ازبکستان: د دعوت وړونکي مړینه
میرزا احمدوف میرعزیز
په ډېرې خواشینۍ او غم سره، خپل اسلامي امت ته د خپلو متقیانو او ثابت قدمو زامنو څخه د یوه بل زوی مړینه اعلانوو، او مونږ پر الله تعالی باندې د هیچا تزکیه نه کوو. زمونږ ورور میرزا احمد میرعزیز د جمعې په ورځ د 2025 کال د اکتوبر په 10 مړ شو او د جنازې لمونځ یې پرون د شنبې په ورځ ادا شو. میرعزیز په 1970 کال کې په تاشکند کې زیږیدلی و. هغه د زرګونو مخلصو او زړورو مسلمانانو څخه یو و چې په ازبکستان کې د حزب التحریر د دعوت په ځواب کې د اسلامي ژوند د بیا پیل لپاره کار وکړي.
میرعزیز د ډیرو نورو ځوانانو په څیر ونیول شو او د ځوانۍ په وخت کې د ظالم او خونړۍ کریموف د رژیم په وخت کې په اوږده موده بند محکوم شو. د شاوخوا 20 کلونو بند وروسته په 2025 کال کې، کله چې هغه 55 کلن شو، هغه د جسمي او رواني شکنجو له امله د مړ په شان خوشې شو.
دا مومن ځوان چې نږدې نیم ژوند یې په نمجنو زندانونو کې تیر کړ، د هغه لوړې ته وفادار پاتې شو چې د خدای په وړاندې یې کړې وه او د کریموف خونړۍ رژیم ته یې سر ټیټ نه کړ او نه یې په هغه اعتراف وکړ او نه یې د خلافت له دولت پرته په بل څه راضي شو چې د الله احکام پلي کوي.
مونږ د الله سبحانه وتعالی څخه غواړو چې زمونږ ورور میرعزیز په خپل رحمت او عافیت کې ونغاړي او هغه د هغو مومنانو په ډله کې وګرځوي چې د هغوی په اړه یې ویلي دي: ﴿مِنْ الْمُؤْمِنِينَ رِجَالٌ صَدَقُوا مَا عَاهَدُوا اللَّهَ عَلَيْهِ فَمِنْهُمْ مَنْ قَضَى نَحْبَهُ وَمِنْهُمْ مَنْ يَنْتَظِرُ وَمَا بَدَّلُوا تَبْدِيلاً﴾.
همدارنګه د خپل ورور کورنۍ او خپلوانو ته ژوره خواخوږي څرګندوو او د الله تعالی څخه غواړو چې دوی ته صبر جمیل او ثابت قدمي ورکړي. په دې مقام کې له دې پرته بله چاره نه لرو چې ووایو: ﴿إِنَّا للهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ﴾.
د حزب التحریر مطبوعاتي دفتر
په ازبکستان کې