اندونیزیا: د نړۍ ته د یادولو لپاره پراخ لاریونونه "فلسطین لاهم تر اشغال لاندې دی"
په مختلفو اندونیزیايي ښارونو کې په زرګونو مسلمانانو د 2025 کال د اکتوبر په 18 او 19 د فلسطین په ملاتړ لاریونونه وکړل، چې شعار یې و "فلسطین لاهم تر اشغال لاندې دی". په بانډونګ کې، له 15 زرو څخه ډیر لاریون کونکي د ګیډونګ سټي ودانۍ مخې ته راټول شوي وو، د توحید بیرغونه او داسې شعارونه یې لکه "اسلامي لښکرې واستوئ، فلسطین آزاد کړئ!" او "د فلسطین لپاره وروستۍ حل لاره جهاد او خلافت دی" او "د خلافت او جهاد په واسطه فلسطین آزادېږي" پورته کړي وو.
ویناوالو ټینګار وکړ چې د اوربند اوسنۍ هوکړه ډېره نازکه ده، ځکه صهیونیسټي اشغالګرو څو ځلې هوکړې تر پښو لاندې کړې دي. هغوی له مسلمانانو وغوښتل چې له تاریخ څخه زده کړه وکړي، او دې ته یې اشاره وکړه چې له صهیونیسټانو سره د سولې هوکړې هیڅ ګټه نه لري، او بیا یې ټینګار وکړ چې د فلسطین د آزادۍ ریښتینې لار په جهاد کې ده، لکه څنګه چې په قرانکریم کې امر شوی دی.
ورته لاریونونه په سیمارانګ او پوروکیرتو کې هم وشول، چې له شاوخوا سیمو څخه په زرګونو کسانو پکې برخه اخیستې وه. لاریون کونکو د دوه دولتونو د حل لارې ردولو بیرغونه پورته کړي وو، او هغه یې یوه ناسمه حل لاره وبلله چې اشغال ته دوام ورکوي. دیني عالمانو او د ټولنې مشرانو د مسلمانو واکمنانو چوپتیا وغندله او دا یې د اسلام او په مبارکه ځمکه (فلسطین) کې د مسلمانانو د کړاوونو سره خیانت وباله. هغوی ټینګار وکړ چې د یوې اسلامي رهبرۍ - د نبوت په طريقه د خلافت راشده - تر مشرۍ لاندې له یووالي پرته به د مبارکې ځمکې (فلسطین) اشغال دوام ومومي.
په اندونیزیا کې د حزب التحریر مطبوعاتي دفتر
دوشنبه، د جمادى الاولى 05، 1447 هـ.ق، د 2025 کال د اکتوبر 27 م

- د اندونیزیا په ښارونو کې د لویو لاریونونو یوه برخه -

د نړۍ ته د یادولو لپاره د پراخو لاریونونو انځورونه
"فلسطین لاهم تر اشغال لاندې دی"

{gallery}2025_10_19_INDO_GAZA_ACTV_PICs{/gallery}

- د غزې د ملاتړ د فعالیتونو هشټاګونه -
#طوفان_الأقصى
#الجيوش_إلى_الأقصى
#الأقصى_يستصرخ_الجيوش
#AksaTufanı
#OrdularAksaya
#ArmiesToAqsa
#AqsaCallsArmies

د نورو معلوماتو لپاره، مهرباني وکړئ لیدنه وکړئ
په اندونیزیا کې د حزب التحریر رسمي ویب پاڼه
