نَفائِسُ الثَّمَراتِ
د خپل ځان لپاره مثال جوړ کړه اې مغروره!
د خپل ځان لپاره مثال جوړ کړه اې مغروره!*** د قيامت ورځ او اسمان به تاويږي
کله چې د ورځې لمر تاو شي او نږدې شي *** تر دې چې د بندګانو په سرونو باندې وګرځي
او کله چې ستوري را وغورځيږي او وشيندل شي *** او د رڼا څخه وروسته په تيارو بدل شي
او کله چې بحرونه د خپلې ويرې له امله وچوي *** او تا به ويني چې د دوزخ په شان جوشيږي
او کله چې غرونه د خپلو بيخونو سره يو ځاى را و ايستل شي *** نو ته به يې ويني چې د ورېځو په شان ځي
او کله چې لس مياشتنۍ اميدوارې اوښانۍ بې څارونکي شي او ورانې شي *** کورونه خالي شي او هيڅ څوک به پکې اباد نه وي
او کله چې ځناور د قيامت په ورځ را جمع کړل شي *** او ملائکو ته ووايي چې چېرته ځئ
او کله چې د مسلمانانو پرهيزګاران واده وکړي *** د جنتی پېغلو سره چې ښکلي وي او وېښتان يې ښايسته وي
او کله چې له ژوندۍ ښخه شوې نجلۍ څخه پوښتنه وشي *** چې په کومه ګناه بې رحمه سړي وژلې ده
او کله چې لوى څښتن اسمان په خپل ښي لاس سره ونغاړي *** لکه د ليکنې د پاڼې په شان خپل خپور کړل شوی کتاب
او کله چې صحيفې خپرې شي او والوزي *** او د مؤمنانو لپاره پردې وشلېږي
او کله چې اسمان د خپلو اوسېدونکو څخه لېرې شي *** او ته د اسمان د مدارونو څرخېدل وګورې
او کله چې دوزخ لمبه شي *** نو د ګناهګارانو لپاره به چيغې وهي
او کله چې جنت ښکلی شي او خوشبويه شي *** د هغه ځوان لپاره چې په تکليفونو باندې صبر کوي
او کله چې جنين په خپلې مور پورې ونښلي *** د قصاص څخه ويريږي او زړه يې ډارېدلی وي
دا خو بې ګناهه دی چې خپل جنين څخه ويريږي *** نو هغه څوک به څه کوي چې تل يې ګناهونه کول؟!
التذكرة في أحوال الموتى وأمور الآخرة
الإمام القرطبي
وصل اللهم على سيدنا محمد وعلى آله وصحبه أجمعين
والسلام عليكم ورحمة الله وبركاته