راځي، تر څو چې مسلمانان له يهودانو سره جګړه ونه کړي، مسلمانان به دوی ووژني، تر دې چې يهودي د ډبرې او ونې تر شا پټ شي، نو ډبره يا ونه به وايي: اې مسلمانه، اې د الله بنده، دا يو يهودي زما تر شا دی، راشه هغه ووژنه» (رواه مسلم)

دا لیکنه د حزب التحریر د مرکزي مطبوعاتي دفتر د راډیو لپاره ده

محمد امین یلدریم

هغه څه چې امریکا یې غواړي د یهودو په وجود رسمي اعتراف دی، حتی که وسلې هم پاتې شي

هغه څه چې امریکا یې غواړي د یهودو په وجود رسمي اعتراف دی، حتی که وسلې هم پاتې شي

خبر:

د لبنان ډېری سیاسي او امنیتي خبرونه د هغې وسلې په اړه دي چې د یهودو وجود په نښه کوي، له بلې هېڅ وسلې پرته او د ډېری سیاسي شنونکو او خبریالانو لخوا پرې تمرکز کیږي.

تبصره:

امریکا غواړي هغه وسلې چې د یهودو سره یې جګړه کړې، لبنان پوځ ته وسپارل شي او د ټولو خلکو په لاس کې پاتې نورې وسلې ورته مهمې ندي چې په کور دننه کې کارول کیدی شي کله چې دوی ته پکې ګټه ښکاري یا په ګاونډیو هیوادونو کې د مسلمانانو ترمنځ.

امریکا چې زموږ د مسلمانانو تر ټولو لوی دښمن دی، دا په ښکاره، بلکې په بې شرمۍ سره وویل، کله چې د هغې استازي براک د لبنان څخه وویل چې هغه وسله باید د لبنان دولت ته وسپارل شي چې د فلسطین د غاصب یهودو په ضد کارول کیدی شي، او نورې هېڅ انفرادي یا منځنۍ وسلې نه، ځکه چې دا د یهودو وجود ته زیان نه رسوي، بلکې د مسلمانانو ترمنځ د جګړې لپاره د تکفیریانو، افراطیانو، رجعت پسندو یا وروسته پاتې په پلمه د امریکا او ټول لوېدیځ خدمت کوي، یا د نورو هغو صفاتو په پلمه چې دوی د مذهب، قومیت، نژاد یا حتی د مسلمانانو او نورو هغو کسانو ترمنځ چې له موږ سره یې سلګونه کاله ژوند کړی او له موږ څخه یې یوازې د عزت، مال او ځان ساتنه لیدلې، تغذیه کوي او موږ پر دوی هغه قوانین پلي کول چې پر ځانونو یې پلي کوو، د دوی لپاره هغه څه دي چې زموږ لپاره دي او د دوی په اړه هغه څه دي چې زموږ په اړه دي. شرعي حکم د مسلمانانو په منځ کې د حکومت اساس دی، که د دوی ترمنځ وي او که د دولت د نورو رعیتونو سره.

څرنګه چې زموږ تر ټولو لوی دښمن امریکا هغه وسلې له منځه وړل یا بې طرفه کول غواړي چې د یهودو وجود ته زیان رسوي، نو بیا ولې سیاستوال او خبریالان په دې باندې تمرکز کوي؟!

او ولې تر ټولو مهم موضوعات په رسنیو او د وزیرانو په شورا کې د امریکایی دښمن په غوښتنه وړاندې کیږي، پرته له دې چې په ژوره توګه وڅیړل شي او په امت باندې د هغې د خطرناکۍ اندازه څرګنده شي، او تر ټولو خطرناکه یې د یهودو له وجود سره د ځمکنیو پولو ترسیم دی، یعنې د دې غاصب وجود په رسمیت پیژندل، او په داسې توګه چې له هغې وروسته هیڅوک حق نلري چې وسلې، یعنې هره وسله د فلسطین لپاره پورته کړي، کوم چې د ټولو مسلمانانو ملکیت دی او یوازې د فلسطین د خلکو نه دی، لکه څنګه چې دوی هڅه کوي موږ قانع کړي لکه څنګه چې دا یوازې د فلسطین خلکو پورې اړه لري؟!

خطر په دې کې دی چې دا موضوع کله د سولې تر عنوان لاندې وړاندې کیږي، کله د روغې تر عنوان لاندې، او کله هم په سیمه کې د امنیت تر عنوان لاندې، یا د اقتصادي، سیاحتي او سیاسي سوکالۍ تر عنوان لاندې، او د هغه سوکالۍ په اړه چې دوی مسلمانانو ته د دې مسخ شوي وجود په رسمیت پیژندلو په صورت کې وعده ورکوي!

امریکا په ښه توګه پوهیږي چې مسلمانان هیڅکله د یهودو په وجود په رسمیت پیژندلو سره راضي کیدی نشي، او له همدې امله تاسو ګورئ چې دوی د نورو لارو څخه دوی ته ننوځي ترڅو دوی له ترټولو مهمې برخلیک ټاکونکې موضوع څخه بې لارې کړي. هو، امریکا غواړي چې موږ د وسلو په موضوع تمرکز وکړو، مګر دوی پوهیږي چې وسلې هر څومره هم قوي وي، هغه به ګټه ونکړي او د یهودو په وجود په وړاندې نشي کارول کیدی که چیرې رسمي لبنان له دوی سره د پولو په ترسیم کولو سره په رسمیت وپیژني، او په دې توګه به دوی د فلسطین د مبارکې ځمکې په اړه د دوی حق په رسمیت پیژني، د مسلمانانو د حاکمانو او د فلسطین د واکمنۍ په پلمه.

د یهودو په وجود دا اعتراف د الله، د هغه د رسول او مومنانو سره خیانت دی، او د شهیدانو د ټولو هغو وینو سره خیانت دی چې د فلسطین د آزادۍ لپاره تویې شوې او لا هم توییږي، او له دې ټولو سره سره موږ لا هم په خپل امت کې د خیر هیله لرو چې ځینې یې په غزه هاشم او فلسطین کې جګړه کوي، او دوی موږ ته په خپلو وینو وایي: موږ به هیڅکله د یهودو وجود په رسمیت ونه پیژنو، حتی که دا موږ ته دا ټول او نور هم قیمت ولري... نو ایا موږ به په لبنان کې د یهودو په وجود په رسمیت پیژندلو سره موافقه وکړو، پرته له دې چې شرایط څومره سخت وي؟! او ایا موږ به له دوی سره د پولو په ترسیمولو سره موافقه وکړو، یعنې په دوی اعتراف، حتی که وسلې له موږ سره پاتې شي؟! دا هغه پوښتنه ده چې موږ باید د ناوخته کیدو دمخه ځواب ورکړو.

دا لیکنه د حزب التحریر د مرکزي مطبوعاتي دفتر د راډیو لپاره ده

ډاکټر محمد جابر

په لبنان ولایت کې د حزب التحریر د مرکزي اړیکو کمیټې مشر