"غوره" برید
خبر:
د امریکایی اکسایوس سایټ د یهودو د رژیم د یوه چارواکی له قوله ویلی دی چی یهودو پر ایران بریدونه د ایران د لوړ پوړو پوځی قوماندانانو او د هستوی لویو ساینس پوهانو په نښه کړی دی.
د ایران سپاه پاسداران هم د سپاه پاسداران د قوماندان جنرال حسین سلامی د خپلو څو تنو ملګرو او ساتونکو سره یو ځای وژل کیدل تایید کړل او ویې ویل چی دا برید د سپاه پاسداران په قوماندانی مرکز کی د سلامی لخوا د هیواد د امنیت د ساتلو لپاره د حساسو دندو د ترسره کولو په وخت کی شوی دی.
د یهودو د پوځ وزیر یسرائیل کاتس اعلان وکړ چی پوځ د ایران د سپاه پاسداران، پوځ، استخباراتو او د ایران هستوی ساینس پوهان په دقیق ډول ویشتلی دی.
له بلی خوا د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعی په ورځ وویل چی پر ایران د یهودو برید غوره دی او هغه یې د خپل اټومی پروګرام په اړه یو تړون ته رابللی او دا فرصت یې لا هم د یهودو له رژیم سره د نورو شخړو د مخنیوی لپاره مناسب وګڼلی.
تبصره:
ټرمپ له برید څخه مخکی وویل چی له ایران سره په مذاکراتو کی هغه څه چی ترلاسه شوی دی ښه دی خو هغه غواړی چی هغه غوره وی نو دا اړینه وه چی یهودو ته لاس ورکړل شی ترڅو هغه خپل غرور ته تسکین ورکړی چی تقریبا دوه کاله مخکی مات شوی او په خاورو کی ډوب شوی و.
پر ایران باندی د یهودو د رژیم د برید په اړه د ټرمپ د غوره برید په توګه توصيف د رژیم د وسلو د ځواک او نه هم د خپلو سرتیرو او سیاسی مشرانو د زړورتیا او شهامت او نه هم د هغه د تسلط او جبروت اندازه څرګندوی بلکه دوه مهمی خبری څرګندوی:
لومړی: د ایران د قوماندانی په سلسله کی د لوی امنیتی نفوذ اندازه چی د ایران د لبنانی حزب الله له نفوذ څخه زیاته وه او دا ګوته د ایران د مشرتابه په لور نیول کیږی چی کیدای شی د برید څخه وروسته له امریکا سره د غوره تړونونو لپاره قربانی شوی وی.
دوهم: د نورو مسلمانو واکمنانو د خباثت او خیانت اندازه په ځانګړی توګه د هغو چی د ایران ځینی الوتکی او توغندی د هغوی له پاسه تیر شوی او یا به تیر شی چی له هغوی څخه د اردن نظام دی چی هوایی دفاعی سیستم یې د رژیم په خدمت کی وقف کړی او د هغه څخه دفاع کوی.
د رژیم یوه تبصره کوونکی وویل چی "په یمن کی د حوثیانو په وړاندی زمونږ برید زمونږ د پیلوټانو لپاره یو ښه تمرین و چی د دې ورځی لپاره چمتو شی"، په ایران کی ملایان د دې ټولو څخه چیری وو؟ او هغوی هغه ورځ چی په لبنان کی د دوی په حزب باندی برید وشو چیری وو که چیرته د غونډی تر شا څه نه وای؟!
د مسلمانانو د هیوادونو ویشتل او د هغوی د وړتیاوو ویجاړول هیڅکله یو مسلمان نه خوشحاله کوی او په هغو دردونو سره چی په سینه کی دی په دې ټولو کی د ضرر ټولو واکمنانو ته پوره سپکاوی دی ترڅو مسلمانان پوه شی چی دا غوره برید د خلافت د دولت د نشتوالی له امله دی کوم چی د الله ټول دښمنان د شیطان وسوسه په ښه توګه او په امتیاز سره هیروی.
دا د حزب التحریر د مرکزی مطبوعاتی دفتر د رادیو لپاره لیکل شوی
حسام الدین مصطفی