دا ډېره لويه خبره ده چې د يهودو الوتکې د نظامونو له فضا څخه تېرېږي، ايران بمباروي او بېرته په سوله کې راستنېږي، او دغه نظامونه يې حتی په يوه ډز سره هم نه منع کوي!
دا ډېره لويه خبره ده چې د يهودو الوتکې د نظامونو له فضا څخه تېرېږي، ايران بمباروي او بېرته په سوله کې راستنېږي، او دغه نظامونه يې حتی په يوه ډز سره هم نه منع کوي!

ټرمپ د تروث سوشيال په پلاتفورم کې په يوه پوسټ کې يادونه وکړه: [ايران او اسرائيل بايد يوې هوکړې ته ورسېږي او دوی به خامخا يوې هوکړې ته ورسېږي لکه څنګه چې ما هند او پاکستان يوې هوکړې ته ورسول.. او زياته يې کړه: په همدې توګه به د اسرائيل او ايران ترمنځ ژر سوله وشي، اوس ډېرې خبرې اترې او غونډې روانې دي. سکای نیوز، 2025/6/15]. د يهودو د رژيم د پوځ يوه وياند د "X" په پلاتفورم کې د يکشنبې په ورځ ويلي وو [اسرائيل په ايران کې د اټومي بټيو ته نږدې اوسېدونکو ايرانيانو ته خبرداری ورکړی چې خپل کورونه خالي کړي... په داسې حال کې چې يوه اسرائيلي پوځي وياند وويل چې پوځ

0:00 0:00
Speed:
June 29, 2025

دا ډېره لويه خبره ده چې د يهودو الوتکې د نظامونو له فضا څخه تېرېږي، ايران بمباروي او بېرته په سوله کې راستنېږي، او دغه نظامونه يې حتی په يوه ډز سره هم نه منع کوي!

دا ډېره لويه خبره ده چې د يهودو الوتکې د نظامونو له فضا څخه تېرېږي

ايران بمباروي او بېرته په سوله کې راستنېږي، او دغه نظامونه يې حتی په يوه ډز سره هم نه منع کوي!

ټرمپ د تروث سوشيال په پلاتفورم کې په يوه پوسټ کې يادونه وکړه: [ايران او اسرائيل بايد يوې هوکړې ته ورسېږي او دوی به خامخا يوې هوکړې ته ورسېږي لکه څنګه چې ما هند او پاکستان يوې هوکړې ته ورسول.. او زياته يې کړه: په همدې توګه به د اسرائيل او ايران ترمنځ ژر سوله وشي، اوس ډېرې خبرې اترې او غونډې روانې دي. سکای نیوز، 2025/6/15]. د يهودو د رژيم د پوځ يوه وياند د "X" په پلاتفورم کې د يکشنبې په ورځ ويلي وو [اسرائيل په ايران کې د اټومي بټيو ته نږدې اوسېدونکو ايرانيانو ته خبرداری ورکړی چې خپل کورونه خالي کړي... په داسې حال کې چې يوه اسرائيلي پوځي وياند وويل چې پوځ د ايران په مرکزي ښار اصفهان کې يوه اټومي تاسيسات بمبار کړي دي، او ايران د يکشنبې له سهاره راهيسې د اسرائيل په داخل کې هدفونو ته د توغنديو نوې جوپه توغول پيل کړي چې له امله يې مرګ ژوبله او لسګونه ټپيان رامنځته شوي، همدارنګه کورونو او ودانيو ته يې ډېر زيان اړولی، په مقابل کې تهران د اسرائيلي بريدونو سره مخ شوی دی. الجزیره، 2025/6/15]

د يهودو رژيم د شنبې په ورځ 2025/6/14 اعلان وکړ [په ايران باندې د بريدونو په ترڅ کې د ايران د اټومي پروګرام 9 تنه پوهان او کارپوهان وژل شوي دي، په دې توګه د پخوانۍ اعلان شوې مړينې شمېره لوړه شوه، چې دا کسان عبارت دي له: علي بخوي کريمي، منصور عسکري، سعيد برجي، دوی په ترتيب سره د ميخانيک، فزيک او موادو انجنيرۍ کارپوهان وو، د جمعې په ورځ په بريدونو کې، د پوځ په وينا.. دا په داسې اعلان کې راغلي چې د ايران نيمه رسمي خبري اژانس تسنيم تاييد کړی دی.. د يادونې وړ ده چې د يهودو رژيم د جمعې په سهار 2025/6/13 په ايران باندې (بې ساری بريد کړی و او د ايران د اټومي پروګرام زړه او لوړپوړي پوځي مشران يې په نښه کړل.. په داسې حال کې چې ايران تاييد کړې چې د جمعې په ماښام يې په اسرائيل باندې د خپل ځواب په پيل کې سلګونه توغندي توغولي دي.. سي این این، 2025/6/14)]

د يهودو له بريد وروسته سمدستي د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ 2025/6/13 وويل: [په ايران باندې اسرائيلي بريد ډېر ښه دی، له هغوی څخه يې وغوښتل چې د خپل اټومي پروګرام په اړه يوې هوکړې ته ورسېږي.. او د اې بي سي شبکې د يوې پوښتنې په ځواب کې: په ايران باندې په بريد کې د امريکا کوم رول شته؟ هغه وويل "زه نه غواړم په دې اړه ځواب ورکړم". او هغه د تروث سوشيال په پلاتفورم کې وويل "...ايران بايد له دې مخکې چې څه نه پاتې کېږي، يوې هوکړې ته ورسېږي، او هغه څه وساتي چې د ايران د امپراتورۍ په نوم پېژندل کېده.." او زياته يې کړه چې هغه تهران ته خبرداری ورکړی چې "متحده ايالات په نړۍ کې تر ټولو غوره او وژونکي وسلې جوړوي، او په ډېر توپير سره، او اسرائيل ډېرې دغه وسلې لري، او ډېر ژر به دوی ته نورې هم ورسېږي، او دوی پوهېږي چې څنګه يې وکاروي". او په ورته څرګندونو کې ټرمپ وويل: "نن ورځ 61مه ورځ ده، او ما هغوی ته وويل چې دوی بايد څه وکړي، خو دوی ونه توانېدل چې دا کار وکړي او اوس دوی ته دويم فرصت په لاس ورغلی دی". الجزیره 2025/6/13]

د دغو پېښو په غور کولو سره لاندې څرګندېږي:

1- له دې پېښو څخه دا څرګنده ده چې يهودو په ايران باندې بريد يوازې د امريکا د ټرمپ په لمسون کړی دی، د هغه څرګندونې په دې اړه په ډاګه خبرې کوي.. او دا يو ډاډمن او متوقع امر دی، ځکه يهود يوازې ځانته قوت نه لري او نه هم د جګړې خلک دي، او د الله تعالی خبره رښتيا ده ﴿لَنْ يَضُرُّوكُمْ إِلَّا أَذًى وَإِنْ يُقَاتِلُوكُمْ يُوَلُّوكُمُ الْأَدْبَارَ ثُمَّ لَا يُنْصَرُونَ * ضُرِبَتْ عَلَيْهِمُ الذِّلَّةُ أَيْنَ مَا ثُقِفُوا إِلَّا بِحَبْلٍ مِنَ اللهِ وَحَبْلٍ مِنَ النَّاسِ وَبَاءُوا بِغَضَبٍ مِنَ اللهِ وَضُرِبَتْ عَلَيْهِمُ الْمَسْكَنَةُ﴾، او همداسې دوی له خپلو لومړنيو زمانو راهيسې د خپلو پيغمبرانو له زمانې وروسته د الله رسۍ پرې کړې ده.. دوی همدارنګه په معاصره زمانه کې هم همداسې دي، بريتانيا دوی له لومړۍ نړيوالې جګړې راهيسې په غېږ کې نيولي وو او بيا دوی له دويمې نړيوالې جګړې وروسته د امريکا غېږ ته لاړل.. او د دوی ټولې جګړې په دې شاهدۍ ورکوي، دوی د خلکو په رسۍ پورې تړلي دي.. او په ايران باندې په بريد کې د ټرمپ ملاتړ د ټرمپ له پورته څرګندونو څخه هر هغه چا ته څرګند دی چې زړه ولري يا غوږ ونيسي او شاهد وي.

2- بيا تر دې هم لويه خبره او تر دې هم بده دا ده چې د يهودو الوتکو د مسلمانانو په هېوادونو کې د حاکمو نظامونو له فضا څخه تېرې شوې چې د يهودو رژيم ته نږدې دي، او په ايران کې يې تباهي وکړه او خلک يې ووژل او بېرته په امن او سوله کې اشغال شوې ځمکې ته راستنې شوې او د دې الوتکو په لور د شام، عراق، مصر، ترکيې او د هر ځای څخه هيڅ ډز ونه شو.. او په همدې توګه دوی په امن او سوله کې بريد او تېری وکړ، او د مسلمانانو هېوادونو حاکمان په دې تم وو چې څه پېښېږي پرته له کوم حرکت څخه، او دوی د خپلې چوپتيا د جرم عاقبت هېر کړی يا يې ځانونه ورباندې ناخبره کړي دي ﴿سَيُصِيبُ الَّذِينَ أَجْرَمُوا صَغَارٌ عِنْدَ اللهِ وَعَذَابٌ شَدِيدٌ بِمَا كَانُوا يَمْكُرُونَ﴾.. دا ډېره لويه خبره ده چې د يهودو الوتکې د مزدور حاکمانو له فضا څخه تېرېږي او خپل بريد ترسره کوي او بېرته راستنېږي پرته له دې چې د دې حاکمانو څخه يو يې هم مخه ونيسي!

3- بيا هر عاقل په دې پوهېږي چې د يهودو په وړاندې د دفاع تر ټولو ښه وسيله بريد دی، او يهودو له ډېرې مودې راهيسې ايران ته ګواښونه کول، په ځانګړې توګه په وروستيو ورځو کې، بلکې ټرمپ په ښکاره اشاره کوله او دا يې په ډاګه کوله چې يهود به په ايران کې په اټومي بټيو بريد وکړي او له دې سره سره ايران د خپل ځان د دفاع لپاره او د امريکا او يهودو له دغو ګواښونو څخه د ځان ساتلو لپاره د يهودو په لور کوم ځوابي بريد ونه کړ، او دا ډېره عجيبه ده!! او ايران همداسې غلی پاتې شو تر دې چې په تاسيساتو يې بريد وشو او پوهان يې ووژل شول او بيا يې ځواب پيل کړ.. او د ټولو پرله پسې بريدونو سره سره، ټرمپ بيا هم په ډاګه وايي (ډېر ژر به د اسرائيل او ايران ترمنځ سوله وشي او اوس ډېرې خبرې اترې او غونډې روانې دي. سکای نیوز، 2025/6/15)! او موږ خبرداری ورکوو چې دا جګړه دې د يهودو له رژيم سره په کومې سولې باندې تمامه نه شي، بلکې لکه څنګه چې الله تعالی فرمايلي دي: ﴿فَإِمَّا تَثْقَفَنَّهُمْ فِي الْحَرْبِ فَشَرِّدْ بِهِمْ مَنْ خَلْفَهُمْ.

4- خو هغه څه چې زړه خون کوي هغه د مسلمانانو په هېوادونو کې بې عقل حاکمان دي، په ځانګړې توګه هغه چې د فلسطين په اشغال باندې ولاړ د يهودو رژيم ته نږدې دي، دوی هغوی ته نږدې دي نو څنګه دوی د يهودو الوتکې نه ویني چې د دوی له فضا څخه د دوی له سرونو پورته د مسلمانانو هېوادونه بمباروي او بېرته په امن او ډاډ سره راستنېږي پرته له دې چې په هغوی ډز وشي؟! بلکې دوی داسې دي لکه بې طرفه اړخ چې څه پېښېږي هغه څاري، او داسې ښکاري لکه په واق واق هېواد کې چې وي، نه د مسلمانانو په هېواد کې! دا حاکمان د خپل ځان لپاره د تباهۍ لامل دي، او په دوی باندې دا خبره عجيبه نه ده، دوی د کافرو استعمارګرو هېوادونو په ځانګړې توګه د امريکا د ګوتو په منځ کې دي.. هغه څه وايي چې دوی يې وايي او هغه څه کوي چې دوی يې غواړي.. دوی ناستې توجيه کوي او سرحدونه مقدس بولي، او دوی هېر کړي يا يې ځانونه ناخبره کړي دي چې د مسلمانانو هېوادونه يو دي، که څه هم د ځمکې په لرې څنډه کې وي يا نږدې! او د مومنانو سوله يوه ده، او جګړه يې يوه ده، روا نه ده چې د دوی مذهبونه دوی سره بېل کړي تر هغه چې مسلمانان وي، دوی يو امت دي: ﴿إِنَّ هَذِهِ أُمَّتُكُمْ أُمَّةً وَاحِدَةً وَأَنَا رَبُّكُمْ فَاعْبُدُونِ﴾ نو څنګه د دښمن الوتکې د مسلمانانو په هېوادونو کې د حاکمانو له فضا څخه تېرېږي او بل اسلامي هېواد بمباروي او دوی غلي وي؟! او د دوی تر ټولو غوره طريقه دا ده چې د دښمن الوتکې د تګ او راتګ په وخت کې وڅاري او داسې ښکاري لکه بې طرفه وي يا يهودو ته نږدې وي! بيا له دې سره سره چې دغه حاکمان د ټرمپ له خولې اوري چې د اشارې په ډول نه بلکې په ډاګه وايي چې د يهودو رژيم د امريکا په رسۍ او د هغې په ملاتړ او د هغې په امر او د هغې په وسلو سره جګړه کوي، او له دې سره سره يو هم جرئت نه کوي چې لږ تر لږه له امريکا سره اړيکې پرې کړي ﴿أَلَا سَاءَ مَا يَحْكُمُونَ﴾.

 5- او له دې ټولو سره سره به دا بې عقلان له منځه ځي او د اسلام دولت، راشده خلافت، بېرته په نړۍ کې لومړی دولت کېږي او په هغه کې به د الله په اذن سره خير خپروي، او له يهودو سره جګړه او د هغوی د اشغال له منځه وړل د الله په اذن سره کېدونکي دي، ځکه صادق او رښتيني ﷺ په مسند احمد کې د حذيفه رضي الله عنه څخه روايت دی: «...بيا به د نبوت په طريقه خلافت وي». او همدارنګه بخاري له عبد الله بن عمر رضي الله عنهما څخه روايت کړی دی چې هغه وويل: ما د الله رسول ﷺ اورېدلی چې وايي: «له تاسو سره به يهود جګړه کوي او تاسو به په هغوی برلاسي کېږئ..» او همدارنګه مسلم د ابن عمر رضي الله عنه څخه په دې الفاظو روايت کړی چې نبي ﷺ وويل: «تاسو خامخا له يهودو سره جګړه کوئ او هغوی به خامخا وژنئ..» او له دې ځايه څخه به ځمکه د الله تعالی په نصرت سره روښانه شي چې د قوي او عزيز او حکيم ذات نصرت دی. ﴿إِنَّ فِي ذَلِكَ لَذِكْرَى لِمَنْ كَانَ لَهُ قَلْبٌ أَوْ أَلْقَى السَّمْعَ وَهُوَ شَهِيدٌ﴾.

او په پای کې حزب التحرير چې مخکښ دی او د هغه خلک دروغ نه وايي، تاسو ته بلنه درکوي چې د هغه نصرت وکړئ او له هغه سره کار وکړئ ترڅو راشده خلافت له سره بيا راوګرځوئ نو اسلام او مسلمانان به عزتمن شي او کفر او د هغه خلک به ذليل شي او دا ستره بريا ده ﴿وَيَوْمَئِذٍ يَفْرَحُ الْمُؤْمِنُونَ * بِنَصْرِ اللهِ يَنْصُرُ مَنْ يَشَاءُ وَهُوَ الْعَزِيزُ الرَّحِيمُ﴾.

More from ګوند