د امیر د دفتر د غړي استاد احمد بکر (ابو اسامه) تعزیت
﴿مِنَ الْمُؤْمِنِينَ رِجَالٌ صَدَقُوا مَا عَاهَدُوا اللَّهَ عَلَيْهِ فَمِنْهُمْ مَنْ قَضَى نَحْبَهُ
وَمِنْهُمْ مَنْ يَنْتَظِرُ وَمَا بَدَّلُوا تَبْدِيلاً﴾
د تحریر ګوند امیر، د امیر د دفتر غړي، د مظالمو دیوان، مرکزي مطبوعاتي دفتر، او په ټوله کې د تحریر ګوند... اسلامي امت ته د امیر د دفتر د غړي استاد احمد بکر (ابو اسامه) د مړینې خبر ورکوي چې د ربیع الاول د میاشتې په دویمه لسیزه کې د 1447 هجري قمري کال د سپتمبر د میاشتې په څوارلسمه نیټه د 2025 میلادي کال سهار د 87 کلونو په عمر وفات شو.
ابو اسامه د تحریر ګوند په لومړي نسل کې و، د اسلامي ژوند د بیا پیل لپاره یې د خلافت د راشده دولت په جوړولو سره د خدای په لار کې دعوت وړلو... هغه په حق ثابت پاتې شو او تر مرګه یې دعوت پورته کړ، نه له نظامونو او د هغوی له جبر څخه وېرېده، او نه د ظالمانو له هغو وحشتناکو زندانونو څخه لکه د حافظ او بشار الاسد زندانونه چې کلونه یې په کې تېر کړل! کله چې له هغې څخه راووت، نه کښېناست او نه ستړی شو، بلکې د خدای په لار کې یې په پیاوړتیا او د نارینه وو په ثابت قدمۍ سره خپل دعوت ته دوام ورکړ، او سترګې یې د خلافت د سپېدې او د عقیدې او نظام سره د اسلام په پلي کېدو لګېدلې وې... خو الله رحمن او رحیم د هغه لپاره هغه څه غوره کړل چې ډېر لوی او غوره دي د هغه په اجازه سبحانه و تعالی ﴿فِي مَقْعَدِ صِدْقٍ عِنْدَ مَلِيكٍ مُقْتَدِرٍ﴾.
الله دې په تا رحم وکړي ای ابو اسامه، او موږ ستا په فراق غمجن یو، او موږ یوازې هغه څه وایو چې الله سبحانه و تعالی ته د خوښۍ وړ وي ﴿الَّذِينَ إِذَا أَصَابَتْهُمْ مُصِيبَةٌ قَالُوا إِنَّا لِلَّهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ﴾، بېشکه موږ د الله یو او بېشکه موږ هغه ته ورګرځو.
د ربیع الاول دویمه لسیزه 1447 هجري قمري ستاسو ورور عطاء بن خلیل ابو الرشته په خاصه توګه
د سپتمبر څوارلسمه 2025 میلادي او په ټوله کې د تحریر ګوند ځوانان
