د ثمراتو نفائس
هر مړی په خپل عمل باندې مهر لګول کیږي
د فضالة بن عبید رضی الله عنه نه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: "هر مړی په خپل عمل باندې مهر لګول کیږي، مګر هغه څوک چې د الله په لار کې په مرابط حالت کې مړ شي، نو د هغه لپاره به د قیامت تر ورځې پورې عمل زیاتول کیږي، او د قبر له فتنې څخه به امن کې وي." ترمذي روایت کړی او هغه ته یې حسن صحیح ویلي دي.
اللهم صل وسلم علی سیدنا محمد وعلی آله وصحبه اجمعین
والسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته