خبرپاڼه
د معلولیت لرونکي غزې ماشومان د جګړې تر ټولو زیات ځورېدلي قربانیان دي
په غزه کې له تېر کال د اکتوبر له اوومې نېټې راهیسې روانې ناورین ځپونکې جګړې پر هر څه اغېز کړی، که هغه انسانان وي، که ونې وي، که ډبرې وي او که نورې سرچینې وي، په ځانګړې توګه پر ښځو او ماشومانو، او مرګ او وراني هر لوري ته خپره شوې ده. د غزې د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په دې جګړه کې تر ۶۳ زرو ډېر کسان شهیدان شوي او نږدې ۱۶۰ زره نور ټپیان شوي دي، د دې تر څنګ په سلګونو زره کسان بې ځایه شوي دي او د خوړو، درملو او څښاک اوبو د نشتوالي له کبله سخت بشري ناورین رامنځته شوی دی.
د ملګرو ملتونو د یوې کمېټې د وروستیو راپورونو له مخې، د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له اوومې نېټې څخه د روان کال د اګست تر ۲۱مې نېټې پورې ۱۵۷ زره او ۱۱۴ کسان ټپیان شوي دي، چې ۲۵٪ یې د تل لپاره د معلول کېدو له خطر سره مخ دي. دوی اعلان وکړ چې د جګړې له پیل راهیسې په تېرو دوو کلونو کې شاوخوا ۴۰ زره او ۵۰۰ ماشومان د جګړې له امله ټپیان شوي او له نیمایي څخه زیات یې معلولیت لري. په غزه کې لږ تر لږه ۲۱ زره ماشومان معلول شوي دي!!
دغې کمېټې ویلي، هغه کسان چې د اورېدو یا لیدلو ستونزې لري، ډېر ځله د اشغالګرو ځواکونو له خوا د تخلیې امرونو څخه خبر نه وو، چې د دوی لپاره یې بې ځایه کېدل ناممکن کړي وو، او ځینې د تخلیې له امرونو څخه بې خبره شهیدان شول.
همدارنګه، ډیری یې په ناامنه او سپکاوي شرایطو کې تېښتې ته اړ شوي دي، لکه په شګو یا خټو کې پرته له مرستې په ځان ښویولو سره. دوی د بشري مرستو په رسولو کې له لویو خنډونو سره هم مخ دي، چې ډیری یې بې خواړو، پاکو اوبو او پاکوالي څخه بې برخې کوي او د ژوندي پاتې کېدو لپاره په نورو تکیه کوي، په ځانګړې توګه ځکه چې دوی دې مرستو ته لاسرسی نه لري.
ماشومانو په دې معلولیتونو کې ډېره برخه درلوده، ځکه دوی په روانه نسل وژنې جګړه کې د اشغالګرو غوره هدفونه ګرځېدلي دي، او هره بمباري کولای شي د یوه ماشوم پښه پرې کړي، یا د تل لپاره فلج کړي، یا یې بڼه بدله کړي او دایمي نښه پرېږدي، ترڅو په یوه شېبه کې خپل ټول راتلونکی له لاسه ورکړي. همدارنګه، دوی د بې ځایه شویو په خیمو او سرپناه مرکزونو کې طبي پاملرنه، مرستندویه وسایل او ان کافي خواړه هم نه ترلاسه کوي. د ډېری روغتونونو د ویجاړېدو او د درملو او طبي وسایلو د کمښت له امله، معلول ماشومان د روغتیايي پاملرنې څخه د بې برخې کېدو ډېر احتمال لري. ډیری یې منظم فزیکي درملنې، دایمي درملو او مصنوعي غړو ته اړتیا لري. خو د طبي خدماتو بشپړ ځنډ دا اړتیاوې په یوه لرې خوب بدلې کړې دي. د رواني اړخ په اړه، دوی د بمباریو له ډاره، له لوږې او د امید له لاسه ورکولو څخه ځوریږي، ترڅو د دوی ورځنی ژوند د نه ختمېدونکي کړاوونو لړۍ شي.
دا ټول او نور ډېر څه د ټولې نړۍ په وړاندې د خپلو بنسټونو او ټولنو سره چې د انسانیت او حقونو ادعا کوي، ترسره کیږي، او د دوی کړنې یوازې په دې پورې محدود دي چې دلته یو څو رسمي احتجاجونه وکړي، یا هلته راپورونه وړاندې کړي، یا د مرستو د داخلولو هڅه وکړي چې نه وږي مړوي او نه تنده ماتوي! د مسلمانانو واکمنان په غزه کې د مسلمانانو په وینو، د هغوی په کړاوونو او په ځانګړې توګه د خپلو څوکیو او تختونو په ساتلو بوخت دي، او د رسول الله ﷺ له دې خبرې څخه بې خبره دي: «هغه څوک چې یو مسلمان په داسې ځای کې یوازې پرېږدي چې د هغه عزت پکې تر پښو لاندې کیږي او هغه ته پکې سپکاوی کیږي، الله به هغه په داسې ځای کې یوازې پرېږدي چې هغه پکې د مرستې غوښتنه کوي، او هغه څوک چې په داسې ځای کې د یوه مسلمان مرسته کوي چې عزت یې تر پښو لاندې کیږي او سپکاوی ورته کیږي، الله به هغه په داسې ځای کې مرسته کوي چې هغه د مرستې غوښتنه کوي.»، او د دوی د سزا ورځ د الله په فضل ډېره نږدې ده.
د ښځو برخه
د تحریر ګوند د مرکزي مطبوعاتي دفتر څخه