
3-11-2025
الرادار: د سودان په ایالت کې د حزب التحریر لخوا د امت د قضیو میاشتنۍ غونډه د الفاشر تر سرلیک لاندې په سوډان کې د نړیوالې جګړې تر ټولو سخته مرحله تر سره شوه
د امت د قضیو غونډه د حزب التحریر په دفتر کې / د سودان ایالت
د سوډان په ایالت کې د حزب التحریر مطبوعاتي دفتر د امت د قضیو میاشتنۍ غونډه د الفاشر تر سرلیک لاندې په سوډان کې د نړیوالې جګړې تر ټولو سخته مرحله د شنبې په ورځ د جمادی الاول د میاشتې په 10مه نیټه 1447 هـ چې د 2025/11/01 نیټې سره سمون خوري د دوی په دفتر کې په پورټ سوډان کې تر سره کړه په دې غونډه کې هر یو استاد محمد جامع ابوایمن د سوډان په ایالت کې د حزب التحریر د رسمي ویاند مرستیال او استاد ابراهیم مشرف د سوډان په ایالت کې د حزب التحریر د مطبوعاتي دفتر غړي خبرې وکړې.
د ښه راغلاست وروسته استاد داوود عبدالله د غونډې مسؤل په لومړۍ پاڼه کې لومړی ویناوال استاد ابوایمن معرفي کړ چا چې په منځني ختیځ کې د نړیوالې جګړې تاریخ او په ځانګړي توګه په سوډان کې د امریکا او انګلستان ترمنځ بیان کړ او دا چې څنګه نفوذ په سوډان کې د نمیری د کودتا راهیسې د امریکا متحده ایالاتو په ګټه ټینګ شوی دی 1969 د بشیر حکومت ته چې د سوډان سویل یې جلا کړ او انتقالي حکومت ته چې د انګریزانو سړي عبدالله حمدوک او قحت یې د سوډان له حرکت وروسته چې بشیر یې راوپرځاوه شامل کړل او دا چې څنګه امریکا د اپریل په 15/04/2023 د خپلو دوو سړیو برهان او حمیدتي ترمنځ جګړه پیل کړه ترڅو د انګریزانو هغه سړي له منځه یوسي چې نږدې وو په سوډان کې د امریکا نفوذ له منځه یوسي. بیا دا جګړه د دوی ترمنځ تر هغه وخته روانه وه ترڅو چې په فاشر کې سخته شوه چیرته چې دوی غوښتل د اروپا پورې اړوندو وسله والو ډلو مناوي او جبریل ملا ماته کړي.
بیا استاد ابراهیم مشرف په خپله پاڼه کې د هغو شرعي حل لارو په اړه خبرې وکړې چې باید زموږ له هیواد څخه د استعمار د ریښو ایستلو لپاره ونیول شي او دا پدې معنی ده چې په ماتې خوړلو ملتونو باندې سیاسي، پوځي، کلتوري او اقتصادي واکمني تحمیل شي ترڅو له دوی څخه ګټه پورته شي. او دا چې مسلمانانو د استعمار له خطر څخه غفلت کړی دی او د استعمارګرو د مجرمو سازمانونو لکه برومیدیوشن او د امریکا د سولې انستیتوت او چټام هاوس او نورو په مداخلې یې په خپلو قضیو کې تکیه کړې ده او دا سیاسي ځان وژنه او د امت سره خیانت دی. او دا چې اسلام د استعماري تسلط ټولو بڼو ته په شرعي احکامو سره رسیدګي کړې ده چې حزب التحریر د کتاب او سنت څخه په 191 مادو کې د اساسي قانون په یوه مسوده کې تفصیلي بیان کړی دی او په خپله پاڼه کې یې د خلافت د اساسي قانون د مسودې ځینې مادې یادې کړې.
په تالار کې دننه او د ټولنیزو رسنیو له لارې حاضرینو له غونډې سره تعامل وکړ او پلیټ فارم ټولو پوښتنو او تبصرو ته ځوابونه وویل.
د سوډان په ایالت کې د حزب التحریر مطبوعاتي دفتر
منبع: الرادار
