
2025-11-7
رادار: بريتانيا په الفاشر کې په روانو حالاتو باندې د تمساح اوښکې تویوي!
د استاد/ابراهیم عثمان (ابو خلیل) لخوا
د برتانيې د بهرنيو چارو وزيرې، ايويټ کوپر ويلي، نړيوالې ټولنې په غزه کې د اوربند په ټينګښت کې د پام وړ پرمختګ کړی، خو په سوډان کې د مخ پر خرابېدونکي بشري ناورين په کابو کولو کې پاتې راغلې ده، کوپر په بحرين کې د المنامه د خبرو اترو په ۲۱مه غونډه کې د خپلې وينا پر مهال ټينګار وکړ، چې په منځني ختيځ کې سيمه ييز بحرانونه په بې ساري توګه سره تړلي دي، او زياته يې کړه چې د هغې اغېزې د نړۍ امنيت او اقتصاد ته هم رسيږي. (الجزیره 1/11/2025)
د برتانيې د بهرنيو چارو وزيرې دا وينا په سوډان کې د نفوذ پر سر د روانې شخړې په لړ کې ده، بريتانيا چې په سوډان کې د ځان لپاره د پښې ايښودلو په لټه کې ده، وروسته له هغې چې امريکا په هغه باندې د خپلو پوځي کسانو په واسطه تسلط ټينګ کړ، دا بريتانيا په خپلو ټولو سياسي او رسنيو ځواک سره هڅه کوي چې په سوډان کې د روانې جګړې وحشتونه ښکاره کړي، نه د سوډان د خلکو سره د مينې له امله، بلکې د دې لپاره چې امريکا د خپلو کسانو په ښودلو سره په جرمونو او وژنو تورنه کړي، په داسې حال کې چې بريتانيا په غزه کې د يهودو د رژيم لخوا د جنګي جرمونو، توکميزې تصفیې، او د اوسېدونکو په سر د کورونو نړولو او نورو بې شمېره جرمونو په اړه سترګې پټې کړې، بلکې بريتانيا تر اوسه پورې د يهودو د رژيم ملاتړې ده.
کفر يوه ټولنه ده، کله چې دوی د مسلمانانو سره جګړه کوي، دوی سره يوځای کیږي، خو د سوډان جګړه توپير لري، هغه کسان چې جنګيږي مسلمانان دي، خو دوی د امریکا پیروي کوي، په سوډان کې جګړه په اصل کې د برتانیې د خلکو له واکه لیرې کولو لپاره ده، که څه هم قیمت یې وراني، تباهي، وژنه، جنسي تیری او د نړۍ ټول جرمونه وي، نو له همدې امله هرکله چې بريتانيا ته موقع په لاس ورځي، هڅه کوي چې د امريکا د پوځيانو لخوا د پوځ او چټکو ځواکونو له خوا د جنګي جرمونو ښکاره کړي، په ځانګړې توګه چټک ځواکونه، د مثال په توګه د 2023 کال د سپتمبر په مياشت کې د جګړې له پيل راهيسې بريتانيا او څلورو اروپايي هېوادونو د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته د پریکړې مسوده وړاندې کړه چې د سوډان د پوځ او چټکو ځواکونو لخوا د بشري سرغړونو په اړه د څېړنو لپاره د یوې نړیوالې کمېټې د جوړولو غوښتنه کوي، بلکې د الفاشر د وروستیو پېښو څخه يې هم ګټه پورته کړه، ځکه چې د 2025 کال د اکتوبر په 30 مه نېټه يې اعلان وکړ چې په سوډان کې د ډیپلوماټیکو ماموریتونو د مشرانو او نړیوالو شریکانو په کوربه توب یې په الفاشر کې د وضعیت په اړه په دې اونۍ کې یوه غونډه جوړه کړې ده، چې هلته په ښار کې د چټکو ځواکونو د پرمختګ په پایله کې ځینې ځانګړي او مستند شوي وحشتونه دوی ته په ګوته شول.
دا کار چې بريتانيا کړی دی، د دې لپاره نه دی کړی چې هغه د بشري حقونو د ساتلو په اړه لېواله ده لکه څنګه چې ادعا کوي، په دې خاطر چې د کافرو استعمارګرو په نزد د بشري حقونو څخه موخه د سپین پوستو اروپایانو او امریکایانو حقونه دي، خو نور د ژوند کولو حق هم نه لري! هغه خونړۍ جګړې چې په نړۍ کې روانې دي، په زیاتره مواردو کې مسلمانان قرباني کیږي، دا د لویدیځ د نفوذ او د سرچینو د کنټرول لپاره روانې جګړې دي، مسلمانان په ختیځ ترکستان، میانمار، کشمیر، غزه او لویدیځه غاړه کې د کافرانو او مشرکانو په لاس وژل کیږي، او په سوډان، یمن، لیبیا او نورو سیمو کې د استعماري هیوادونو د اهدافو د پوره کولو لپاره مسلمانان په خپلو کې جګړه کوي، او الله سبحانه وتعالی موږ ته څرګنده کړې ده چې کافران زموږ دښمنان دي او زموږ لپاره خیر نه غواړي، الله عزوجل فرمایي: ﴿إِنَّ الْكَافِرِينَ كَانُوا لَكُمْ عَدُوّاً مُبِيناً﴾، او الله سبحانه فرمایي: ﴿مَا يَوَدُّ الَّذِينَ كَفَرُوا مِنْ أَهْلِ الْكِتَابِ وَالْمُشْرِكِينَ أَنْ يُنَزَّلَ عَلَيْكُمْ مِنْ خَيْرٍ مِنْ رَبِّكُمْ﴾.
او اسلامي امت له دې حالت څخه نه شي وتلای مګر دا چې خپلې عقیدې ته راوګرځي او خپل سیاسي نظام د خپلې اسلامي عقیدې په اساس جوړ کړي، د نبوت پر منهج خلافت راشده چې د کافرانو د لاسوهنو مخه نیسي او د هغوی هغه لاسونه چې زموږ په هېوادونو کې لوبې کوي، پرې کوي، بلکې دوی ته رڼا او خیر وړي ترڅو دوی د کفر له تیارو څخه د اسلام رڼا ته راوباسي.
ابراهیم عثمان (ابو خلیل)
په سوډان ولایت کې د حزب التحریر رسمي ویاند
منبع: رادار
