نَفائِسُ الثَّمَراتِ
په طاعتونو کې د اخلاص پرته خلاصون ته مه طمع کوئ
الله دې د هغه قوم په برخه کې برکت واچوي چې په وخت یې ځان ورساوه، او له تېروتنو یې ځان وساته، سترګې یې له حرامو په اوښکو ډکې دي، او ژبه یې د هلاکتونو په اړه د خاموشۍ په زندان کې بنده ده، او لاس یې له شهوتونو څخه په وېره سره راټول شوی دی، او پښې یې د محاسبې په زنځیرونو تړل شوي دي.
دوی شپه په ژړا او زاریو تېروي، او کله چې ورځ راشي، نو د لذتونو په پرې کولو سره یې تېروي، څومره شهوتونه دي چې تر مرګه ورته ونه رسېدل.
نو له دې خوبونو څخه د هغوی په ملګرتیا پسې راویښ شه، او په طاعتونو کې د اخلاص پرته خلاصون ته مه طمع کوه، او په داسې حال کې چې ته په هلاکوونکو کارونو کې اوسې نجات ته مه هیله منه کېږه. الله جل جلاله فرمایي: ﴿آيا هغوی چې بد کارونه کوي، ګومان کوي چې مونږ به هغوی داسې وګرځوو لکه هغوی چې ایمان راوړی او نیک عملونه یې کړي دي﴾ او فرمایي: ﴿آيا مونږ مسلمانان د مجرمانو په څېر وګرځوو؟﴾.
د زمانې د درسونو لپاره د تږيانو سرچینې (لومړۍ برخه)
عبدالعزیز بن محمد السلمان
ای الله! زمونږ په سردار محمد صلی الله علیه وسلم او د هغه په ټولو کورنیو او ملګرو دې رحمت نازل شي
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته