له یهودو سره د پولو ټاکل نه، بلکې د هغوی او د هغوی د پولو له منځه وړل دي
خبر:
د لبنان ولسمشر جوزف عون څو ورځې وړاندې قبرس ته سفر وکړ او په ښکاره یې وویل چې له قبرس سره د سمندري پولو د ټاکلو موضوع تر ټولو مهمه موضوع وه چې بحث پرې وشو، ترڅو د ګازو او تېلو د لټون بهیر پیل اسانه شي.
تبصره:
قبرس ته د ولسمشر عون د دې سفر په اړه پوهېدل ممکن نه دي، مګر دا چې موږ په خپله اسلامي سیمه او په ځانګړې توګه په لبنان کې څه روان دي وڅارو او پوه شو.
همدا رنګه د هغه په دې اقدام پوهېدل له دې پوښتنې پرته ممکن نه دي چې د امریکا هدف څه دی، هغه امریکا چې بې له شکه د ډېری سیاستوالو په اعتراف سره د دې کار اصلي محرک ګڼل کیږي.
امریکا، د مسلمانانو تر ټولو لوی دښمن، زموږ هېوادونه وسوځول، او له غاصب یهودي دولت سره یې په فلسطین، لبنان، سوریه، عراق، یمن او ایران کې زموږ خلک ووژل، او له ټولو ممنوعه لارو څخه یې کار واخیست، حتی په خپلو وضعي قوانینو او د امنیت په شورا کې یې د دې لپاره چې اسلامي امت وځپي او د خپلو زهري حل لارو منلو ته یې اړ کړي او د الله تعالی د شریعت خلاف کار وکړي، په ډېره چټکۍ سره مخ په وړاندې ځي، که چیرې امت او ژوندي ځواکونه یې په ځانګړې توګه د فلسطین ګاونډي هېوادونه لکه اردن، مصر، سوریه او لبنان په دې اړه غبرګون ونه ښيي.
وروسته له هغې چې امریکا له یهودي دولت سره د لبنان سمندري پولې وټاکلې او د سیاسي ګوندونو په منځ کې یې د دې کار په وړاندې څوک ونه موندل، مګر هغه څوک چې زما رب رحم کړی وي لکه حزب التحریر چې په ښکاره ډول یې د دې پروژې د خطر په اړه خبرداری ورکړ چې په هغه کې په مبارکه فلسطین کې په یهودي دولت باندې ښکاره اعتراف دی، هغه فلسطین چې له اسلامي امت څخه یې غصب کړی دی...
وروسته له هغې چې امریکا په ډېر افسوس سره وموندله چې د لبنان واکمنانو نه یوازې دا چې مخالفت نه دی کړی، بلکې د دې هرکلی یې هم کړی او دا یې د دوی یوه بې سارې لاسته راوړنه بللې ده، د دې په پلمه چې له دې وروسته به ګاز او تېل استخراج شي، دوی تر دې وړاندې د سیمې خلک وږي کړي وو او په داسې جګړو کې یې وینه توی کړې وه چې دوی په خپله په هغه جګړو او د هغو په پایلو کنټرول درلود ترڅو مسلمانان ذلیل کړي او د عذاب رنګونه ورته وڅکي او هڅه کوي چې دوی د خپل یووالي او عزت له پروژې څخه لرې وساتي، دا هغه خلافت راشده ده چې د نبوت په طريقه به وي او د امت غوښتنه ګرځېدلې ده...
له همدې امله موږ ګورو چې امریکا په دې هڅه کې ده چې د مسلمانانو د واکمنانو له خوا په یهودي دولت باندې رسمي او ښکاره اعتراف ترلاسه کړي، مخکې له دې چې اسلامي امت د هغې بنسټیزې حل لارې لپاره راپورته شي چې د مسلمانانو د مزدور او خائن واکمنانو په مرسته د هغې ټول پلانونه له منځه یوسي.
قبرس ته د ولسمشر عون سفر چې له قبرس سره د سمندري پولو د ټاکلو لپاره او همدارنګه له یهودي دولت او بیا له سوریې سره، نه د لبنان او نه هم د اسلامي امت په ګټه دی، بلکې دا د امریکا، لوېدیځ او یهودي دولت په ګټه دی چې د اسلامي هېوادونو د نقشې د بیا رسمولو لپاره پلانونه لري، په شمول لبنان او سوریه ترڅو د پخوا په پرتله ډېره ګټه ورته ورسوي او د سوکالۍ او هوسا ژوند د دروغو ژمنو سربېره د لوږې او ډار فضا همداسې وساتي.
امت د خپلو پیاوړو او ځواکمنو خلکو په تمه دی چې داسې پرېکنده خبرې وکړي چې زموږ زړونه خوشحاله کړي او امریکا، لوېدیځ او یهودي دولت ووېروي. له الله تعالی څخه غواړو چې دا ورځ ژر تر ژره را وښيي.
دا لیکنه د حزب التحریر د مرکزي مطبوعاتي دفتر له خوا خپره شوې ده
ډاکټر محمد جابر
په لبنان کې د حزب التحریر د مرکزي اړیکو د کمیټې مشر