نفائس الثمرات
د هغه سترګو لپاره اور حرام کړل شوی چې د الله له ویرې ژړلي دي
له ابو ریحانه رضی الله عنه څخه روایت دی چې هغه وایي: موږ له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره په یوې غزوه کې ووتلو، نو ما هغه ته وویل: «اور په هغه سترګو حرام دی چې د الله له ویرې ژړلي دي، اور په هغه سترګو حرام دی چې د الله په لاره کې بیداره وي او دریم یې هیر کړ او وروسته مې واورید چې هغه وویل: اور په هغه سترګو حرام دی چې د الله له حرامو څخه سترګې پټې کړي.» احمد او حاکم روایت کړی او هغه یې صحیح بللی دی او ذهبی او نسائی هم ورسره موافق دي او دا لفظ د نسائی دی.
اللهم صل وسلم على سيدنا محمد وعلى آله وصحبه أجمعين
والسلام عليكم ورحمة الله وبركاته