د سراب پسې د منډې څلورمه عربي غونډه!!
خبر:
د تېرې سه شنبې او چهارشنبې په ورځو د الجزایر په هېواد کې د برابرۍ لپاره څلورمې عربي غونډې د "خبرو اترو او حل لارو" تر عنوان لاندې د ملي پیوستون، کورنۍ او ښځو چارو وزارت او د ملګرو ملتونو د لوېدیځې آسیا د اقتصادي او ټولنیزې کمېټې (ESCWA) په همکارۍ تر سره شوې. په دې غونډه کې د نابرابرۍ د زیاتوالي د مخنیوي لپاره د جرئتمندو اصلاحاتو غوښتنه وشوه.
تبصره:
د برابرۍ لپاره څلورمه عربي غونډه سږ کال په الجزایر کې جوړه شوه، لکه څنګه چې پخوانۍ غونډې په ۲۰۲۲ کال کې په عمان، په ۲۰۲۳ کال کې په بیروت او په ۲۰۲۴ کال کې په قاهره کې جوړې شوې وې، دغې غونډې د "ټولنیز خوندیتوب د پراخو او انعطاف منونکو نظامونو وړتیا د نابرابرۍ د راکمولو لپاره" مفکورې باندې تمرکز وکړ، همدارنګه په کې بحثونه وشول او د دوی له نظره د سیمه ایزو او نړیوالو غوره کړنو بیلګې وړاندې شوې، کوم چې برابري پیاوړې کوي، او په پای کې راتلونکو سیاسي وړاندیزونو او سپارښتنو ته ورسېدل.
د غونډې له مهمو غوښتنو څخه یوه دا وه چې د نابرابرۍ د زیاتوالي د مخنیوي او د ټولنیز خوندیتوب د نظامونو د اغیزمنتیا او ځواب ویلو وړتیا د پیاوړتیا لپاره باید جرئتمندانه اصلاحات رامنځ ته شي.
د ملګرو ملتونو او د هغوی د څانګو د عادت له مخې، یو څوک اړ دی چې هڅه وکړي ترڅو وړاندې شوي حلونه او هغه سختې اصطلاحات چې دوی یې په خپلو بیانونو کې کاروي، په حقیقت کې پوه شي. د مثال په توګه، ایا هغه سپارښتنه چې دوی ورته ورسېدل "د ټولنیز خوندیتوب د نظامونو د اغیزمنتیا او ځواب ویلو وړتیا پیاوړتیا"، ایا دا په حقیقت کې یو عملي، محسوس او د پوهیدو وړ حل منعکس کوي چې نابرابري حل کوي؟!
هغه ترخه حقیقت چې دوی پټوي هغه دا دی چې د جنسیتي برابرۍ په لټه کې سراب او وهم په دښته کې ځغلوي چې تر افق پورې غځېدلې ده، او په هره غونډه کې د دوی چیغې او ویره د دوی د حل لارو او ستراتیژیو ناکامي تاییدوي.
له بده مرغه، عربي هېوادونه په همدې لار کې پیسې او هڅې لګوي او د دوی همدغه پروژې مني.
لکه څنګه چې په هغه راپور کې راغلي چې د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې او د ملګرو ملتونو د اقتصادي او ټولنیزو چارو ادارې په خپله په ۲۰۲۴ کال کې د جنسیتي برابرۍ په اړه د پایدارې پراختیا لپاره د ۲۰۳۰ کال د پلان د پایلو په اړه خپور کړی، له ۲۰۳۰ کال څخه یوازې شپږ کاله مخکې، له دې هدف څخه یوه نښه هم په بشپړه توګه نه ده ترلاسه شوې.
نو ولې په همدې لاره ټینګار او د غونډو او کنفرانسونو دوام سره له دې چې دوی د هغه ځلیدونکو شعارونو په ترلاسه کولو کې پاتې راغلي چې دوی یې ډنډورې وهي؟!
د ملګرو ملتونو له خوا له تاسیس راهیسې د نړیوالو ادعاوو او تړونونو دروغجن والی هر هوښیار سړی پوهوي چې د دوی د پروګرامونو او سپارښتنو اصلي موخې هغه څه نه دي چې اعلان شوي، او عربي هیوادونه د رمې په څیر د شپون په لاس کې دي، نه اراده لري او نه حاکمیت، دوی د جنسیتي برابرۍ په پروژو کې ځکه مخکې ځي چې دا د دوی د خلکو په ګټه او خیر کې ده، بلکې دا د دوی د بادارانو له خوا دیکته کیږي.
دا لیکنه د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر رادیو لپاره لیکل شوې
منة الله طاهر