د ټرمپ ګمرکي ترهګري یوازې د خلافت دولت سره مخ کیدای شي
د اسلامي تمدن پروژې خاوند
خبر:
بنګله دېش وتوانېد چې د خپلو جامو په صادراتو باندې د امریکایي ګمرکي تعرفې کچه ۲۰٪ ته راټیټه کړي، وروسته له هغه چې د ټرمپ ادارې د ۳۷٪ وړاندیز کړی و. د جامو په صادراتو کې د نړۍ په دوهم لوی هیواد کې صادرونکو په دې تړون خوښي څرګنده کړه. د ملي امنیت سلاکار او د مذاکراتي پلاوي مشر خلیل الرحمن وویل چې دا لاسته راوړنه د دقیقو خبرو اترو په پایله کې ترلاسه شوې ده. د لنډمهاله حکومت مشر محمد یونس وویل چې دا "یوه پرېکنده ډیپلوماټیکه بریا" ده. (رویټرز)
تبصره:
امریکایي ادارې، په ښکاره استعماري انګېزو سره، د نړیوالې سوداګرۍ په برخه کې د ګمرکي تعرفې نظام په یوه وسله بدل کړی ترڅو خپلې ناپاکې جیوپولیټیکي موخې ترلاسه کړي. او د ډالرو د چاپولو له امتياز څخه په ملاتړ سره، څو هیوادونو باندې یې درنې او خپلسرې ګمرکي تعرفې وضع کړې، چې د نړیوالو عرضه کولو سلسلو کې د ټکان سبب شو. او اوس سلګونه میلیونه دندې په صادراتي هیوادونو کې له ګواښ سره مخ دي، چې دوی یې له اقتصادي سقوط او ټولنیزې چاودنې څخه د ویرې له امله له واشنګټن سره خبرو اترو او زاریو ته اړ کړي دي.
او دا دقیقا هغه څه دي چې امریکا یې غوښتل: د ضعف حالت رامینځته کول ترڅو وروسته خپل ظالمانه شرایط د کوڅو د غلو په څیر وضع کړي، چې د دې هیوادونو پاتې حاکمیت له مینځه وړي. او بنګله دېش هم استثنا نه وه. نو د دې لپاره چې فیسونه له ۳۷٪ څخه ۲۰٪ ته راټیټ کړي، دوی دې ته اړ شول چې غیر ګمرکي زیان رسونکي شرایط او د اسلام ضد امریکایی اجنډاوې ومني، چې له هغې جملې څخه په بنګله دېش کې د خلافت او حزب التحریر په وړاندې د دعوت د ځپلو لپاره د "ترهګرۍ په وړاندې جګړې" کیسه بیا پیلول دي. له همدې امله، هغه څه چې د "راحته کولو" په توګه تبلیغ کیږي، یوازې د بنګله دېش د تدریجي تابع کولو او په یوې شیطاني دایره کې د انحصار د محدودولو لپاره یو اقتصادي او سیاسي جال دی.
امریکا د خپلو نویو استعماري وسایلو له لارې په یو ځناور بدله شوې ده. له دویمې نړیوالې جګړې وروسته، هغې د پیسو نړیوال صندوق او نړیوال بانک په څېر وسایل وکارول ترڅو په خپلواکو هیوادونو کې کرنه او صنعت له مینځه یوسي، او د اقتصادي تیوریو په واسطه یې د دوی سیاسي نظامونه فاسد کړل، او د دوی اقتصادونه یې له امریکایی اکمالاتي سلسلو سره وتړل. او د ډالرو د چاپولو له امتياز سره، امریکا د دې هیوادونو د اقتصاد ټولو تارونو کنټرول په لاس کې لري. او کله چې نظامونه دې کمزورۍ ته تسلیم شي، دوی یې له خپلو جیوپولیټیکي دښمنانو سره په خپلو شخړو کې د سونګ په توګه کاروي، ترڅو دا شیطاني دایره بې پایلې دوام وکړي.
په بنګله دېش کې د حاکمو ډلو او سیاسي اشرافو غبرګون خورا مشکوک دی. دوی څنګه دا جال پرېکنده بریا بولي؟! دا یوازې هغه وخت امکان لري چې دوی د امریکایی کیسې برخه وي، او په حقیقت کې دوی د ډوډۍ د ټوټو لپاره خپل خلک غولوي.
د بنګله دېش خلک، لکه څنګه چې د نړیوالې سوداګرۍ ډله ده، د امریکا له تسلط څخه د خلاصون لپاره سخته اړتیا لري. او دا د سوسیالیزم له لارې نه شي کیدی چې سخته ناکامه شوې ده، او نه د لویدیځو ماډلونو له لارې چې د انسان فطرت ته پام نه کوي. مګر یوازینۍ حل لاره اسلام دی، د خلافت دولت چې په دې رباني اصل ولاړ دی یوازې د دې توان لري چې نړۍ د امریکایی ګمرکي تعرفې له ترهګرۍ وژغوري. همدارنګه خلافت به د خدای تعالی د حکم په تطبیق سره دوه ګونی پولي معیار (سره زر او سپینه زر) بیرته راولي. او د سرو زرو او سپینو زرو پر بنسټ پولي نظام به په پیر او پلور کې عدالت تضمین کړي، او د ډالرو د چاپولو لپاره د امریکا غیرقانوني امتیاز به مات کړي، چې دا به په اقتصادي مسایلو کې د تجاوز او باج اخیستو څخه منع کړي. او حزب التحریر یوازینی وړ رهبري ده د مسلمانانو په هیوادونو کې د خلافت په تاسیس سره د اسلامي ژوند بیا پیلولو لپاره، او دا به نړیواله سوداګري د دې امریکایی اقتصادي ترهګرۍ په وړاندې د حرکت کولو لپاره رهبري کړي.
دا د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر رادیو لپاره لیکل شوی
ريسات أحمد
په بنګله دېش ولایت کې د حزب التحریر د مطبوعاتي دفتر غړی