نَفائِسُ الثَّمَراتِ
د ابوبکر (رضي الله عنه) وصیت عمر (رضي الله عنه) ته
کله چې ابوبکر صدیق ته مرګ نږدې شو، عمر بن خطاب (رضي الله عنه) ته یې وصیت وکړ او ویې ویل: زه تاته یو وصیت کوم، که ته یې زما څخه ومنې: بېشکه الله عزوجل د شپې حق لري چې هغه د ورځې نه مني، او بېشکه الله د ورځې حق لري چې هغه د شپې نه مني، او بېشکه الله نفلي عبادت نه مني تر هغه چې فرضي ادا نه شي، اې عمره! آیا تا نه دي لیدلي هغه کسان چې د قیامت په ورځ به یې تله درنه وي، هغه دا ځکه چې دوی په حق پسې تللي او حق پرې دروند وو، او د هغه تلې حق دی چې سبا به په هغې کې حق کېښودل شي، چې هغه درنه شي، او هغه کسان چې د قیامت په ورځ به یې تله سپکه وي، هغه دا ځکه چې دوی د باطل پیروي کړې وه، او باطل پرې په دنیا کې سپک وو، او د هغه تلې حق دی چې په هغې کې باطل کېښودل شي چې هغه سپکه شي.
اللهم صل على سيدنا محمد وعلى آله وصحبه أجمعين
والسلام عليكم ورحمة الله وبركاته