نفائس الثمرات
عجب نشته
قال ابن القيم رحمه الله
- عجب په دې کې نشته چې يو مريی د الله تعالی په وړاندې عاجزي وکړي او عبادت يې وکړي او له خدمت څخه يې ستړی نشي سره له دې چې هغه محتاج او فقير دی هغه ته، عجب په دې کې دی چې يو مالک خپل مريي ته په ډول ډول نعمتونو سره محبت څرګند کړي او په ډول ډول احسانونو سره ورته ځان نږدې کړي سره له دې چې هغه ترې بې نيازه دی.
- ستا لپاره دا عزت بس دی چې ته د هغه بنده يې او ستا لپاره دا فخر بس دی چې هغه ستا رب دی
د اطاعت د پيدا کېدو، ودې او زياتېدو مثال
د اطاعت د پيدا کېدو، ودې او زياتېدو مثال، داسې دی لکه يو هسته چې ته يې وکربې، هغه ونه شي، بيا ميوه وکړي، ته يې مېوه وخورې او هسته يې وکربې، نو کله چې له هغې نه څه حاصل شي، ته يې ميوه ټولې کړې او هسته يې وکربې. همدارنګه د ګناهونو ترمنځ يو بل ته دعوت کېدل دي، نو هوښيار دې په دې مثال کې فکر وکړي. ځکه د نيکۍ ثواب نيکي ده وروسته له هغې او د بدۍ سزا بدي ده وروسته له هغې.
اللهم صل وسلم على سيدنا محمد وعلى آله وصحبه أجمعين
والسلام عليكم ورحمة الله وبركاته