خبر صحفي
حزب التحرير/ د سودان ولايت
د شيخ فاروق الحاج عبد الله الشيخ دفع الله سره ليدنه
سه شنبه 2025/9/16 د حزب التحرير د مرکزي ارتباطاتو کمېټې پلاوي د سودان په ولايت کې د کمېټې د همغږي کوونکي استاد عبد الله حسين او د حزب غړي شيخ عبد القادر عبد الرحمن په ګډون د کلاکلات قبیلې د دعوت او ثقافت د امانت له امین شیخ فاروق الحاج عبد الله الشيخ دفع الله سره وکتل.
په دې لیدنه کې د ټولو لویدیځو هیوادونو په ځانګړې توګه د امریکا د هغې نقشې په اړه خبرې وشوې چې غواړي په وینو سره د نوې سایکس پیکو په څېر سیمه وویشي، او دا پلان اوس په سوډان کې هم د سویلي سوډان تر جدا کولو وروسته د دارفور د جلا کولو په لټه کې دی، او د ټول هېواد له خلکو څخه غوښتل شوي چې د دې نقشې د شنډولو لپاره کار وکړي، په ځانګړې توګه هغه علما چې باید حق بیان کړي، او خلکو ته د دې نقشې په اړه پوهاوی ورکړي او د هېواد د یووالي لپاره کار وکړي، بلکې د ټولو مسلمانانو هېوادونو د یو خليفه تر مشرۍ لاندې د یوځای کولو لپاره کار وکړي.
شیخ فاروق الحاج عبدالله ددې لیدنې په اړه د پلاوي څخه مننه وکړه او ویې ویل: الله دې د حزب التحریر په هڅو او مبارزو کې برکت واچوي، او د حزب د پخواني ویاند شیخ علي سعید رحمه الله یادونه یې وکړه، او د امت د ښېرازۍ لپاره یې د اړیکو او همکارۍ ټینګار وکړ، او د دعوت او ثقافت د امانت لیدلوری یې موږ ته وړاندې کړ چې مطالعه یې کړو او ځواب یې ورکړو.
ابراهيم عثمان (ابو خليل)
د حزب التحرير رسمي وياند
د سودان په ولايت کې