نَفائِسُ الثَّمَراتِ
د امام نصبول په مونږ سمعاً واجب دي
عضد الدین ایجي وایي (په مواقف کي): زمونږ په نزد د امام نصبول سمعاً په مونږ واجب دي... او په مونږ د هغه سمعاً وجوب د دوو وجوهاتو له امله دی: اول دا چي د نبي علیه السلام له وفات وروسته په لومړیو زمانو کي د مسلمانانو اجماع متواتره ده چي وخت له امام څخه خالي نه وي، تر دې چي ابو بکر رضي الله عنه په خپله خطبه کي وویل: خبردار اوسئ! محمد وفات شو او د دې دین لپاره ضرور یو داسي څوک شته چي هغه دین قایم کړي، نو ټولو په منلو سره تلوار وکړ او هغه ته یې تر ټولو مهمه خبره د رسول الله صلی الله علیه وسلم ښخول پرېښودل او خلک په هره زمانه کي تر نن زمانې پوري په همدې ډول دي چي په هره زمانه کي د پیروۍ وړ امام نصبوي... دوهم دا چي په هغه کي د مظنون ضرر دفع کول دي او دا په اجماع سره واجب دي. د هغه بیان دا دی چي مونږ ته د ضرورت ته نژدې علم دی چي په هغو معاملاتو، ودونو، جهاد، حدودو، قصاصونو او په اخترونو او جمعو کي د شریعت د شعائرو په څرګندولو کي د شریعت جوړونکي مقصد په حقیقت کي د مخلوق لپاره د ژوند او اخرت ګټي دي او هغه نه تمامېږي مګر په داسي امام سره چي هغه د شریعت جوړونکي له خوا وي او خلک په خپلو اړتیاوو کي هغه ته رجوع کوي...".
اللهم صل على سيدنا محمد وعلى آله وصحبه أجمعين
وَالسَّلامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكاتُهُ