نفائس الثمرات
د نصیحت ګټې
لومړی: دا په دین باندې د ثابت قدمه پاتې کیدو تر ټولو لویو اسبابو څخه دی: ځکه هغه څوک چې نصیحت کوي غواړي هغه څه عملي کړي چې نصیحت یې ورته کړی دی، او د هغه عمل د هغه قول سره مخالف نه وي، الله تعالی د خپل نبي شعیب په اړه فرمایي: {وَمَا أُرِيدُ أَنْ أُخَالِفَكُمْ إِلَى مَا أَنْهَاكُمْ عَنْهُ إِنْ أُرِيدُ إِلَّا الإِصْلاَحَ مَا اسْتَطَعْتُ} [هود: 88].
دوهم: د نورو سره د مينې او د هغوی لپاره د بدۍ څخه د کرکې دلیل دی، په صحیحینو کې د انس بن مالک رضی الله عنه څخه روایت دی: چې نبی صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «لَا يُؤْمِنُ أَحَدُكُمْ حَتَّى يُحِبَّ لِأَخِيهِ مَا يُحِبُّ لِنَفْسِهِ».
دریم: د ټولنې اصلاح، ځکه په هغې کې فضیلت خپریږي او رذیلت پټیږي.
څلورم: د ډیرو منکراتو له منځه وړل، څومره منکرات چې د صادقانه نصیحت په وجه له منځه تللي دي.
پنځم: د الله او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم د امر تطبیق، کوم چې په دنیا او آخرت کې د بنده د سعادت او کامیابۍ هدف دی، الله تعالی فرمایي: {وَمَن يُطِعْ اللَّهَ وَرَسُولَهُ فَقَدْ فَازَ فَوْزًا عَظِيمًا } [الأحزاب 71].
شپږم: دا د هدایت تر ټولو لویو اسبابو څخه دی، څومره کافران چې د نصیحت په وجه مسلمان شوي! او څومره ګناهګاران چې د لویو ګناهونو مرتکب شوي دي د نصیحت په وجه توبه ګار شوي او د هغوی حالت سم شوی دی! مسلم په خپل صحیح کې د سهل بن سعد رضی الله عنه څخه روایت کوي: چې نبی صلی الله علیه وسلم علي ته وفرمایل: «فَوَاللَّهِ لَأَنْ يَهْدِيَ اللَّهُ بِكَ رَجُلاً وَاحِداً، خَيْرٌ لَكَ مِنْ أَنْ يَكُونَ لَكَ حُمْرُ النَّعَمِ».
اووم: د ذمې خلاصون، کله کله ذمه مشغوله وي، نو کله چې بنده نصیحت وکړي نو هغه څه یې ادا کړل چې په هغه باندې وو، الله تعالی فرمایي: {إِنْ عَلَيْكَ إِلَّا الْبَلاَغُ} [الشورى: 48]. او الله تعالی فرمایي: {وَمَا عَلَى الرَّسُولِ إِلَّا الْبَلاَغُ الْمُبِين} [العنكبوت 18].
وصل اللهم على سيدنا محمد وعلى آله وصحبه أجمعين
والسلام عليكم ورحمة الله وبركاته