
4/8/2025
الرادار: الفاشر د امريکا د دارفور د بېلولو د پلان قرباني کېږي
د استاد/ ابراهيم عثمان (ابو خليل) په قلم
په الفاشر کې د امنيتي او بشري حالاتو د چټک خرابېدو په نظر کې نيولو سره، د تاسيس د حکومت د رياستي شورا غړي الطاهر حجر او د دارفور د سيمې والي الهادي ادريس د ښار اوسېدونکو ته عاجله غوښتنه وکړه، چې له ښار څخه سمدستي ووځي او د الفاشر شمال لوېديځ ته د قرني سيمې ته لاړ شي، چېرته چې د تاسيس د اتحاد ځواکونه خپاره دي، چې د ملکي وګړو او د هغوی د بنسټيزو خدماتو د خونديتوب لپاره يې بشپړ چمتووالی اعلان کړی دی. (د سوډان خبرونه، 1/8/2025).
تبصره:
دا څرګندونې په داسې وخت کې کېږي، چې د الفاشر ښار له څه باندې يو نيم کال راهيسې کلابند دی او د سوډان د پوځ او چټک غبرګون ځواکونو ترمنځ پکې نښتې روانې دي، چې له امله يې بشري بحران نور هم زيات شوی او ځايي خلکو ته د مرستو رسولو کې خنډ رامنځته شوی دی. د الجزيرې نيټ د پاڼې د 29/7/2025 نېټې په ليکنه کې داسې راغلي: د لوږې او د اکمالاتو د نشتوالي له امله قحطي خپره شوې او د جګړې د يوې وسلې په توګه د ملکي وګړو په ضد کارول کېږي، د ځايي خلکو د شهادتونو له مخې، چې څارونکو داسې بيان کړې، چې په خوراکي توکو او بنسټيزو مالونو کې د بشپړ نشتوالي له امله په ورو ډول وژنه ده. فعالانو دا وضعيت د لسګونو کلونو راهيسې په سوډان کې د لوږې تر ټولو ناوړه څپه وبلله، چې نړيوال يې پرې سترګې پټوي.
الجزيرې نيټ ته په خپلو خبرو کې د شمالي دارفور والي حافظ بخيت وويل چې د الفاشر ښار کې د خلکو د ژوند وضعيت په بشپړه توګه مخ په ځوړ روان دی، تر دې چې ځينې اوسېدونکي د څارويو په واښو (امباز) ځانونه مړه کوي، چې دا د ناورين ژوروالی څرګندوي. د سياسي ګوندونو او مقاومت کمېټو په يوه ګډه اعلاميه کې په الفاشر باندې د وحشيانه محاصرې غندنه شوې او دا يې جنګي جرم او د بشريت پر ضد جرم بللی دی.
معلومه ده چې الطاهر حجر او الهادي ادريس د امريکا پلويان دي او د الفاشر څخه د خلکو تشول د چټک غبرګون ځواکونو په ګټه دي، ترڅو هغوی په اسانۍ سره ښار ونيسي او د ملکي وګړو د کړاوونو په اړه له شرمه خلاص شي.
د تېرې دوشنبې په شپه په بورتسوډان کې په يوه خبري کنفرانس کې د دارفور د سيمې والي مني آرکو مناوي د الفاشر له بحران سره د سوډان د رسمي چلند څخه نيوکه وکړه. هغه وويل چې په الفاشر کې د روان بحران په اړه د رسمي ادارو او مختلفو سازمانونو په چلند کې ښکاره سستي ليدل کېږي او ټينګار يې وکړ چې دا سستي وروسته له هغه راڅرګنده شوه چې له چټک غبرګون ځواکونو څخه پلازمېنه خرطوم او الجزيره بېرته ونيول شول. مناوي د چټک غبرګون ځواکونو او د انقلاب د مدني ديموکراتيکو ځواکونو له ائتلاف (صمود) سره د اړيکو په اړه هم مخالفت ونه ښود. همدارنګه د مناوي د غورځنګ پخواني وزير محمد بشير ابو نمو په خپل فيسبوک پاڼه کې د “المغيب” څخه مخکې د الفاشر لپاره وروستۍ چيغه تر عنوان لاندې ګرمې خبرې وکړې او ويې ويل چې په ورته وخت کې يو بشپړ حکومت په خپلو وسله والو او ګډو ځواکونو او د هغوی اړوند کنډکونو او د هغوی د پلويانو سره نه شي کولای چې د الفاشر خلکو د ژغورلو لپاره هوايي اکمالات وکړي او همدارنګه له مياشتو راهيسې په کردفان محور کې راټول شوي ځواکونه هم نه شي حرکت کولای…
د مناوي او ابو نمو دا څرګندونې د خطر احساس دی، ځکه چې د الفاشر سقوط د دوی د سياسي ژوند پای ته رسوي، ځکه چې د الفاشر په سقوط سره به ټول دارفور د چټک غبرګون ځواکونو په لاس کې ورشي او په پايله کې به مناوي او جبريل او د دارفور نورو غورځنګونو ته سياسي ملاتړ له لاسه ووځي او د بريتانيا پلويان به له مدني وګړو او وسله والو غورځنګونو څخه په داسې وضعيت کې وي، چې د حسد وړ نه وي او د امريکا پلويان به د پوځ او چټک غبرګون ځواکونو او د هغوی متحدو غورځنګونو له مشرانو څخه د سوډان په چارو کې واک په لاس کې واخلي.
دا د افسوس ځای دی چې په الفاشر او نورو سيمو کې خلک د امريکا د هغو پلانونو په پلي کولو سره له لوږې او يا په ډزو مړه کېږي چې غواړي د سوډان ځينې پوځيان او مدنيان د لنډمهالې واکمنۍ او زړو څوکيو په موخه د سوډان په تجزيه کې مرسته وکړي. د سوډان په وفادارو خلکو لازم دي چې د حزب التحرير سره په ګډه کار وکړي ترڅو سوډان او ټول مسلمان هېوادونه د نبوت په طريقه د خلافت په دوهم دولت کې سره متحد کړي، چې د امريکا او نورو استعمارګرو کفارو لاسونه به زموږ په هېوادونو او شتمنيو کې له لاسوهنې څخه پرې کړي.
دا ليکنه د حزب التحرير د مرکزي مطبوعاتي دفتر له پاره شوې ده
ابراهيم عثمان (ابو خليل)
په سوډان ولايت کې د حزب التحرير رسمي وياند
سرچینه: الرادار
