خبر صحفي
حزب التحرير/ د سودان ولايت
د نيل په ختيځ کې وقفه ترسره کوي
د حزب التحرير/ د سودان ولايت ځوانانو د نيل په ختيځ کې نن چهارشنبه د ربيع الاول د مياشتې په ۲۵مه، چې د ۱۴۴۷ هجري قمري کال سره سمون لري، د ۲۰۲۵م کال د سپتمبر د مياشتې ۱۷مه نېټه، د ماسپښين له لمانځه وروسته، د سوق ستة الوحده په لوی جومات کې وقفه وکړه، په دې وقفه کې داسې لوحې پورته شوې وې چې مسلمانان يې په ټينګه ودرېدو ته رابلل، ترڅو د دارفور په بېلولو سره د سودان د تجزيې پلان مخه ونيسي.
په دې وقفه کې داسې وينا ولوستل شوه چې مسلمانان يې خپل مسؤليت ته رابلل، ترڅو د دې پلان مخه ونيسي، او دې وقفې د حاضرينو له خوا ښه هرکلی وشو، ځکه چې يو شمېر خلک ودرېدل ترڅو وينا واوري.
ابراهيم عثمان (ابو خليل)
د حزب التحرير رسمي وياند
په سودان ولايت کې