نفائس الثمرات
مسلمانو علماوو، د نفوذ خاوندانو، د قدرت خاوندانو او ټولو مسلمانانو ته
اې مسلمانو علماوو، د نفوذ خاوندانو، د قدرت خاوندانو او ټولو مسلمانانو: د وینو تویولو، د ناموسونو لوټلو، د مقدساتو غصبولو، بلکې د ژوند له واقعیت څخه د اسلام لیرې کولو په وړاندې ستاسو چوپتیا بس ده.
د ظالم واکمن په وړاندې د حق په بیانولو او د حاکمانو په محاسبه کولو کې ستاسو بې پروايي بس ده، دا هغه فریضه ده چې الله تعالی تاسو ته فرض کړې ده، نو بیا د خائن مزدور په اړه څه فکر کوئ چې د هغه څه پرته چې الله نازل کړي دي، حکومت کوي.
تاسو ته د فاسدو نظامونو، روئبضاتو د نسکورولو او د عادلانه خلافت د جوړولو او د عادل خلیفه د نصبولو لپاره د ناستې او کار کولو ترمنځ د انتخاب کولو فرصت نه دی پاتې!
ځکه چې دین نه ټینګیږي، ناموسونه نه ساتل کیږي او نه عدالت قایم کیږي مګر د خلافت په جوړولو او د خلیفه په نصبولو سره، ځکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: "څوک چې مړ شي او په غاړه کې یې بیعت نه وي هغه د جاهلیت په مرګ مړ کیږي".
په الله تعالی باندې په بشپړ توکل، د الله تعالی په وعدې او د رسول الله صلی الله علیه وسلم په زیری باندې په ایمان او عقیدې سره، د حزب التحریر سره یوځای شئ ترڅو د نبوت په طریقه د دویم عادلانه خلافت په جوړولو سره د اسلامي ژوند بیا پیلولو لپاره کار وکړئ، او د حزب التحریر امیر، عالم عطاء بن خلیل ابو الرشته سره د هغه څه سره چې الله نازل کړي د عمل کولو لپاره د خلیفه په توګه بیعت وکړئ، تاسو په هغه ځان ساتئ او د هغه تر شا جګړه کوئ، د رسول الله صلی الله علیه وسلم د دې قول تصدیق کوئ: «امام سپر دی چې د هغه تر شا جګړه کیږي او په هغه ځان ساتل کیږي» دا حدیث بخاري له ابو هریره څخه روایت کړی دی.
موږ تاسو ته هغه څه ته بلنه ورکوو چې تاسو ته په دنیا او آخرت کې ژوند درکوي او تاسو ته په دواړو جهانونو کې عزت تضمینوي. ایا موږ تاسو ته پیغام ورساوه نو ځواب ووایاست، ایا موږ تاسو ته پیغام ورساوه ای الله ګواه اوسه
{يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اسْتَجِيبُوا لِلَّهِ وَلِلرَّسُولِ إِذَا دَعَاكُمْ لِمَا يُحْيِيكُمْ ۖ وَاعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ يَحُولُ بَيْنَ الْمَرْءِ وَقَلْبِهِ وَأَنَّهُ إِلَيْهِ تُحْشَرُونَ} (الأنفال: ٢٤)
ای الله زمونږ پر سردار محمد ﷺ او د هغه پر ټولو کورنیو او اصحابو د رحمت باران و اوروه
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته