اروپا ایران ته ګواښ کوي: له دې نیټې دمخه اټومي تړون یا (سنیپ بیک)!
خبر:
پاریس اعلان وکړ چې د فرانسې، برتانیې، آلمان او اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو د پنجشنبې په ورځ د ۲۰۲۵/۷/۱۸ خپل ایراني سیال ته خبر ورکړ چې که ایران د خپل اټومي پروګرام په اړه د یوې موافقې په برخه کې پرمختګ ونه کړي، د دوی هیواد په اړه به د ملګرو ملتونو بندیزونه بیا فعاله کړي. د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت وویل، اروپايي وزیرانو ایراني وزیر عباس عراقچي ته د (سنیپ بیک) میکانیزم په کارولو باندې خپل هوډ څرګند کړ، کوم چې ایران باندې د ټولو نړیوالو بندیزونو بیا لګولو ته اجازه ورکوي که چیرې د دوبي تر پایه د تهران د اټومي پروګرام په اړه د یوې موافقې په لاره کې د پام وړ پرمختګ ونه شي. د یوې فرانسوي ډیپلوماتیکي سرچینې په وینا، د بریتانیا، فرانسې او آلمان د بهرنیو چارو وزیرانو د ایران له بهرنیو چارو وزیر څخه وغوښتل چې ډیپلوماتیکې لارې ته راستون شي.
د اکسيوس ویب پاڼې د دریو سرچینو په حواله ویلي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو او د فرانسې او انګلستان د بهرنیو چارو وزیرانو د دوشنبې په ورځ په تلیفوني اړیکه کې موافقه وکړه چې د اګست میاشتې تر پایه پورې ایران ته وروستۍ نیټه وټاکي چې اټومي تړون ته ورسیږي. یوه امریکایي چارواکي اشاره وکړه چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ ډیر خپه دی ځکه چې ایرانیان لا تر اوسه د خبرو اترو میز ته نه دي راستانه شوي. ایران د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې له متحده ایالاتو سره به د اټومي پروګرام په اړه غیر مستقیمو خبرو ته تر هغه وخته ستون نه شي، تر څو چې د هغې پایلې له مخکې څخه ډاډمنه نه شي. د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي وویل، تر اوسه د بهرنیو چارو د وزیر عباس عراقچي او د امریکا د متحده ایالاتو استازي سټیو ویټکوف ترمنځ د خپل اټومي پروګرام په اړه د خبرو اترو لپاره کومه ټاکلې نیټه نشته. (سکای نیوز عربی)
تبصره:
داسې ښکاري چې د مسلمانانو واکمنان د تېر څخه زده نه کوي، که د ایران د بهرنیو چارو د وزیر عباس عراقچي او د امریکا د استازي ویټکوف ترمنځ پنځه پړاوه غیر مستقیمې خبرې اترې وشوې، بیا وروسته د یهودو رژیم د امریکا په شنه څراغ د ایران په نطنز او اصفهان کې په اټومي تاسیساتو او پوځي مرکزونو باندې هوايي بریدونه وکړل، چې په پایله کې یې سلګونه اټومي پوهان او پوځي مشران ووژل شول او په دغو بریدونو کې امریکا هم برخه اخیستې وه، او ایران ادعا وکړه چې د دغو بریدونو په ځواب کې یې د یهودو رژیم په حساس مرکزونو او په قطر کې د امریکا په اډې باندې بریدونه کړي دي، او له دې وړاندې د ایران او د ۵+۱ هېوادونو ترمنځ په ۲۰۱۵ کال کې لاسلیک شوی تړون لغوه شو، او په ایران کې یو شمېر اټومي پوهان ووژل شول، که دا ټول د ایران د نظام د غلامانو لپاره کافي نه وي چې خپل حسابونه بیا وکړي او په هغو لاملونو کې خپل فکر بدل کړي چې دوی یې دې حالت ته رسولي دي، په داسې حال کې چې دوی امریکا ته د عراق او افغانستان په اشغال کې د مرستې او په سوریه کې د خپل اجیر بشارالاسد په ملاتړ کې ډیر خدمتونه کړي دي، او دې ټولو خدمتونو د دې لپاره شفاعت ونه کړ چې امریکا د هغې تر څنګ ودریږي او د یهودو رژیم د هغې په اټومي تاسیساتو باندې د برید او د هغې د اټومي پوهانو او پوځي مشرانو د وژلو څخه منع کړي، په داسې حال کې چې رسول الله ﷺ فرمایي: «لَا يُلْدَغُ الْمُؤْمِنُ مِنْ جُحْرٍ وَاحِدٍ مَرَّتَيْنِ»!
او له دې ټولو وروسته درې اروپایي هیوادونه فرانسه، بریتانیا او آلمان له ایران څخه غوښتنه کوي چې ډیپلوماسۍ ته راستون شي او هغه ته ګواښ کوي چې که د خپل اټومي پروګرام په اړه د یوې موافقې په برخه کې پرمختګ ونه کړي، د چټکو بندیزونو یا سنیپ بیک میکانیزم به بیا فعاله کړي!
د ایران واکمنانو ته ښه وه چې له ټولو تیرو درسونو څخه زده کړه وکړي او خپل امت ته راوګرځي او د ژوند په ټولو چارو کې د اسلام په پلي کولو کار وکړي؛ په سیاسي، اقتصادي، ټولنیزو، تعلیمي او بهرنۍ تګلارې کې او د اسلامي هیوادونو متحد کول د یوې سیاسي رهبرۍ لاندې چې یو بشپړ سیاسي پروژه له ځان سره ولري چې له کتاب او سنت څخه اخیستل شوې وي، چې حاکمیت شرعیت ته او واک د امت لپاره وي چې په خپله خوښه او انتخاب سره هغه څوک بیعت وکړي چې د کتاب او سنت په مطابق پرې حکومت کوي، او دا پروژه د حزب التحریر په مشرۍ کې موجوده ده چې خلک یې دروغ نه وایي.
الله تعالی فرمایي: ﴿مَن كَانَ يُرِيدُ الْعِزَّةَ فَلِلَّهِ الْعِزَّةُ جَمِيعاً إِلَيْهِ يَصْعَدُ الْكَلِمُ الطَّيِّبُ وَالْعَمَلُ الصَّالِحُ يَرْفَعُهُ وَالَّذِينَ يَمْكُرُونَ السَّيِّئَاتِ لَهُمْ عَذَابٌ شَدِيدٌ وَمَكْرُ أُوْلَئِكَ هُوَ يَبُورُ﴾.
دا د حزب التحریر د مرکزي مطبوعاتي دفتر د راډیو لپاره لیکل شوی
عبدالله عبدالحمید – د عراق ولایت