آیا کابل به لومړنۍ بې اوبو پلازمېنه په نړۍ کې بدلیږي؟!
(ژباړه)
خبر:
په افغانستان کې د چاپېریال ساتنې د ملي ادارې مشر په برازیل کې د درېیمې لسیزې په غونډه کې د افغانستان په رسمي ګډون غږ وکړ. هغه د افغانستان د څارونکي حیثیت ختمولو پر اړتیا ټینګار وکړ او دا چې افغانستان حق لري په دې کنفرانسونو کې په اغیزمنه توګه برخه واخلي او د اقلیم د بدلون د پایلو په اړه خپل غږ پورته کړي. هغه ټینګار وکړ چې هیواد د وچکالۍ، د اوبو د کمښت، ناڅاپي سیلابونو او د کرنې وړ ځمکو د کمښت سره مخ دی.
تبصره:
د میرسي کورپس سازمان په یوه نوي راپور کې خبرداری ورکړل شوی چې کابل ښایي په نړۍ کې لومړنۍ عصري پلازمېنه شي چې د اوبو له پراخ بحران سره مخ کیږي. دا بحران د یو لړ عواملو له امله لا پسې زیات شوی دی، لکه د اقلیم بدلون، د اوبو د سرچینو ناسم مدیریت، د نفوس چټکه وده او ښاري پراختیا.
افغانستان له سختې وچکالۍ سره مخ دی، چې له امله یې د اوبو سرچینې له منځه تللي، د کلیو اوسیدونکي مهاجرت کوي او د هیواد څه باندې ۷۵٪ ځمکې صحرايي شوي دي. دې چاپېریالي بحران په میلیونونو خلک د لوږې، خوارځواکۍ او قحطۍ له خطر سره مخ کړي او د دوی د ژوندانه وسایل یې په جدي توګه ګواښلي دي. د دغو اقلیمي بدلونونو په پایله کې، موږ د افغانستان په ختیځو او شمال ختیځو ولایتونو او همدارنګه د ډیورنډ کرښې شاته سیمو کې سخت سیلابونه هم ولیدل - هغه سیلابونه چې د کورنیو د مړینې او پراخې ویجاړۍ دردناک انځورونه یې له ځانه سره راوړل.
د نړیوالو چاپېریالي جوړښتونو، په شمول د ملګرو ملتونو، د درېیمې لسیزې په غونډه او د اقلیم د بدلون په اړه د ملګرو ملتونو د چوکاټ کنوانسیون په څېر بنسټونو کې یوه له اساسي ستونزو څخه دا ده چې په داسې حال کې چې دوی داسې ښکاري چې نړیواله همکاري ده، خو په حقیقت کې د لویو ځواکونو او سرمایه داري نظام تر ګټو لاندې دي. دا ځواکونه - په ځانګړې توګه امریکا، چین او صنعتي هیوادونه - د نړۍ ترټولو لوی ککړونکي دي او د اقلیم د بدلون اصلي محرک دي، خو بیا هم دوی د اقلیمي ژمنو په پوره کولو او د اقلیمي عدالت په تمویل کې لږ ژمنتیا ښیي. له پاریس تړون څخه د امریکا سیاسي وتل او بیرته ورتلل او د خپلو مالي ژمنو په پوره کولو کې پاتې راتلل د جوړښتي بې ثباتۍ بیلګې دي.
سربېره پردې، د اقلیم د بدلون اصلي لاملونه د سرمایه دارۍ له اصولي او اقتصادي بنسټونو څخه سرچینه اخلي، دا هغه نظام دی چې مادي ارزښت ته د معنوي، انساني او اخلاقي ارزښتونو په پرتله لومړیتوب ورکوي. د فوسیل سونګ توکو ډیره کارول، د طبیعي زیرمو دوامداره استخراج، د ځنګلونو له منځه وړل او بې ځایه مصرف، دا ټول له همدې نړیوال لید څخه سرچینه اخلي. دا سیسټماتیک فساد هغه څه دي چې الله سبحانه وتعالی په قرانکریم کې بیان کړي دي: ﴿ظَهَرَ الْفَسَادُ فِي الْبَرِّ وَالْبَحْرِ بِمَا كَسَبَتْ أَيْدِي النَّاسِ﴾.
له بلې خوا، د افغانستان د حکومت دریځ د کورني سیاست له نظره د دې مسایلو په اړه او د طبیعي پیښو په وړاندې د غبرګون لپاره د بنسټونو جوړول غیرقناعت بخش دی. ژوره ستونزه دا ده چې طالبان په بهرني سیاست کې د بې طرفۍ ادعا کوي، په داسې حال کې چې دا دریځ په دې پیچلي نړیوال واقعیت کې کافي نه دی او نه هم له دیني او عقلي نظره توجیه کیږي. د فاسد نظام په وړاندې بې طرفي چې په سیاسي، اقتصادي، کلتوري او حتی چاپېریالي لحاظ نړۍ ته واکمني کوي، نه ممکنه ده او نه هم اغیزمنه. په داسې حال کې چې افغانستان د شنو خونو ګازونو په خپرولو کې بې طرفه دی او په دې کې هیڅ برخه نلري، خو دا د اقلیم د بدلون له امله تر ټولو زیانمنو شویو لسو هیوادونو څخه دی.
نړۍ زموږ په ځورولو کې بې طرفه نه ده. د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر د راپور له مخې، افغانستان د طبیعي پیښو او د اقلیم د بدلون له امله تر ټولو زیانمنو شویو لسو هیوادونو څخه دی، چې وچکالي، سیلابونه، زلزلې او طوفانونه پکې شامل دي. د ۲۰۲۳ کال لپاره د INFORM خطر شاخص له مخې، افغانستان څلورم مقام لري، او د نوټر ډیم پوهنتون د نړیوال تطابق شاخص له مخې، اتم مقام لري، سره له دې چې هیواد د شنو خونو ګازونو په خپرولو کې لږ ونډه لري. نو ځکه، اساسي ستونزه په نړیواله کچه یو ژور او فاسد نظام دی چې د ژوند په هره برخه کې ننوتی دی، بلکې د خلکو ذهنیت او د ژوند کولو طریقه یې هم جوړه کړې ده. په دې جوړښت کې ادغام یا یوځای کیدل د بحران حل ندی؛ بلکې دا د همدې بحران بیا تولید دی په کمزورې او ډیره انحصاري بڼه.
د دې بحران ریښتینی حل د اسلامي حل لارو ته مخه کول او د نبوت په طريقه د خلافت راشده تاسیسول دي. یوازې الهي نظام ته په ستنیدو او د حکومت په کچه د اسلامي احکامو په پلي کولو سره کولی شو چې فاسد نړیوال نظام وننګوو او انسانیت، ټولنه او طبیعت خپل اصلي حالت ته راوګرځوو. که نه نو، انسانیت به د یوې بې پایلې چرخې ښکار پاتې شي، د سرمایه دارۍ په جوړښتونو باندې تکیه کوي، پرته له دې چې د خلکو او سیارې لپاره د خلاصون کومه ریښتینې لار وي.
دا لیکنه د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر د راډیو لپاره لیکل شوې ده
یوسف ارسلان
په افغانستان ولایت کې د حزب التحریر د مطبوعاتي دفتر غړی