مطبوعاتي اعلامیه
اې مسلمانانو: آیا ستاسو په خپلو روپیضه واکمنانو کې لا هم امید شته؟!
د یهودو رژیم لا هم د غزې د خلکو په وړاندې خپل جرمونه ترسره کوي، چې هره ورځ لسګونه شهیدان ورکوي، لکه څنګه چې دوی پر غزې محاصره کړې، د دې خلک له لوږې مري، او دوی اوس بې خواړه، اوبو، درملو او سرپناه دي، سره له دې چې په پټه د ځینو مرستو رسولو هڅې روانې دي! خو په سلګونو زره کسان داسې څه نه مومي چې د خپلې لوږې ټغر پرې راټول کړي او یا د خپلو ماشومانو لوږه پرې ارامه کړي، نو دوی د ټولې نړۍ د سترګو په وړاندې د مرستندویه او ملاتړي پرته له لوږې مري.
موږ د نړۍ ډېر خلک ولیدل چې د غزې د جګړې د پای ته رسولو او د هغې له خلکو څخه د محاصرې د لرې کولو او د دوی د خوړو او اوبو رسولو غوښتنه کوي، خو دا کار د دوی د حکومتونو لپاره د لا ډېر شرم لامل شو، او ځینو یې په ډېره بې شرمۍ د غزې د خلکو څخه د محاصرې د لرې کولو غوښتنه وکړه، د هر عادي بې وسه انسان په څېر، او داسې ښکاري چې دوی د سیاسي پرېکړې واک نه لري!
خو د مسلمانانو د هېوادونو حالت ته که وګورو نو هیڅ خبره نشته، په ځانګړې توګه د فلسطین ګاونډي هېوادونه، د هغوی خائن او روپیضه واکمنان غزې ته د هرڅه د ننوتلو مخه نیسي، سره له دې چې د دغو هېوادونو خلک د الله په لار کې جهاد او په غزه کې له خپلو وروڼو سره مرستې ته ډېر لیواله دي.
خو د دغو هېوادونو پوځونه د دې پر ځای چې د یهودو له رژیم سره په جګړه کې خپل شرعي مسؤلیت ادا کړي او د غزې له خلکو څخه کړاوونه لیرې کړي، ځینې یې پر پوله ولاړ دي، ترڅو مسلمانان د هغې له تېرېدو او د غزې له خلکو سره د مرستې څخه منع کړي! او داسې ښکاري چې دوی د هغو روپیضه واکمنانو څخه د امرونو په تمه دي چې د یهودو د رژیم د ساتنې دنده یې په غاړه اخیستې ده!
او هغه پوښتنه چې په دوامداره توګه راپورته کیږي او د غزې د خلکو د کړاوونو په وړاندې دا ده: ایا مسلمانان یا د دوی پوځونه لا هم په دغو روپیضه واکمنانو کې د امید کومه برخه لري؟! ایا دوی د معتصم د غیرت په تمه دي چې په دوی کې راوپارېږي؟! ځواب یې د الله تعالی په دې قول کې دی: ﴿إِنَّ اللهَ لَا يُغَيِّرُ مَا بِقَوْمٍ حَتَّى يُغَيِّرُوا مَا بِأَنْفُسِهِمْ﴾، او په نفسونو کې د بدلون بنسټ هغه نظامونه دي چې پر دوی باندې پلی کیږي، او دا خائن نظامونه دي چې دوی د الله له دین څخه منع کوي، د اسلامي ورورولۍ اړیکې یې سره پرې کوي، او په دوی کې هغه ملي احساسات راپاروي چې الله حرام کړي دي، او په غزه کې وژنې، ورانۍ، محاصرې او لوږې ته داسې ګوري لکه چې دا په مسلمانانو هېوادونو کې نه وي پېښ شوي؛ او داسې لکه چې دا د دوی په مسلمانو وروڼو باندې نه وي پېښ شوي!
اې مسلمانانو، او د مسلمانانو د هېوادونو پوځونو:
اوس د دې وخت راغلی دی چې خپلې چارې منظمې کړئ او خپله پرېکړه په خپله د هغو روپیضه واکمنانو څخه لرې وکړئ چې استعمارګر کفارو ستاسو په غاړه کېښودلي دي، دوی ستاسو په اړه نه کوم تړون او نه کوم مسؤلیت په پام کې نیسي، او د تاسو د چارو پالنه، ستاسو د ګټو ساتنه، او ستاسو او ستاسو د غزې او نورو وروڼو سره مرسته دوی ته مهمه نه ده، او تاسو ته واجبه ده چې دوی له واکه لرې کړئ، او له یوه داسې خلیفه سره بیعت وکړئ چې تاسو د الله په کتاب او د هغه د رسول په سنتو سره اداره کړي، او د مسلمانانو د مرستې لپاره پوځونه حرکت ته راولي، او ستاسو عزت او کرامت بېرته راوګرځوي، او تاسو ته د تحریر ګوند پرته بله لار نشته، دا مخکښ ګوند دی چې خپل خلک نه غولوي، او د اسلام پر بنسټ ستاسو د پرمختګ پروژه لري، نو د الله مرسته وکړئ ترڅو هغه ستاسو مرسته وکړي او ستاسو قدمونه ټینګ کړي.
مرکزي مطبوعاتي دفتر
د تحریر ګوند