د امت په قضيو باندې د لويديځ هيڅ وصايت نشته
خبر:
په سوريه کې د امريکا استازي ټام برک وويل: قسد ته يوازينۍ لار دمشق ته تلل دي. مونږ علوي يا درزي دولت نه غواړو او نه هم د قسد لپاره جلا وجود غواړو. (الحدث، د ایکس منصه، د جولای ۱۴، ۲۰۲۵)
تبصره:
څو ورځې وړاندې دې عالي استازي، بخښنه غواړم! د امريکا استازي، په لبنان کې شور جوړ کړ کله چې يې د لبنان د وجود ته ګواښ وکړ او شام ته د هغې د بېرته ستنېدو اشاره يې وکړه. او نن او له نن څخه مخکې تاسو دا استازی ګورئ چې ځي او راځي، نه ستړی کيږي، له غاصب وجود سره د عادي کولو د تړون لپاره تبلیغات کوي، او داسې پرې کوي او ګنډي لکه چې د سیمې نوی خیاط وي!
د اسلامي امت له معاصرو ازموينو څخه دا ده چې هغه يو مباح څړځای ګرځېدلی دی؛ لوی هېوادونه او نړيوال سازمانونه يې په خپلو قضيو، راتلونکي او ستونزو کې په ښکاره توګه مداخله کوي.
د ملګرو ملتونو او امريکا د هغو استازو د نوملړ په اړه چې د منځني ختيځ او شمالي افريقا په چارو او قضيو پورې اړه لري، يوه چټکه پلټنه مې لاندې وموندله:
سيګريد کاګ، منځني ختيځ ته د ملګرو ملتونو استازې او د بشري چارو او د غزې د بيارغونې د چارو ستره همغږې کوونکې.
سټيفان دي ميستورا، د عمومي منشي شخصي استازی د مغربي صحارا لپاره.
الکساندر ایوانکو، د عمومي منشي ځانګړی استازی چې په صحارا کې د ټولپوښتنې لپاره د ملګرو ملتونو ماموریت رهبري کوي.
کاتیونګا موتامبو، د عمومي منشي ځانګړې استازې او په سومالیا کې د ملګرو ملتونو د مرستې ماموریت مشره.
رمطان لعمامره، سوډان ته د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړی استازی.
مارټین ګریفیت، یمن ته د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړی استازی.
جینین هینیس، په عراق کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي استازې.
ګیر پیډرسن، سوریې ته د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړی استازی.
سټیفان خوري، د عمومي منشي ځانګړې استازې او په لیبیا کې د ملګرو ملتونو د ملاتړ ماموریت مشره.
جوانا فرونتسکا، په لبنان کې د ملګرو ملتونو ځانګړې همغږې کوونکې.
لیز ګرانډي، د منځني ختیځ په بشري چارو کې د امریکا ځانګړې استازې.
سټیف ویتکوف، د منځني ختیځ او شمالي افریقا لپاره د سپینې ماڼۍ همغږی کوونکی.
دا څه دي؟!
لکه چې مونږ ماشومان يو او وصايت او تهذيب ته اړتيا لرو!
د دې باعزته امت د بچيانو لپاره د ټام برک، لویو هیوادونو او د هغوی د موسسو په ځواب کې لومړنۍ خبره دا ده چې دوی ته ووایو چې تاسو زموږ او زموږ په ستونزو پورې اړه نلرئ، له مونږ څخه لیرې شئ.
دا ليکنه د حزب التحرير د مرکزي مطبوعاتي دفتر د راډيو لپاره ليکل شوې
م. اسامه الثويني