د مسلمانانو مزدور حکمرانان د کافر اشغالګر د ګټو ساتونکي دي
خبر:
د عراق د کورنیو چارو وزیر د یوې پرېکړې له لارې د توزخورماتو په قضاء کې پنځه تنه لوړپوړي امنیتي چارواکي له خپلو دندو ګوښه کړل، وروسته له هغې چې هغوی د عاشورا په مراسمو کې د امریکا پر بیرغ پښې کېښودې او د هغوی انځورونه په یو شمېر رسنیو او ټولنیزو شبکو کې خپاره شول.
د کوردستان د ملي اتحادیې د ګوند د فراکسیون غړي کریم شکر د رووداو رسنۍ ته د دوشنبې په ورځ چې د ۲۰۲۵ کال د جولای د میاشتې له ۷مې نېټې سره سمون خوري، دغه خبر تایید کړ او ویې ویل: "د عاشورا په مراسمو کې دغو افسرانو د امریکا پر بیرغ پښې کېښودې، له همدې امله د عراق د کورنیو چارو وزیر عبد الامیر الشمري د هغوی د ګوښه کولو پرېکړه صادره کړه." (رووداو شبکه)
تبصره:
له هغې وروسته چې د نامعلومه سرچینې لرونکو بې پیلوټه الوتکو په څو ځایونو کې یو شمېر رادارونه وویشتل او د ولایتي مشرانو د متوقع برید لپاره یې لاره هواره کړه، د عراق د کورنیو چارو وزیر د توزخورماتو په قضاء کې پنځه تنه لوړپوړي امنیتي چارواکي له خپلو دندو ګوښه کړل، وروسته له هغې چې هغوی د عاشورا په مراسمو کې د امریکا پر بیرغ پښې کېښودې او د هغوی انځورونه په یو شمېر رسنیو او الکترونیکي شبکو کې خپاره شول.
دا ګام ډېر د پام وړ دی او دوه دلالتونه لري:
لومړی: په امریکایي لار کې د حکومتي ادارو ژمنتیا تر دې دمه چې له ایران او د هغه له پلویانو څخه چې افراد او رتبې لري، بساط راټول کړي.
دوهم: نورو ته یو پیغام دی چې دا موضوع جدي ده او لوبه نه ده، نو هر څوک چې له دې څخه سرغړونه وکړي، دا ډول ګوښه کول به ورته ورسیږي، که چیرې جسماني تصفیه نه شي.
دا د دغو مزدور نظامونو واقعیت دی، د خپلو بادارانو کافرانو د ګټو ساتونکي او د خپلو خلکو په ستونو تېره توره ده.
ای مسلمانانو: په اصل کې په ټولو باندې لازمه ده چې د الله تعالی په امر عمل وکړي، نه د غرب په امر او نه په هغو مذهبي خواهشاتو چې د مسلمانانو په منځ کې د تفرقې اچولو هڅه کوي، الله تعالی په تعصب څخه منع کړې ده د رسول الله صلی الله علیه وسلم په ژبه چې فرمایي: «لَيْسَ مِنَّا مَنْ دَعَا إِلَى عَصَبِيَّةٍ» همدارنګه له یهودو او نصاراوو څخه د پیروي کولو څخه منع کړې ده، ځکه چې الله تعالی فرمایي: ﴿وَلَن تَرْضَى عَنكَ الْيَهُودُ وَلاَ النَّصَارَى حَتَّى تَتَّبِعَ مِلَّتَهُمْ قُلْ إِنَّ هُدَى اللهِ هُوَ الْهُدَى وَلَئِنِ اتَّبَعْتَ أَهْوَاءهُم بَعْدَ الَّذِي جَاءكَ مِنَ الْعِلْمِ مَا لَكَ مِنَ اللهِ مِن وَلِيٍّ وَلاَ نَصِيرٍ﴾.
نو د باطل اطاعت کول صحیح نه دي، هر ډول چې وي، بلکې یوازې د الله تعالی په امر تسلیمیدل ضروري دي، په دې کې اطمینان، ثبات او بریا ده، نو زموږ نجات نشته او نه زموږ حالت سم کیدی شي، مګر دا چې د الله تعالی لارې ته وګرځو او هغه ته ټینګ شو.
﴿إِنْ تَنْصُرُوا اللهَ يَنْصُرْكُمْ﴾
دا د حزب التحریر د مرکزي مطبوعاتي دفتر د راډیو لپاره لیکل شوی
وائل السلطان – د عراق ولایت