د خبرونو کتنه 2025-06-22
اردوغان خپله بې وسۍ په خبرو پټوي او وایي: نتنیاهو او د هغه حکومت د هټلر په څېر دي
الجزیره نټ، 2025/6/20 - په داسې حال کې چې مسلمانان د اسلامي هیوادونو پر ضد د یهودانو او لویدیځ له روانو بریدونو سره مخامخ د خبرو پر ځای عمل ته سترګې په لار دي، د ترکیې هغه ولسمشر چې په خپلو خبرو مشهور دی، په همدې لاره روان دی او یوازې په خبرو د یهودانو پر ضد برید کوي! هغه وویل چې د یهودانو د رژیم لومړي وزیر نتنیاهو او د هغه حکومت خپل نومونه د هټلر په څېر د ظالمو په څنګ کې لیکلي دي او په غزه کې د یهودانو د رژیم سرغړونې او پر ایران باندې برید یې وغانده او خبرداری یې ورکړ چې نږدې ده "بېرته نه راستنېدونکې نقطې" ته ورسېږي.
اردوغان ټینګار وکړ چې اسلامي هیوادونه اوس مهال په یوه ستونزمن پړاو کې دي او ویې ویل چې "جګړه، شخړې، ګډوډي او د بې ثباتۍ وريځو زموږ د تمدن جغرافیه پوښلې ده. له دوو کلونو راهیسې، هر چېرته چې موږ خپلې سترګې اړوو، د جنګي جرمونو او د بشریت ضد جرمونو سره مخامخ کېږو".
اردوغان د عمل په اړه څه ونه ویل، ځکه چې د غزې په جګړې باندې د څو میاشتو له تېرېدو وروسته یې د یهودانو له رژیم سره د سوداګرۍ د بندولو اعلان وکړ، خو بیا هم د دریمې ډلې له لارې د یهودانو له رژیم سره د ترکیې سوداګري روانه ده، همدارنګه د اذربایجان تېل د ترکیې له خاورې د ترکیې جیهان بندر ته ځي، چېرته چې بېړۍ د تېلو بار د یهودانو رژیم ته وړي ترڅو هلته تصفیه شي او بیا د هغو الوتکو له لارې ولېږدول شي چې غزه، لبنان، سوریه او ایران بمباروي، همدارنګه د یهودانو رژیم الوتکو چې نن په ایران کې بمباري کوي، د ختیځ له لوري د ترکیې هوایي حریم څخه تېرې شوې، خو ترکیې یې را ونه غورځولې، بلکې وویل چې دوی هغه ته خبرداری ورکړی او له هغې یې غوښتي چې د دوی له هوایي حریم څخه ووځي او د عراق له لوري ایران بمبار کړي.
د اردوغان دې ناوړه حالت په سیمه کې د منځلارو ډلو پلویانو ته چې هغه یې د "امت سلطان" او د کمزورو ملاتړ کوونکی معرفي کاوه، د نهیلۍ او صدمې لامل شوی دی، موږ نه پوهېږو چې دوی نن حقیقت موندلی دی او که لا هم پر هغه ښه ګومان لري!
-----------
پوتین: که د کیف رژیم چټله بمب وکاروي، زموږ ځواب به ډېر سخت او د نوي نازی رژیم لپاره به ویجاړونکی وي
آر ټي، 2025/6/20 - د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د جمعې په ورځ ټینګار وکړ چې د روسیې په وړاندې د چټلې بمب د کارولو لپاره د اوکراین هره ممکنه پرېکړه به د کیف رژیم وروستۍ تېروتنه وي. چټله بمب هغه چاودنه ده چې اټومي وړانګې خپروي نه اټومي چاودنه او هیوادونه په اسانۍ سره کولای شي هغه ترلاسه کړي. د روسیې ولسمشر ټینګار وکړ چې روسیه تل د ګواښونو په ځواب کې ورته غبرګون ښيي، لکه څنګه چې د هیواد په اټومي عقیده کې ذکر شوي دي.
پوتین د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا اوکراین به د روسیې په خاوره چټله بمب وغورځوي، وویل: "زموږ په اټومي عقیده کې، همدارنګه په سلیم منطق او زموږ د کړنو په عمل کې، تل دا اشاره شوې چې موږ د ټولو هغو ګواښونو په وړاندې چې موږ ورسره مخامخ کېږو، ورته غبرګون ښیو. موږ تل او تل په ورته ډول ځواب ورکوو". هغه زیاته کړه: "له همدې امله به زموږ ځواب ډېر سخت وي او ډېر احتمال شته چې د نوي نازی رژیم لپاره به ویجاړونکی وي او له بده مرغه د اوکراین لپاره به هم ویجاړونکی وي. زه هیله لرم چې دا به هیڅکله پېښ نه شي".
د روسیې ولسمشر دې ته اشاره وکړه چې اوکرایني ځواکونو د کورسک په ولایت کې د ملکي وګړو په ګډون یو لړ جرمونه ترسره کړي دي.
----------
امریکا او په ایران باندې د یهودانو په جګړه کې د ګډون بحران، او د ټرمپ مرستیال وایي چې امریکا د ایران په اړه له پرېکړې مخکې په خپله ګټه تمرکز کوي
العربیه، 2025/6/21 - په داسې حال کې چې ټوله نړۍ په ایران باندې د یهودانو په جګړه کې د داخلېدو په اړه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرېکړې ته سترګې په لار وه، وروسته له هغې چې هغه تهران ته د خپل اټومي پروګرام په اړه د وړاندیز په ځواب کې دوه اونۍ مهلت ورکړ، د هغه مرستیال، جي ډي وانس، ټینګار وکړ چې ولسمشر به په خپله پرېکړه کې د هیواد ملي ګټو ته پام وکړي.
وانس د فاکس نیوز شبکې سره په یوه مرکه کې زیاته کړه چې ټرمپ به ډیپلوماسۍ ته فرصت ورکړي، او کله چې هغه پرېکړه وکړي چې "ډیپلوماسۍ خپل هدف ترلاسه کړی دی، او هغه به د ایران له لوري سره له خبرو اترو څخه هیڅ ترلاسه نه کړي، نو هغه به مناسبه پرېکړه وکړي". هغه همدارنګه وویل: "کله چې ډیپلوماسي پای ته ورسېږي، زه فکر کوم چې ولسمشر به هغه څه وکړي چې هغه یې باید وکړي". خو په عین وخت کې یې خبرداری ورکړ چې وخت په تېرېدو دی.
دا څرګندونې وروسته له هغې راغلې چې د امریکا ولسمشر اعلان وکړ چې ایران ته د احتمالي امریکايي بریدونو څخه د مخنیوي لپاره "حد اکثر" دوه اونۍ وخت ورکړل شوی دی، او اشاره یې وکړه چې هغه ښایي له دې ټاکلې نېټې څخه مخکې پرېکړه وکړي. دا هغه څه دي چې په حقیقت کې پېښ شول ځکه چې امریکايي الوتکو د یکشنبې په ورځ د سهار په وختي 2025/06/22 د ایران اټومي تاسیسات بمبار کړل.
د امریکا د پرېکړې کړکېچ لا پسې ژورېږي، ځکه چې ایران اعلان کړی دی چې دوی به تر هغې خبرې ونه کړي تر څو د یهودانو رژیم پرې برید بند نه کړي، او همدارنګه د جمهوري غوښتونکو ګوند غړي د امریکا په ګډون په اړه په کلکه سره وېشل شوي دي، او د دغو غړو دریو غوښتنه کړې ده چې یهودان باید خپلې جګړې پخپله پر مخ یوسي پرته له مستقیمې امریکايي مداخلې او امریکا باید یوازې د یهودانو له رژیم څخه په دفاع کې برخه واخلي نه په ایران باندې په برید کې.

