په مغرب کې د قربانیو منع: د اسلامي شعائرو باندې یرغل او د کفر نظامونو ته تابعیت
خبر:
په مغرب کې له هغه وروسته لویه بې اتفاقي رامنځته شوې کله چې پاچا محمد السادس په فبرورۍ میاشت کې د څارویو د کمښت او د هغې ټولنیز-اقتصادي اغیزو له امله د سږ کال د قربانۍ د ادا کولو څخه ډډه وکړه. (فرانس24)
تبصره:
آګاه اوسئ! نن ورځ د الله تعالی د شعائرو مخنیوی د جاهلیت د معاصرو نظامونو په غاړو باندې هیڅ عجیب ندی، هغه نظامونه چې سیکولریزم یې د دین په توګه غوره کړی، او لویدیځ ته تابعیت یې د یوې لارې په توګه غوره کړی. نو دا د مغرب نظام دی چې د مسلمانانو په ځمکه کې د یو ځناور لیوه په څیر ګرځي، نه د دې لپاره چې د هغوی حرمت وساتي، بلکې د خپل دین په شعائرو باندې یرغل وکړي، او داسې انګیري چې قرباني، چې د الله تعالی لپاره د بندګۍ ترټولو لویه نښه ده، یوه داسې جرم دی چې مبارزه ورسره کیږي!
د مسلمانانو په هیوادونو کې واکمنان د مزدورۍ په کمپ کې سیالي کوي، د کفارو خپلو بادارانو خوشحاله کولو کې یو له بله سبقت کوي، نو ته به ووینې چې یو یې جوماتونه بندوي، او بل یې د حرمین په ځمکه کې فحشا خپروي... دا د خیانت او له دین څخه د وتلو اوږده لړۍ ده، نو هر یو غواړي چې په ذلت او تابعیت کې له خپل ملګري څخه مخکې شي!
مګر، دوی دې پوه شي چې د ظالمانو تاریخ یو دی، او د هغوی برخلیک حتمي دی. آیا دوی د الله تعالی دا قول ندی لوستی: ﴿هغه کسان چې هدایت په ګمراهۍ او مغفرت په عذاب باندې وپلورلو، نو دوی په اور باندې څومره صبر کوونکي دي﴾. نن ورځ د الله تعالی د شعائرو څخه منع کول په اسلام او د هغه په احکامو باندې د جګړې په لړۍ کې یوه کړۍ ده، نو د اسلام ټول قوانین - په ټولنه، اقتصاد او سیاست کې - د دوی په وړاندې ځنډول شوي، او دوی یې په خپلو لاسونو او ژبو سره مخالفت کوي.
نو اې د اسلام امته، له دې ذلت څخه د خلاصون لاره په ژړا او زارۍ کې نده، او نه د ظالمانو په دروازو کې سوال کول دي. بلکې د خلاصون لاره د اسلامي دولت د قیام لپاره جدي کار کول دي؛ د نبوت په منهج باندې د خلافت راشده، چې په هغه څه حکومت کوي چې الله تعالی نازل کړي، او د الله تعالی دین ساتي، او د مسلمانانو د حرمت څخه دفاع کوي. نو څوک چې غواړي د الله تعالی عبادت په حقه توګه وکړي، نو هغه دې د داسې دولت د قیام لپاره کار وکړي چې د هغه شریعت نافذ کړي، او د هغه دین غالب کړي.
دا د حزب التحریر د مرکزي مطبوعاتي دفتر د راډیو لپاره لیکل شوی
خدیجه بن صالح