نفائس الثمرات
د مؤمن اخلاق
حسن بصري رحمه الله ویل: د مؤمن له اخلاقو څخه په دین کې قوت، په نرمۍ کې احتیاط، په یقین کې ایمان، په حِلم کې علم، په علم کې حِلم، په نرمۍ کې ځیرکي، په بېوزلۍ کې ښایست، په شتمنۍ کې میانه روي، په لګښت کې شفقت، په ستړیو باندې رحم، د حقوقو ادا کول، په استقامت کې انصاف، په هغه چا ظلم نه کوي چې بد یې ویني، او نه په هغه چا سره مرسته کې ګناه کوي چې مینه ورسره لري، نه غیبت کوي، نه اشاره کوي، نه طعنه ورکوي، نه زیاتی کوي، نه بې پروايي کوي، نه لوبې کوي، او نه په نمیمت باندې ګرځي، او نه د هغه څه پیروي کوي چې د ده لپاره نه دي، او نه هغه حق پټوي چې په ده باندې دی، او نه په اندازه کې تیری کوي، او نه په هغه بد باندې خوشحالیږي کله چې په بل راشي، او نه په مصیبت خوشحالیږي کله چې په بل نازل شي.
د حسن بصري آداب او زهد او نصیحتونه
د ابي الفرج ابن الجوزي
اللهم صل على سيدنا محمد وعلى آله وصحبه أجمعين
والسلام عليكم ورحمة الله وبركاته