نفائس الثمرات
مسلمان چې له خپل مسلمان ورور څخه شکايت ونه کړي، نو له چا څخه دې شکايت وکړي؟
حسن بصري رحمه الله به ويل: مسلمان چې له خپل مسلمان ورور څخه شکايت ونه کړي، نو له چا څخه دې شکايت وکړي؟ او څوک دی چې هغه لازم وګرځوي؟ بېشکه مسلمان د خپل مسلمان ورور هنداره ده، عيبونه يې ورته ښيي او ګناهونه يې ورته بښي. ستاسو څخه مخکې صالح سلف به يو سړی له بل سړي سره مخامخ کېده، نو ويل به يې: ای زما وروره، زه ټول ګناهونه نه وینم او نه خپل ټول عيبونه پېژنم، که دې خير وليد، نو امر راته وکړه او که دې شر وليد، نو منع مې کړه، او عمر بن الخطاب رضي الله عنه به ويل: الله دې په هغه سړي رحم وکړي چې زموږ عيبونه راښيي، او يو به د خپل ورور نصيحت مانه او ګټه به يې ترې اخسته.
آداب الحسن البصري وزهده ومواعظه
لأبي الفرج ابن الجوزي
وصل اللهم على سيدنا محمد وعلى آله وصحبه أجمعين
والسلام عليكم ورحمة الله وبركاته