د مسلمانانو خائن حکمرانان تر ټولو لوی جاسوسان دي
خبر:
ایران ته د موساد په یوه لویه نفوذي عملیاتو کې، د یهودو د رژیم یو جاسوس افشا شو چې په قم کې یې د ۱۵ کلونو راهیسې د یوه دیني مرجع په توګه کار کاوه.
سرچینو ویلي چې په ایران کې شیخ امامي الهادي نیول شوی او څرګنده شوې چې نوم یې سمعون دیرافي دی، چې د موساد افسر دی. ایرانیانو د هغه تر شا لمونځ کاوه او هغه په قم کې د فتوا په منبر ناست و.
سرچینو ویلي چې دا جاسوس د یوې مرجع په توګه کار کاوه چې په دین کې یې فتواوې ورکولې، په عقیده یې بحثونه کول، د ایران ښارونو ته د یوه ګټور امام په توګه سفر کاوه. هغه په یوټیوب کې یو چینل لري چې زرګونه پیروان لري، په پګړۍ سره یې هرکلی کیږي او په دعا سره رخصت کیږي. او دوی ته په لمانځه کې امامت کوي او دوی د هغه تر شا په عاجزۍ سره سلام اړوي. (االمنتصف نت، په تصرف سره)
تبصره:
دا د امت حالت دی د خلافت او د مسلمانانو د ساتونکي امام له نشتوالي وروسته.
هو، دا زموږ حالت دی د جنت د امام له نشتوالي وروسته، زموږ د هیواد دېوالونه د لیوانو او سپیو لپاره اسان شوي، هیواد د اسلامي امت د دښمنانو لپاره خلاص دی، له همدې امله په هیواد کې د جاسوسانو له ډیریدو څخه هیڅ تعجب نشته.
دا ایران چې په خپل ځواک وياړي او ډېرې چیغې وهي او ګواښونه کوي، جاسوسانو خوړلی، بلکې دیني حوزې ته یې هم رسیدلي، تر دې چې موږ د هیڅ ایراني شخصیت، سیاسي یا دیني په اړه حیران نه یو، که د هغوی جاسوسي افشا شي.
او یوه مهمه موضوع دا ده: دلته یا هلته د یوه جاسوس په نیولو یا افشا کولو څه ګټه ده، په داسې حال کې چې د مسلمانانو خائن حکمرانان په هیواد کې ګرځي؟! ایا غوره نه ده چې د کوچنیو جاسوسانو پر ځای دغو لویو جاسوسانو ته سزا ورکړل شي؟!
ای مسلمانانو: په یقین سره پوه شئ چې ستاسو د وضعیت سموالی او حتمي خلاصون یوازې د دې خائن حکمرانانو په نسکورولو او د دې بد بوی لرونکو نظامونو په له منځه وړلو او د هغوی په کنډوالو د اسلامي نظام په قائمولو سره راځي، په داسې خلافت کې چې حاکم یې ساتونکی امام وي چې له هیواد او خلکو څخه ساتنه کوي او د امت په امنیت او سوکالۍ څارنه کوي.
دا د حزب التحریر د مرکزي مطبوعاتي دفتر د راډیو لپاره لیکل شوی
احمد الطائي – د عراق ولایت