اردوغان: هیله لرو چې بریا به د ایران په برخه وي
اردوغان: هیله لرو چې بریا به د ایران په برخه وي

خبر:

0:00 0:00
Speed:
June 22, 2025

اردوغان: هیله لرو چې بریا به د ایران په برخه وي

اردوغان: هیله لرو چې بریا به د ایران په برخه وي

خبر:

د ترکیې ولسمشر اردوغان هیله څرګنده کړه چې بریا به د ایران په برخه وي په هغې مخ په زیاتیدونکې نظامي مقابله کې چې د یهودو رژیم پیل کړې ده... او تمه یې وښودله چې "بادونه به د نتنیاهو د حکومت د خوښې پر خلاف والوزي، ټینګار یې وکړ چې ترکیه به په سیمه کې د سایکس پیکو په څېر د نوي نظام جوړیدو ته اجازه ورنکړي. (آر تي عربي، 2025/06/21م - په لنډیز سره)

تبصره:

لویدیځ هیوادونه او په سر کې یې امریکا، ټول د یهودو د رژیم په ملاتړ باندې متفق دي، امریکا د هغه لومړنی او تر ټولو پیاوړی ملاتړی دی، او که د هغه ملاتړ نه وای، نو هغه به د غزې په برید کولو نه زړیدلی. دوې ورځې مخکې اروپایي اتحادیې یوه اعلامیه خپره کړه چې پکې یې ویلي وو چې موږ د یهودو په امنیت باندې ژمن یو. بناءً پر دې، اې اردوغان! ښه به دا وای چې ته مخکې شوې وای او د ایران څخه مخکې دې د غزې په نصرت کولو کار کړی وای، مګر ستا چوپتیا، د ایران چوپتیا او د اسلامي هیوادونو چوپتیا د هغه څه په اړه چې په غزه کې د وژنو، سوځولو، ورانولو او کډوالۍ په اړه روان دي، دې رژیم ته یې په خپلو جرمونو کې زیاتوالی ورکړ، ځکه چې داسې څوک یې ونه موند چې هغه منع کړي، ادب یې کړي او یا د غزې غچ واخلي.

او مونږ تا ته اې اردوغان وایو چې رسۍ د چاه د خولې سر ته ده لکه څنګه چې متل وایي، یعنې ترکیه د یهودو له رژیم څخه لرې نه ده، یعنې د هغه لپاره هیڅ ممانعت نشته چې په هغې باندې برید وکړي، ځکه چې هغه په خپل ژوند او ځواک کې په لویدیځو هیوادونو او په سر کې یې په امریکا باندې تکیه کوي. او له کله نه هیله جګړې ګټي؟! ایا تا د شاعر دا وینا نه ده اوریدلې: هر څه چې سړی یې هیله کوي هغه ته نه رسیږي *** بادونه د کشتیو د خوښې خلاف لوری ته لګیږي؟!

اې اردوغان! زه تا ته د مسلمانو ترکي سلطانونو یادونه کوم، کله چې د دوی لښکرو د اروپا په زړه کې ګرځېدلې او راتلې، او دې لښکرو د اروپا د پاچاهانو په ستوني پښې ایښودلې. نو زه تا ته د کومو له دغو کسانو یادونه وکړم اې اردوغان؛ د سلیمان قانوني یادونه وکړم، که د محمد الفاتح یادونه وکړم، که د عبدالحمید الثاني یادونه وکړم...؟ او د کومو جګړو یادونه درته وکړم؛ ایا د موهاکوس جګړه تا ته کفایت نه کوي؟ نو که ته د اسلامي همکاریو سازمان ته دروغ وایي، او یا د ترکیې مسلمانو خلکو ته دروغ وایي، نو په حقیقت کې ته خپل ځان ته دروغ وایي.

اې د اسلام امت، اې په ترکیه کې مسلمانانو: په فلسطین، سوریه، لبنان، عراق او ایران کې زموږ د ماتې سبب یو سبب دی، او هغه د همدغو خائنو مزدورانو حکمرانانو شتون دی چې په هغو وژنو باندې چوپ دي کوم چې هلته ترسره کیږي.

او یوازینۍ حل لاره اې مسلمانانو د راشده خلافت بیا راګرځول دي، هغه چې الله عزوجل له مونږ سره وعده کړې ده او رسول الله ﷺ یې زیری راکړی دی، او اسلام او مسلمانانو ته به تر هغه پورې قائمه نه وي تر څو چې د اسلامي هیوادونو وحدت رامنځته نشي او د ژوند په ټولو چارو کې د الله شریعت حاکم نشي او د اسلامي هیوادونو لپاره یو حاکم ونه ټاکل شي چې د اوریدلو او اطاعت کولو باندې ورسره بیعت وشي. او لکه څنګه چې ابوبکر صدیق رضي الله عنه ویلي دي "ما ستاسو والي وټاکل شوم او زه ستاسو څخه غوره نه یم، تر هغه پورې زما اطاعت وکړئ څو چې زه د الله او د هغه د رسول اطاعت کوم"، او هغه هغه څوک دی چې د مرتدینو سره د جګړې لپاره یې لس لښکرې تیارې کړې، سربیره پر دې د اسامه بن زید لښکر هم و چې د رومیانو سره د جګړې لپاره یې ولیږه، دا هغه څه دي چې مونږ یې غواړو اې مسلمانانو. او رسول الله ﷺ رښتیا ویلي دي چې: «بېشکه امام سپر دی، د هغه تر شا جګړه کیږي او په هغه سره ځان ساتل کیږي».

دا لیکنه د حزب التحریر د مرکزي مطبوعاتي دفتر د راډیو لپاره لیکل شوې ده

محمد سلیم – مبارکه ځمکه (فلسطین)

More from خبرونه او تبصرې

ترکیه او عربي رژیمونو له حماس څخه د وسلو ایښودلو غوښتنه وکړه

ترکیه او عربي رژیمونو له حماس څخه د وسلو ایښودلو غوښتنه وکړه

(ژباړل شوی)

خبر:

د جولای په 29 او 30 نیټو د فرانسې او سعودي عربستان په مشرۍ په نیویارک کې د ملګرو ملتونو یو لوړ پوړی نړیوال کنفرانس د "فلسطین قضیې ته د سوله ایزې حل لارې موندل او د دوو دولتونو د حل لارې پلي کول" تر عنوان لاندې جوړ شو. د غونډې په تعقیب، چې موخه یې د فلسطین د دولت په توګه په رسمیت پیژندل او په غزه کې د جګړې پای ته رسول وو، یو ګډه اعلامیه لاسلیک شوه. د اروپايي اتحادیې او د عرب دولتونو لیګ ترڅنګ، ترکیې هم د 17 نورو هیوادونو تر څنګ په اعلامیه لاسلیک وکړ. په دې اعلامیه کې، چې له 42 مادو او یو ضمیمې څخه جوړه شوې وه، د حماس لخوا د الاقصی طوفان عملیات وغندل شول. ګډونوالو هیوادونو له حماس څخه وغوښتل چې وسلې کیږدي او خپل مدیریت د محمود عباس رژیم ته وسپاري. (وکالات، د جولای 31، 2025).

تبصره:

هغو هیوادونو ته په کتو چې کنفرانس یې اداره کاوه، د امریکا شتون په ښکاره ډول څرګند دی، او که څه هم دوی د پریکړو کولو واک یا نفوذ نلري، د سعودي رژیم، د دوی خدمتګار، د فرانسې سره ملتیا تر ټولو ښکاره ثبوت دی.

په دې اړه، د فرانسې ولسمشر ایمانویل ماکرون د جولای په 24 مه وویل چې فرانسه به په سپتمبر کې په رسمي توګه د فلسطین دولت په رسمیت وپیژني، او دا به د G7 هیوادونو څخه لومړنی هیواد وي چې دا کار کوي. د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان آل سعود او د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر جان نويل بارو په کنفرانس کې یو مطبوعاتي کنفرانس جوړ کړ او د نیویارک د اعلامیې موخې یې اعلان کړې. په حقیقت کې، د کنفرانس وروسته په خپره شوې اعلامیه کې، د یهودو د رژیم قتل عامونه وغندل شول پرته له دې چې د دوی په وړاندې کوم مجازات ونیول شي، او له حماس څخه وغوښتل شول چې وسلې کیږدي او د غزې اداره محمود عباس ته وسپاري.

د منځني ختیځ په نوې ستراتیژۍ کې چې امریکا د ابراهیم تړونونو په اساس د پلي کولو هڅه کوي، د سلمان رژیم د برید مشري کوي. له جګړې وروسته به له سعودي عربستان سره د یهودو له رژیم سره عادي اړیکې پیل شي. بیا به نور هیوادونه هم تعقیب کړي، او دا څپه به له شمالي افریقا څخه تر پاکستان پورې په یو ستراتیژیک ایتلاف بدله شي. همدا ډول د یهودو رژیم ته به د دې ایتلاف د یوې مهمې برخې په توګه امنیتي تضمین ورکړل شي. بیا به امریکا دا ایتلاف د چین او روسیې په وړاندې خپله جګړه کې د سونګ په توګه وکاروي، او ټوله اروپا به تر خپلو وزرونو لاندې راولي، او البته، د خلافت دولت د جوړیدو احتمالاتو په وړاندې به یې وکاروي.

د دې پلان په وړاندې اوسنی خنډ د غزې جګړه او بیا د امت غوسه ده، چې مخ په زیاتیدو ده او د چاودنې په حال کې ده. له همدې امله، متحده ایالاتو غوره وګڼله چې اروپايي اتحادیه، عربي رژیمونه او ترکیه د نیویارک په اعلامیه کې د نوښت مشري وکړي. داسې انګیرل کیږي چې په اعلامیه کې د پریکړو منل به اسانه وي.

خو د عربي رژیمونو او ترکیې دنده دا ده چې امریکا راضي کړي او د یهودو رژیم وساتي، او د دې اطاعت په بدل کې، خپل ځانونه د خپلو خلکو له غوسې څخه وساتي او د واک د ارزانه پات شونو سره ذلیل ژوند وکړي تر څو چې وغورځول شي او یا د اخرت په عذاب اخته شي. د اعلامیې په اړه د ترکیې تحفظ، د دوو دولتونو د حل په نوم د پلان د پلي کولو په شرط، یوازې د اعلامیې د اصلي هدف پټولو او د مسلمانانو د ګمراه کولو هڅه ده، او هیڅ ریښتینی ارزښت نلري.

په پای کې، د غزې او ټول فلسطین د آزادولو لاره د یوه خیالي دولت له لارې نه ده چې یهودان پکې ژوند کوي. د فلسطین لپاره اسلامي حل په غصب شوې ځمکه کې د اسلام حکومت دی، او دا د غاصب سره جګړه ده، او د مسلمانانو لښکرې د دې لپاره بسیج کول دي چې یهودان له دې مبارکې ځمکې څخه وباسي. او دایمي او بنسټیز حل د خلافت د راشد دولت جوړول او د خلافت په سپر سره د اسراء او معراج د مبارکې ځمکې ساتنه ده. ان شاء الله، هغه ورځې لرې نه دي.

رسول الله ﷺ وفرمايل: «قيامت به تر هغه وخته نه راځي، تر څو چې مسلمانان له يهودانو سره جګړه ونه کړي، مسلمانان به دوی ووژني، تر دې چې يهودي د ډبرې او ونې تر شا پټ شي، نو ډبره يا ونه به وايي: اې مسلمانه، اې د الله بنده، دا يو يهودي زما تر شا دی، راشه هغه ووژنه» (رواه مسلم)

دا لیکنه د حزب التحریر د مرکزي مطبوعاتي دفتر د راډیو لپاره ده

محمد امین یلدریم

هغه څه چې امریکا یې غواړي د یهودو په وجود رسمي اعتراف دی، حتی که وسلې هم پاتې شي

هغه څه چې امریکا یې غواړي د یهودو په وجود رسمي اعتراف دی، حتی که وسلې هم پاتې شي

خبر:

د لبنان ډېری سیاسي او امنیتي خبرونه د هغې وسلې په اړه دي چې د یهودو وجود په نښه کوي، له بلې هېڅ وسلې پرته او د ډېری سیاسي شنونکو او خبریالانو لخوا پرې تمرکز کیږي.

تبصره:

امریکا غواړي هغه وسلې چې د یهودو سره یې جګړه کړې، لبنان پوځ ته وسپارل شي او د ټولو خلکو په لاس کې پاتې نورې وسلې ورته مهمې ندي چې په کور دننه کې کارول کیدی شي کله چې دوی ته پکې ګټه ښکاري یا په ګاونډیو هیوادونو کې د مسلمانانو ترمنځ.

امریکا چې زموږ د مسلمانانو تر ټولو لوی دښمن دی، دا په ښکاره، بلکې په بې شرمۍ سره وویل، کله چې د هغې استازي براک د لبنان څخه وویل چې هغه وسله باید د لبنان دولت ته وسپارل شي چې د فلسطین د غاصب یهودو په ضد کارول کیدی شي، او نورې هېڅ انفرادي یا منځنۍ وسلې نه، ځکه چې دا د یهودو وجود ته زیان نه رسوي، بلکې د مسلمانانو ترمنځ د جګړې لپاره د تکفیریانو، افراطیانو، رجعت پسندو یا وروسته پاتې په پلمه د امریکا او ټول لوېدیځ خدمت کوي، یا د نورو هغو صفاتو په پلمه چې دوی د مذهب، قومیت، نژاد یا حتی د مسلمانانو او نورو هغو کسانو ترمنځ چې له موږ سره یې سلګونه کاله ژوند کړی او له موږ څخه یې یوازې د عزت، مال او ځان ساتنه لیدلې، تغذیه کوي او موږ پر دوی هغه قوانین پلي کول چې پر ځانونو یې پلي کوو، د دوی لپاره هغه څه دي چې زموږ لپاره دي او د دوی په اړه هغه څه دي چې زموږ په اړه دي. شرعي حکم د مسلمانانو په منځ کې د حکومت اساس دی، که د دوی ترمنځ وي او که د دولت د نورو رعیتونو سره.

څرنګه چې زموږ تر ټولو لوی دښمن امریکا هغه وسلې له منځه وړل یا بې طرفه کول غواړي چې د یهودو وجود ته زیان رسوي، نو بیا ولې سیاستوال او خبریالان په دې باندې تمرکز کوي؟!

او ولې تر ټولو مهم موضوعات په رسنیو او د وزیرانو په شورا کې د امریکایی دښمن په غوښتنه وړاندې کیږي، پرته له دې چې په ژوره توګه وڅیړل شي او په امت باندې د هغې د خطرناکۍ اندازه څرګنده شي، او تر ټولو خطرناکه یې د یهودو له وجود سره د ځمکنیو پولو ترسیم دی، یعنې د دې غاصب وجود په رسمیت پیژندل، او په داسې توګه چې له هغې وروسته هیڅوک حق نلري چې وسلې، یعنې هره وسله د فلسطین لپاره پورته کړي، کوم چې د ټولو مسلمانانو ملکیت دی او یوازې د فلسطین د خلکو نه دی، لکه څنګه چې دوی هڅه کوي موږ قانع کړي لکه څنګه چې دا یوازې د فلسطین خلکو پورې اړه لري؟!

خطر په دې کې دی چې دا موضوع کله د سولې تر عنوان لاندې وړاندې کیږي، کله د روغې تر عنوان لاندې، او کله هم په سیمه کې د امنیت تر عنوان لاندې، یا د اقتصادي، سیاحتي او سیاسي سوکالۍ تر عنوان لاندې، او د هغه سوکالۍ په اړه چې دوی مسلمانانو ته د دې مسخ شوي وجود په رسمیت پیژندلو په صورت کې وعده ورکوي!

امریکا په ښه توګه پوهیږي چې مسلمانان هیڅکله د یهودو په وجود په رسمیت پیژندلو سره راضي کیدی نشي، او له همدې امله تاسو ګورئ چې دوی د نورو لارو څخه دوی ته ننوځي ترڅو دوی له ترټولو مهمې برخلیک ټاکونکې موضوع څخه بې لارې کړي. هو، امریکا غواړي چې موږ د وسلو په موضوع تمرکز وکړو، مګر دوی پوهیږي چې وسلې هر څومره هم قوي وي، هغه به ګټه ونکړي او د یهودو په وجود په وړاندې نشي کارول کیدی که چیرې رسمي لبنان له دوی سره د پولو په ترسیم کولو سره په رسمیت وپیژني، او په دې توګه به دوی د فلسطین د مبارکې ځمکې په اړه د دوی حق په رسمیت پیژني، د مسلمانانو د حاکمانو او د فلسطین د واکمنۍ په پلمه.

د یهودو په وجود دا اعتراف د الله، د هغه د رسول او مومنانو سره خیانت دی، او د شهیدانو د ټولو هغو وینو سره خیانت دی چې د فلسطین د آزادۍ لپاره تویې شوې او لا هم توییږي، او له دې ټولو سره سره موږ لا هم په خپل امت کې د خیر هیله لرو چې ځینې یې په غزه هاشم او فلسطین کې جګړه کوي، او دوی موږ ته په خپلو وینو وایي: موږ به هیڅکله د یهودو وجود په رسمیت ونه پیژنو، حتی که دا موږ ته دا ټول او نور هم قیمت ولري... نو ایا موږ به په لبنان کې د یهودو په وجود په رسمیت پیژندلو سره موافقه وکړو، پرته له دې چې شرایط څومره سخت وي؟! او ایا موږ به له دوی سره د پولو په ترسیمولو سره موافقه وکړو، یعنې په دوی اعتراف، حتی که وسلې له موږ سره پاتې شي؟! دا هغه پوښتنه ده چې موږ باید د ناوخته کیدو دمخه ځواب ورکړو.

دا لیکنه د حزب التحریر د مرکزي مطبوعاتي دفتر د راډیو لپاره ده

ډاکټر محمد جابر

په لبنان ولایت کې د حزب التحریر د مرکزي اړیکو کمیټې مشر