د سياسي صالون د یوې کړۍ ته د ګډون بلنه
د سودان په ولایت کې د حزب التحریر مطبوعاتي دفتر، د رسنیو کارکونکو، سیاستوالو او ټولو هغو کسانو ته چې په عامه چارو کې لیوالتیا لري، بلنه ورکوي چې د سیاسي صالون په نوې کړۍ کې ګډون وکړي، چې په کې به د حزب التحریر د سودان په ولایت کې د رسمي ویاند مرستیال استاد محمد جامع (ابو ایمن) کوربه وي، تر دې سرلیک لاندې:
د فلسطین قضیې د تصفیې په اړه د حکومت دریځ او په هغه کې د شریعت حکم
صالون به استاد ابراهیم مشرف، د سودان په ولایت کې د حزب التحریر د مطبوعاتي دفتر غړی، اداره کوي.
وخت: شنبه، د جمادى الأولى 03، 1447 هـ، چې د 2025/10/25 م سره سمون خوري، د ماسپښین یوه بجه، ان شاء الله.
ځای: د حزب التحریر دفتر/ د سودان ولایت په بورتسودان کې - العظمة سیمه - د لوبغالي ختیځ
ابراهیم عثمان (ابو خلیل)
د حزب التحریر رسمي ویاند
د سودان په ولایت کې