نفائس الثمرات
أما والله لو علم الأنام
أما والله که انسانانو پوهیدلی وای د څه لپاره پیدا شوي دي نو نه به بې پروا کېدل او نه به ویده کېدل
یقینا دوی د یوې داسې ورځې لپاره پیدا شوي دي که د دوی د زړونو سترګو لیدلې وای نو بې خوده او حیران به شوي وای
مرګ بیا بیا راژوندي کېدل بیا خپرول او توبیخ او سترې ویرې
د حشر ورځې لپاره ځینو خلکو عمل کړی دی نو د هغه له ویرې یې لمونځونه کړي او روژې یې نیولي دي
او مونږ کله چې امر یا منع کړای شو نو لکه د غار د خلکو ویښ او ویده یو
اللهم صل على سيدنا محمد وعلى آله وصحبه أجمعين
والسلام عليكم ورحمة الله وبركاته