قزاقستان غواړي په مرکزي آسیا کې د نقاب ضد قافلې سره یوځای شي
خبر:
د قزاقستان د پارلمان مشرانو جرګې د جرمونو د مخنیوي په قانون کې د تعدیلاتو وړاندیز کړی دی. د نویو تعدیلاتو له مخې، په عامه ځایونو کې د برقع، نقاب او داسې جامو اغوستل منع کیږي چې ټول مخ پټوي. دا خبر د قزاقستان خبري اژانس تينګرينيوز (Tengrinews) له قوله خپور شوی دی.
وړاندیز شوي تعدیلات وایي چې نقاب یوازې د طبي اړتیاو، ملکي دفاع، قانوني غوښتنو، سختو هوا شرایطو، یا د سپورت او کلتوري فعالیتونو پرمهال اجازه لري.
ولسمشر قاسم جومارت توکایف د روان کال په مارچ میاشت کې په ملي کنفرانس کې د مخ پټولو تورې جامو پر ځای د ملي جامو د دودولو پر اړتیا ټینګار وکړ.
تبصره:
لکه څنګه چې معلومه ده، د اسلام ضد قوانین په ترکمنستان، تاجکستان، ازبکستان او قرغزستان کې هم د نقاب په پلمه تصویب شوي دي. په ځانګړې توګه، په ازبکستان او تاجکستان کې په مکرر ډول عملیات ترسره کیږي، چیرې چې پولیس هغه مسلمانې ښځې او ږیرې لرونکي نارینه چې په سړکونو ګرځي، د "مذهبي افراطیت" په تور پولیس سټیشنونو ته وړي. د قرغزستان د قانون پلي کونکو چارواکو تیره میاشت په سویلي سیمه کې د نقاب پر ضد عملیات پیل کړل. اوس د قزاقستان رژیم د نقاب ضد قافلې سره یوځای کیدو ته نږدې دی.
په طبیعي توګه، په مرکزي آسیا کې د چارواکو لخوا د اسلام پر ضد مبارزه پدې وروستیو کې نه ده پیل شوې، او شاید دا وروسته له هغې پیل شوه چې دوی خپل مخالفین له منځه یوړل او دیکتاتوري نظامونه یې رامینځته کړل. د مثال په توګه، د ازبکستان طاغوت ولسمشر مرحوم کریموف د ۱۹۹۹ کال د فبرورۍ په ۱۶مه په تاشکند کې د چاودنې له تنظیم وروسته د اسلام او مسلمانانو پر ضد پراخه مبارزه پیل کړه.
همدارنګه د تاجکستان طاغوت امام علي رحمان د ترهګرۍ او افراطیت سره د مبارزې په پلمه پر ماشومانو د اسلامي نومونو ایښودل منع کړي دي. تاجکستاني رژیم د لسګونو زرو نارینه ږیرې په زور خریلي او د زرګونو ښځو حجابونه یې په زور لرې کړي دي.
په ترکمنستان کې پولیس د هغو خلکو کورونه تالاشي کوي چې دوی یې دینداره ګڼي او له قرآنه پرته ټول ډول دیني اثار ضبطوي. ترکمنستان د اسلام او مسلمانانو سره په جګړه کې د ازبکستان او تاجکستان څخه کم نه دی. د ۵۰ کلونو څخه کم عمره مسلمانانو په زوره ږیرې خریل، په زوره شراب ورکول، او هغه مسلمانان چې د دې غوښتنو منلو ته یې غاړه نه ایښوده په سختۍ سره وهل او پرته له محاکمې یا پلټنو څخه یې د ۷-۸ کلونو لپاره بندول، معمول ګرځیدلی دی! په ملکي او نظامي کارمندانو هم د لمانځه په څیر د عبادتونو ادا کول منع دي، او څوک چې دې ته غاړه نه ږدي سمدستي له دندې ګوښه کیږي او له مختلفو مالي او فزیکي فشارونو سره مخ کیږي.
تیر کال د قرغزستان د وزیرانو شورا د مذهبي مسایلو په اړه یو قانون تصویب کړ چې موخه یې د اسلام او مسلمانانو محدودول دي. د دې قانون له مخې زموږ مسلمانې خویندې د نقاب اغوستلو څخه منع شوې، په توقیف ځایونو کې زموږ د مسلمانو وروڼو پر ضد جګړه چې دعوت یې کاوه، سخته شوه او غیر قانوني فعالیتونه لکه برقي شاکونه او سخت وهل ټکول عادي خبره شوه. په دې توګه، رژیم هڅه کوي هغه اسلامي چاپیریال کنټرول کړي چې په ټولنه کې یې ریښې ځغلولي دي.
په قزاقستان کې د ښوونځیو زده کوونکو د حجاب اغوستلو څخه د منع کولو وروسته د اسلامي ارزښتونو پر ضد مبارزه سخته شوې ده.
په حقیقت کې، د نقاب او ږیرې منع کول د ډیموکراټیکو ارزښتونو سره په ټکر کې دي چې دا دیکتاتوري رژیمونه ورته ژمن دي. په دقیقه توګه، په ډیموکراسۍ کې د عقیدې ازادي او انفرادي ازادي شخص ته دا تضمین ورکوي چې هر دین عملي کړي او له هرې ګټې څخه ګټه پورته کړي. دا ارزښتونه د سیکولر دولت اساسي قانون دی. خو لویدیځ چې د ډیموکراسۍ مرکز دی، لا دمخه له خپلې مفکورې لاس اخیستی دی. په بل عبارت، د لویدیځ لپاره، دا ازادۍ یوازې غیر اسلام او مسلمانانو ته ځانګړې دي. د مثال په توګه، د شیطان عبادت یا نورو ناوړه کارونو لپاره مذهبي ازادي ورکول کیږي. غیر مسلمانانو ته اجازه ورکول کیږي چې هر ډول جامې واغوندي او حتی په لوڅ ډول سړکونو ته ووځي. مګر کله چې خبره اسلامي ارزښتونو ته راځي، مسلې ته بل ډول کتل کیږي. دا په ښکاره ډول په ۲۰۰۴ کال کې په فرانسه کې په ښوونځیو کې د حجاب د بندیز، له عامه بنسټونو څخه د مسلمانو ښځینه کارمندانو ایستلو او په ۲۰۱۰ کال کې په عامه ځایونو کې د نقاب بندیز کې څرګندیږي!
دا پدې مانا ده چې ډیموکراټیک نظام او استبدادي نظام د یو سکې دوه مخونه دي، یعنې دواړه د خلکو له ارادې څخه خپله اراده غوره ګڼي! په ځانګړې توګه، هغه پیښو چې په ختیځ ترکستان، افغانستان، سوریه او په دې وروستیو کې په غزه کې رامنځته شوې، وښودله چې د ازادۍ، د ښځو او ماشومانو د حقونو شعارونه د بمونو په چاودنو کې ښخ شوي دي.
په حقیقت کې، مسلمانې ښځې نقاب نه د منافقې ډیموکراسۍ د اجازې له امله اغوندي او نه د انفرادي ازادۍ له امله، بلکې د شرعي حکم او اسلامي ارزښت په توګه یې اغوندي. همدارنګه مسلمانان خپله ږیره د کفارو یا د هغوی د اجنټانو د منع کولو له امله نه خروي، بلکې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د سنت له امله یې پریږدي، ځکه چې په رسول الله صلی الله علیه وسلم کې د هر مسلمان لپاره د ژوند په ټولو اړخونو کې غوره نمونه ده، له همدې امله، موږ باید په مرکزي آسیا کې د دیکتاتوري رژیمونو لخوا د اسلام پر ضد د جګړې په وړاندې مقاومت وکړو، ځکه هغه حکومت چې نن حجاب او ږیره منع کوي، سبا به زموږ دعا، لمونځ او روژه هم منع کړي.
دا د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر د راډیو لپاره لیکل شوی
ممتاز ماوراءالنهري