
17-10-2025
الرادار: د سودان خلک به کله د حق ناصر ومومي چې هغوی وژغوري؟
لیکنه/غاده عبدالجبار (أم أواب)
سودان تربیون وېبپاڼې خبر ورکړی چې د چټکو ځواکونو لخوا د جمعې او شنبې په ورځو کې د شمالي دارفور ولایت په پلازمېنه الفاشر ښار کې د بې ځایه شویو کسانو په یوه سرپناه باندې د بریدونو په پایله کې لږترلږه 60 ملکي وګړي وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.
چټکو ځواکونو له څو ورځو راهیسې په توپونو او بې پیلوټه الوتکو سره ملکي اهداف په نښه کول، چې له امله یې په الفاشر کې بازارونه، د اوبو سرچینې او روغتیایي اسانتیاوې له منځه تللي، او وخت په وخت د بې ځایه شویو د غونډو ځایونه هم تالاشي کوي او پراخ سرغړونې کوي چې وژل، نیول او جبري بې ځایه کول پکې شامل دي.
د زمزم کمپ د بې ځایه شویو ویاند، محمد خمیس دوده، سودان تربیون ته وویل، "د چټکو ځواکونو لخوا توغول شوې یوې بې پیلوټه الوتکې نن شنبه د دار الارقم ښوونځی بمبار کړ، چې له امله یې 37 ملکي وګړي ووژل شول، چې ځینې یې په ټولګیو کې ژوندي وسوځول شول". دوده اشاره وکړه چې دا مرکز پرون ماښام د توپونو په ډزو سره هم په نښه شو، چې د ځمکې لاندې پناه ځایونه یې په نښه کړل چې بې ځایه شوي کسان پکې پټ شوي وو، چې له امله یې لږترلږه 30 کسان ووژل شول.
تبصره:
چټکو ځواکونو چې د الفاشر ښار نیولو کې پاتې راغلي دي، ملکي وګړي او هغه زیربناوې، روغتونونه، جوماتونه او پناه ځایونه چې پاتې دي په نښه کوي، ترڅو پاتې ملکي وګړي له دې ستراتیژیک او ډیر مهم ښار څخه وتلو ته اړ کړي، او له همدې امله د نړیوال نظام په لیدو او اوریدو سره د بشریت ضد او ډله ایزې وژنې تر ټولو ناوړه جنایتونه ترسره کوي، خو د امریکا په مشرۍ کافر لویدیځ چې دا جګړه یې پیل کړې، هیڅ حرکت نه کوي او په دغو جنایتونو کې لاس لري او پټوي یې، ځکه چې په سودان کې وسله والې ډلې د امریکا د دارفور د وینې په حدودو او د بې ګناه خلکو په کوپړیو باندې د جدا کولو پروژې ته خدمت کوي.
د وسله والو ځواکونو له زامنو څخه مخلصین چیرته دي؟ ایا وخت نه دی رسیدلی چې دوی حرکت وکړي او د امریکا او د هغې د اجیرانو دغه مسخره لوبې ودروي چې په ځمکه او نسل یې تباهي راوستې ده، ترڅو دوی د خدای په وړاندې د حق پلویان ولیکل شي؟؟
زموږ په مقدساتو باندې د کافر اشغالګر تېری نه شي درولای، بلکې له هېواده به یې نفوذ یوازې هغه وخت ختم شي، چې اسلام د نبوت په طريقه د خلافت په قيام سره واک ته ورسيږي، او له دې پرته دا دوامداره بدبختي ده! رسول الله ﷺ فرمایلي دي: «إِنَّمَا الْإِمَامُ جُنَّةٌ يُقَاتَلُ مِنْ وَرَائِهِ وَيُتَّقَى بِهِ».
سرچینه: الرادار
