دمشق د یهودو له کیان سره خاموشې خبرې کوي!
خبر:
سوریې ته د امریکا ځانګړي استازي توماس باراک الجزیرې ته په یوه مرکه کې وویل: د سوریې اوسنۍ اداره د یهودو له کیان سره د ټولو مسایلو په اړه خاموشې خبرې کوي. بارک په داسې حال کې چې د سوریې د ولسمشر احمد الشرع حکومت له یهودو له کیان سره جګړه نه غواړي، له الجزیرې سره په خپلو خبرو کې یې د سوریې نوې ادارې ته د فرصت ورکولو غوښتنه وکړه. د یادولو وړ ده چې د امریکا اوسنۍ اداره د دمشق په اړه نرمښت ښيي، په ځانګړې توګه وروسته له هغې چې ولسمشرانو ډونالډ ټرمپ او احمد الشرع د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې د تېرې مې میاشتې په ۱۳مه نېټه سره وکتل. (الجزیره، 2025/06/27، په تصرف سره)
تبصره:
هغه خبرونه ډېر شوي چې د احمد الشرع د حکومت او د اسراء او معراج د ځمکې غاصب یهودو د کیان ترمنځ د خبرو اترو په اړه دي او لکه څنګه چې د امریکا ځانګړي استازي دا خاموشې خبرې وبللې، د الشرع له حکومته د دغو خبرونو په اړه هېڅ ډول انکار نه دی شوی، بلکې پخوانۍ څرګندونې هم شته چې خپله احمد الشرع یې کړې دي او د دواړو خواوو ترمنځ د خبرو اترو په اړه د رسنیو خپرونو تاییدوي، هغه د 2025/05/31 په نېټه د عربي21 وېبپاڼې په حواله ویلي وو چې د ده هېواد او د یهودو کیان "ګډ دښمنان لري او د بې ځایه چاودنو، بمباریو او غچ اخیستلو وخت باید پای ته ورسېږي او موږ کولای شو د سیمې په امنیت کې مهم رول ولوبوو"، الجزیرې هم د 2025/06/28 په نېټه د یهودو د کیان د بهرنیو چارو د وزیر له قوله ویلي وو چې "که له سوریې سره د سولې تړون یا عادي کولو فرصت برابر شي په دې شرط چې جولان له موږ سره پاتې شي، دا به د اسراییلو د راتلونکي لپاره مثبت وي"، او د یهودو د آی 24 ټلویزیوني شبکې یوې باخبره سوري سرچینې له قوله ویلي دي چې د یهودو کیان او سوریه به د 2025 کال تر پایه د سولې تړون لاسلیک کړي چې له مخې به یې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې په بشپړه توګه عادي شي.
له یهودو سره د سولې هر ډول تړون لاسلیکول، هر څومره چې توجیهات وي او په هر ډول شرایطو کې چې وي، یوه لویه خیانت دی، او له دوی سره د داسې حال کې د تړون لاسلیکول چې دوی له نږدې دوو کلونو راهیسې په غزه کې د ډله ییزې وژنې جګړه پرمخ وړي او تر دې وروستیو پورې د دوی الوتکو لبنان بمباراوه او جنوب یې ویجاړاوه او پر ایران باندې د دوی جګړه، د ساینس پوهانو او پوځي مشرانو وژنه او د خلکو په سر د ودانیو نړول او د اتومي تاسیساتو او نورو په شمول د امت د شتمنیو له منځه وړل، تر ټولو لویه جرم او خیانت دی، بلکې خپله سوریه هم د یهودو له بریدونو خوندي نه ده پاتې، دوی جنګي الوتکې او د وسلو زېرمې ویجاړې کړې او نوي نظام ته یې هېڅ هم نه دي پرېښي، نو الشرع څنګه له دغو مجرمانو سره د خبرو اترو په اړه فکر کوي چې د هغوی له شر څخه نه بشر خوندي دی، نه ونه او نه ډبره؟! بیا د یهودو د عادت په توګه، دوی تل داسې سوله غواړي چې له هېڅ شي نه لاس په سر شي، بلکې بل اړخ باید امتیاز ورکړي! دوی شرط لري چې جولان باید د دوی تر واک لاندې پاتې شي تر څو له سوریې سره د سولې تړون لاسلیک کړي، ایا الشرع به دا جرم ومني؟ له پیغمبرانو له قاتلانو سره هر ډول تړون د شریعت له مخې حرام دی، ان که د جولان غونډۍ خپلو خلکو ته بېرته ستنې شي، دوی د اسراء او معراج د ځمکې اشغالګر دي، او یوازینی اقدام چې باید له دوی سره وشي هغه د دوی په وړاندې د عامه پاڅون اعلان او له هرې خوا د دوی پر وړاندې د محاذونو پرانستل دي ترڅو ټوله فلسطین ازاده شي او د دوی له فساد څخه پاکه شي.
دا د شرم ځای دی د هغه چا لپاره چې یوه ورځ یې د شریعت د پلي کولو غوښتنه کوله، داسې حالت ته ورسېږي چې د امریکایانو او یهودو په ګډون د امت له دښمنانو سره د سولې د جوړجاړي په موخه لیدنې او خبرې اترې وکړي، دوی چې په نږدې تېرو وختونو کې یې د بشار د جرم نظام څخه دفاع کوله او سوریې ته د ویجاړولو او د خلکو د وینو تویولو لپاره یې په کیمیاوي او غیر کیمیاوي وسلو مرسته کوله، نو احمد الشرع دا ټول څه هېر کړي او دا ومني چې نن ورځ د دوی په لاس کې لوبه وکړي؟! یهودان سوله نه غواړي، بلکې داسې څارونکي غواړي چې د دوی سرحدونه خوندي کړي او داسې غلامان غواړي چې د دوی لپاره خپل خلک ووژني! او که داسې وشي، نو د احمد الشرع او اسد ترمنځ به څه توپیر وي؟!
دا لیکنه د حزب التحریر د مرکزي مطبوعاتي دفتر له راډیو لپاره ده
محمد ابو هشام