
6-11-2025
الرادار: حزب التحرير ولاية السودان.. بيان صحفي أمريكا الساعية لسلخ دارفور تثير قضية أبيي وتهدد وتتوعد!
له دې وروسته چې په ۲۰۱۱م کال کې د سوډان جنوب له شمال څخه جلا شو، د ابيي سیمه پرېښودل شوه، چې پرې لانجه وه او د دواړو خواوو؛ جنوب او شمال پورې تړاو یې نه و ټاکل شوی، ځکه ټاکل شوې وه چې په ابيي کې په ۲۰۱۱م کال کې ټولپوښتنه وشي، چې د سوډان د جنوب له ټولپوښتنې سره هممهاله وه، ترڅو د شمال او جنوب پورې د سیمې تړاو وټاکي، خو ټولپوښتنه د دې لپاره ونه شوه، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر دې لانجه وه چې په ټولپوښتنه کې څوک د رایې ورکولو حق لري! ځکه په سیمه کې د جنوب اړوند قبیلې اوسېږي چې هغه د دینکا نقوک قبیله ده او بله د شمال اړوند قبیله ده چې هغه المسیرية قبیله ده، او طبعاً دینکا به دا ونه مني چې له خپلې قبیلې څخه جلا شي ترڅو د شمال له دولت سره یوځای شي ځکه هغوی به د سوډان په دولت کې تر ټولو کمزورې کړۍ وي، همدارنګه المسیرية به دا ونه مني چې له خپلې قبیلې څخه جلا شي ترڅو د جنوب له دولت سره یوځای شي ځکه هغوی به هم په دولت کې تر ټولو کمزورې کړۍ وي.
وروسته په ۲۰۱۲م کال کې په سیمه کې لنډه جګړه ونښته، خو د ابيي لپاره د ملګرو ملتونو د امنیتي ځواکونو (یونیسفا) په جوړولو سره پای ته ورسېده، او د ۲۰۲۰م کال په نومبر میاشت کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د سوډان او جنوبي سوډان ترمنځ د پاتې دوه اړخیزو مسایلو، او د جنوبي کردفان او نیلي نیل ایالتونو د وضعیت په اړه د خپلې ۲۰۴۶ شمېرې پرېکړې د پلي کولو په اړه غونډه وکړه، خو د ابيي په اړه یې کومه څرګنده پرېکړه صادر نه کړه.
وروسته پرون د شنبې په ورځ د 2025/11/5 وروستۍ غونډه وه، چې په هغې کې امریکايي سفیر مایکل والتز د سوډان شمال او جنوب ته ګواښ وکړ، چې هغه به د ملګرو ملتونو د سولې ساتونکو ځواکونو (یونیسفا) د ماموریت له تمدید سره مخالفت وکړي، چې د دوی ماموریت د روان نومبر په 15 پای ته رسېږي، که چېرې دواړه خواوې د سولې تړون ته خپلو ژمنو ته ژمن نه وي، چې له مخې یې جنوبي سوډان جلا شو.
موږ د حزب التحرير/ ولاية السودان په توګه، د 2011/5/21 په یوه خبري اعالمیه کې د نیواشا تړون له خطرناکوالي څخه خبرداری ورکړی و، او ټینګار مو وکړ چې د ابيي سیمه به د (د سوډان کشمیر) وي؛ یوه لانجمنه سرحدي قضیه، او اوس زموږ له دې خبرې څخه 14 کاله تېرېږي، او د ابيي قضیه لا هم په خپل ځای ولاړه ده، او دا په استعماري هېوادونو باندې عجبه نه ده، ځکه د اسلامي هېوادونو ترمنځ لانجمنې سیمې شته؛ په ځانګړې توګه عربي سیمه، چې په 1916م کال کې د سایکس پیکو د بدنام تړون له لارې ووېشل شوه، او د هغې په اړه لانجه لا نه ده حل شوې، ځکه دا په خپله موخه ده، او د دې ښه بیلګه د مصر او سوډان ترمنځ د حلايب او شلاتين پر سر لانجه ده.
او دا قضیې چې په اصل کې د مسلمانانو د هېوادونو په پولو کې دننه دي، تر هغه وخته نه حل کېږي، ترڅو چې د خلافت دولت جوړ نه شي، چې د ټولو مسلمانانو هېوادونه به سره متحد کړي، ځکه د پولو په اړه به هیڅ لانجه نه وي، ځمکه به یا د اسلامي خراجي ځمکه وي یا عشري، او دا د دې غوښتنه کوي چې امت د نبوت په منهج باندې د یو داسې راشده دولت د جوړولو لپاره راپورته شي، چې زموږ له هېواد څخه د استعمارګر کافر لاس پرې کړي.
د جمادی الاولی 15مه، 1447هـ
2025/11/06م
ابراهيم عثمان (ابو خليل)
د حزب التحرير رسمي وياند
په ولاية السودان کې
المصدر: الرادار
