د اتومي وسلو درلودل یوه جدي اړتیا ده
خبر:
د ایران د انقلابي ګارډ د قوماندان سلاکار الجزیرې ته: مونږ له یوه غدار دښمن سره مخ یو، د هغه د دښمنۍ تکرار ممکن دی، او زمونږ ځواکونه د ځواکمن ځواب ورکولو ته چمتو دي. که اسراییل زمونږ له بریدونو څخه عبرت وانه خلي، نو مونږ به هغه ته یو بل ډیر ځواکمن درس ورکړو. (الجزیره "د ایکس منصه"، د 2025 کال د جولای 2)
تبصره:
د امت دښمنان؛ غاصب رژیم، امریکا او نور لوی هیوادونه اتومي وسلې لري، او د دغو دښمنانو سره مقابله او د هغوی مخنیوی په شریعت کې د اتومي وسلو درلودل او د هغه لپاره تیاری نیول لازمي کوي.
نو جدیت او د مسؤلیت احساس د ننګونې په کچه عملونو ته اړتیا لري، نه داسې شعارونو ته چې نه دښمن وېروي او نه تیری کوونکی شاته کوي.
او له دغو عملونو څخه یو هم د اتومي انرژۍ له نړیوالې ادارې څخه وتل دي، کوم چې په مناسبت سره په غاصب رژیم باندې هیڅ واک نلري.
او د دغو ټولو عملونو په سر کې، د مسلمانانو په منځ کې د شرعي پوهاوي خپرول، او د علماوو د هیئتونو لخوا په دې اړخ کې د فتواوو صادرول دي.
الله تعالی فرمایي: ﴿وَأَعِدّوا لَهُم مَا استَطَعتُم مِن قُوَّةٍ وَمِن رِباطِ الخَيلِ تُرهِبونَ بِهِ عَدُوَّ اللهِ وَعَدُوَّكُم وَآخَرينَ مِن دونِهِم لا تَعلَمونَهُمُ اللهُ يَعلَمُهُم﴾، نو د جګړې لپاره تیاری نیول فرض دي، او دا تیاری باید په داسې ډول ښکاره وي چې دښمنان ووېروي، نو د الله تعالی قول ﴿تُرْهِبُونَ﴾ د تیاری علت دی، او له دې ځایه د وسلو، تجهیزاتو او نورو پوځي وسایلو برابرول فرض دي، چې په هغې کې اتومي وسلې هم شاملې دي، تر څو وېره پیدا شي. او په آیت کې باید ډیره دقیقه پاملرنه وشي چې الله تعالی تیاری د جګړې لپاره نه دی کړی، بلکې د وېرولو لپاره یې کړی دی، او دا ډیره اغیزناکه ده؛ ځکه چې د مسلمانانو په ځواک باندې د دښمن پوهیدل هغه څه دي چې هغه وېروي چې په دوی باندې برید وکړي، او هغه وېروي چې له دوی سره مخامخ شي، او دا د جګړو ګټلو او د بریا ترلاسه کولو لپاره ترټولو غوره لار ده.
که چیرې د مسلمانانو په هیوادونو کې موجود نظامونه نه غواړي یا نشي کولی د اتومي کلب غړیتوب ترلاسه کړي، نو باید د مسلمانانو په منځ کې پوهاوی خپور شي چې یو داسې نظام باید رامنځته شي چې د دې دندې ترسره کول په غاړه واخلي، او د هغې لپاره د بشري، مادي، علمي او ټیکنالوژیکي وړتیاوو د چمتو کولو لپاره اړین تیاری ونیسي. په دې لاره کې د ملیاردونو پانګونه د لویدیځ په بازارونو او بانکونو کې د هغوی د کنګل کولو څخه غوره ده، یا د سیاحتي تاسیساتو، لوړو ودانیو او سپورتي کلبونو په برخه کې د هغوی ضایع کول.
د حزب التحریر د مرکزي مطبوعاتي دفتر د راډیو لپاره لیکل شوی
م. اسامه الثوینی