خبر صحفي
حزب التحرير/ د سودان ولايت
د غزې د نصرت لپاره د پورټ سوډان په عتيق جامع جومات کې وقفه تنظيموي
حزب التحرير/ د سودان ولايت نن د جمعې په ورځ د 1447 هجري کال د صفر د مياشتې په 07 چې د 2025/08/01 نېټې سره سمون خوري، د جمعې له لمانځه وروسته د پورټ سوډان په عتيق جامع جومات کې وقفه وکړه، چې د حزب ځوانانو پکې داسې ليکل شوي بېنرونه پورته کړي وو (هاشتاق: هغه تختونه راوپرځوئ چې د غزې د نصرت لپاره د پوځونو د حرکت مخه نیسي)، او په هغې کې ليکل شوي وو:
ـ ﴿وَإِنِ اسْتَنصَرُوكُمْ فِي الدِّينِ فَعَلَيْكُمُ النَّصْرُ﴾.
ـ تر څو به په غزه کې د خپلو خلکو په خذلان کې ادامه ورکوئ، الله به له تاسو څخه د هغوی په اړه پوښتنه کوي؟!
ـ که چېرې موږ خليفه درلودلای، نو په موږ کې به يې اذان کړی وای چې څوک اورېدونکی او اطاعت کوونکی وي، هغه دې مازديګر لمونځ مګر په فلسطين کې نه کوي.
ـ ای د دوه ميليارده امت: ايا په تاسو باندې د غزې د خلکو په بېرلونو، راکټونو او لوږې سره مرګ اسانه دی او تاسو ګورئ؟!
ـ ايا له دې څخه لويه ګناه شته چې پوځونه په قرارګاه کې پاتې شي او د يهودو وجود زموږ ښځې، ماشومان او مشران ذبحه کوي؟!
ـ ای د دوه ميليارده امت: خلافت قائم کړئ ترڅو غزه او د ټولو اشغال شويو مسلمانانو خاورې ازادې کړئ.
ـ د يهودو وجود د مسلمانانو په هيوادونو کې د موجوده نظامونو سيوری دی، کله چې شی زائل شي، نو سيوری به يې هم زائل شي.
ـ مسلمانان د نورو په وړاندې يو لاس دي، نو څنګه خپل وروڼه په غزه کې خپل دښمن ته سپارئ؟!
ـ د مزدورانو زړې شوې تختونه راوپرځوئ او خلافت قائم کړئ ترڅو د خپلو وروڼو نصرت وکړئ.
ـ بېشکه مؤمنان سره وروڼه دي، نو په غزه کې د خپلو وروڼو نصرت وکړئ، که مؤمنان ياست.
د حزب التحرير وياند په سودان ولايت کې له لمانځه کوونکو سره خبرې وکړې، هغوی له جومات څخه په وتلو وو، هغوی له وقفې سره ښه غبرګون وښود او له تکبير او تهليل سره يې د وينا ملاتړ وکړ، او په فلسطين کې يې د مسلمانانو له قضې سره خپله خواخوږي څرګنده کړه، او د سختې ګرمۍ سره سره هغوی د وقفې تر پايه انتظار وکړ.
ابراهيم عثمان (ابو خليل)
د حزب التحرير وياند
په سودان ولايت کې
{gallery}2025_08_01_Sudan_OS_2_Pics.{/gallery}