په برېتانیا کې د فلسطین پلوي اپوزیسیون سیاسي ځپل
(ژباړه)
خبر:
د ۲۰۲۵ کال د جولای په پنځمه، د برېتانیا حکومت د فلسطین اکشن سازمان منع اعلان کړ، چې دا یو سوله ییز کمپاین دی چې په غزه کې د نسل وژنې کوونکي یهود رژیم ته د برېتانیا نظامي مرستې په نښه کوي. دغه سازمان د تروریزم ضد قانون له مخې منع شو، چې له امله یې د سازمان ملاتړ کول غیر قانوني او تر ۱۴ کلونو پورې د بند سزا لري. د کورنیو چارو وزیرې، ایویټ کوپر، دغه سازمان وروسته له هغې منع کړ چې غړو یې د برېتانیا شاهي هوايي ځواک په الوتکو سره سره رنګ وشینده، خو منتقدینو اشاره وکړه چې دا کار د ملکیت تخریب و، نه تاوتریخوالی.
په هغو اونیو کې چې وروسته تېرې شوې، پولیسو د هېواد په ګوټ ګوټ کې د تروریزم ضد قوانینو له مخې تر ۱۰۰ ډېر کسان ونیول، چې په دوی کې یو ۸۳ کلن پادري او د کویکر فرقې متقاعدین هم شامل وو. ان وسله والو افسرانو د هغو کسانو د نیولو ګواښ وکړ چې د "غزه ازاده کړئ" یا "نسل وژنه" شعارونه یې لېږدول.
تبصره:
لومړی هدف په صهیونیزم باندې اسلامي مخالفت و، خو اوس په انګلستان کې د سیاسي کیڼ اړخونو وار راغی. د ترهګرۍ ضد تر نامه لاندې د نسل وژنې په وړاندې د سوله ییزو لاریونونو دا بې رحمانه ځپل د یهود رژیم په اړه د هر جدي انتقاد د یهودیت ضد بللو لپاره د یوې ژورې ریښې لرونکې کمپاین برخه ده، چې دا د جرمونو مور ده. په منځني ختیځ کې د لویدیځ صهیونیسټي پروژې د ملاتړ لپاره د یهودانو تقدس ته وده ورکول په زړه پورې ابعادو ته رسېدلې، چې په همدې اونۍ کې د کارګر ګوند د استازې ډیان ابوت - چې د عوامو په جرګه کې ترټولو لویه تور پوستې ښځه ده - غړیتوب د هغې د پخوانیو څرګندونو په اړه د دفاع وروسته وځنډول شو.
ابوت په ۲۰۲۳ کال کې لیکلي وو چې "یهودان، ایرلینډیان او مهاجرین له توکمپالنې سره ورته تعصب سره مخ دي، خو د رنګ لرونکو خلکو په څېر د خپل ژوند په اوږدو کې نه". د هغې توپیر د یهودیت ضد تورونو سیلاب راوپاروه، او هغې په هغه وخت کې بخښنه وغوښته، خو لا هم معلقه ده. ابوت وروسته بي بي سي ته وویل چې هغه په اصلي ټکي ټینګه ده: "ښکاره خبره ده چې د رنګ په اړه د توکمپالنې او د نورو ډولونو توکمپالنې ترمنځ توپیر شتون لري، ځکه چې تاسو ممکن یو مهاجر یا یهودي وګورئ چې په سړک روان وي، او تاسو به یې ونه پېژنئ. تاسو به تر هغه وخته نه پوهېږئ تر څو چې تاسو ورسره خبرې ونه کړئ یا په یوه غونډه کې ورسره نه یاست. خو که تاسو یو تور پوستکی وګورئ چې په سړک روان وي، تاسو به سمدلاسه پوه شئ چې هغه تور پوستکی دی. دا دوه مختلف ډوله توکمپالنه ده". له همدې امله، د کارګر ګوند هغې سمدلاسه وځنډوله.
د سیوري حکومت پخواني ماليې وزیر، جان مکډونیل، د یوې مرکې په خاطر د ابوت مجازات "چې هغې په کې په ښکاره توګه د یهودیت ضد او د توکمپالنې ټول ډولونه وغندل" "ډېر عجیب" وبلل، په داسې حال کې چې ډېرو با نفوذه څېرو د توکمپالنې ژبې کارولو لپاره هیڅ سزا نه ده لیدلې.
د ابوت جرم د لویدیځې عقیدې خلاف و چې د یهودیت ضد یو ځانګړی شر دی، او دا چې په انګلستان کې د یهودانو پیژندل ستونزمن دي، نو په حقیقت کې دوی د مختلف رنګ پوستکي خلکو په پرتله لږ توکمپالنه تجربه کوي. په یهودیت ضد د یهود رژیم سره د مخالفت جعلي انډول د ۲۰۲۴ کال په جنورۍ کې د برېتانیا لخوا د تحریر ګوند د منع کولو لپاره کارول شوی و. د کورنیو چارو وزیر جیمز کلیورلي ادعا وکړه چې د تحریر ګوند "په فعاله توګه ترهګري ته وده ورکوي او هڅوي"، د بېلګې په توګه د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر د اوومې نیټې د بریدونو د لمانځلو له لارې، سره له دې چې دا په پراخه کچه پیژندل شوي چې ګوند یوازې په سیاسي کچه کار کوي.
د ترهګرۍ ضد شنونکو د کلونو راهیسې خبرداری ورکړی چې د تحریر ګوند منع کول په دې توګه یو سیاسي اشاره ده نه د ترهګریز ګواښ په وړاندې غبرګون. د الاقصی طوفان عملیاتو په تعقیب د غزې په وړاندې د یهود رژیم د نسل وژنې له برید وروسته، د فلسطیني ملکي وګړو په وړاندې د ورځنیو وژنو په اړه نیوکې زیاتې شوې، چې مسلمانان او د برېتانیا د ټولنې نورې برخې هم پکې شاملې وې. ادعا وشوه چې د یهودیت ضد په پراخه کچه زیات شوی، خو دا په یوه ناوړه دروغ ولاړ و چې د یهود رژیم نیوکه د یهودیت ضد ده.
اصلي رسنیو د فلسطینیانو کړاو ته ارزښت کم کړ او د صهیونیسټي روایت سره یې بې انډوله خواخوږي وښودله. لومړی، د تحریر ګوند منع شو، بیا سیکولر فلسطیني غورځنګ، او په دې وروستیو کې، د کارګر ګوند یو استازی د دویم ځل لپاره مجازات شو. د ویرې فضا خپره ده، په کوم کې چې غلطې خبرې جرم ګڼل کیږي. هیڅوک د یهودیت ضد تور څخه خوندي نه دي؛ یقیناً مسلمانان، نه کیڼ اړخي، او نه هم یهودان د یهودیت ضد تور څخه خوندي نه دي که چیرې دوی په انګلستان کې د ټولنیزې ویناوې تحریفونکو مقدس عقایدو سره مخالفت وکړي یا حتی پوښتنه ترې وکړي.
د تحریر ګوند د مرکزي مطبوعاتي دفتر د راډیو لپاره لیکل شوی
ډاکټر عبدالله روبین