نفائس الثمرات
وَلَنْ يَجْعَلَ اللَّهُ لِلْكَافِرِينَ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ سَبِيلاً
د نبوت په طريقه د خلافت قائمول لکه څنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم زېری ورکړی دی، اول دا لازمه ده چې د امت واک خودي وي؛ او تر څو د امت واک خودي شي، نو لازم دي چې په خپلو ذاتي وړتياوو، خپلو ذاتي هڅو سره کار وکړي، له خپلو ذاتي امکاناتو څخه ګټه واخلي، په الله وحده سبحانه وتعالی باندې توکل وکړي، الله تعالی فرمايي: (وَعَلَى اللَّهِ فَلْيَتَوَكَّلْ الْمُؤْمِنُونَ)؛ تر څو د کافر له نفوذ څخه خلاص شي (امريکا، روسيه، بريتانيه، فرانسه او هر هغه دولت چې د مسلمانانو په خاوره کې لالچ لري)، الله تعالی فرمايي: (وَلَنْ يَجْعَلَ اللَّهُ لِلْكَافِرِينَ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ سَبِيلاً) نو کله چې د امت واک خودي شي، نو بيا به د دې جوګه شي چې خپله برخليک وټاکي، خپله اراده پلې کړي، د خپل رب کتاب تطبيق کړي او خپل خلافت قائم کړي.
{يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ اسْتَجِيبُواْ لِلّهِ وَلِلرَّسُولِ إِذَا دَعَاكُم لِمَا يُحْيِيكُمْ وَاعْلَمُواْ أَنَّ اللَّهَ يَحُولُ بَيْنَ الْمَرْءِ وَقَلْبِهِ وَأَنَّهُ إِلَيْهِ تُحْشَرُونَ * وَاتَّقُواْ فِتْنَةً لاَّ تُصِيبَنَّ الَّذِينَ ظَلَمُواْ مِنكُمْ خَآصَّةً وَاعْلَمُواْ أَنَّ اللَّهَ شَدِيدُ الْعِقَابِ}
وصل اللهم على سيدنا محمد وعلى آله وصحبه أجمعين
والسلام عليكم ورحمة الله وبركاته